پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبد اناهیتا روهي څو ادبي ټوټې

د اناهیتا روهي څو ادبي ټوټې

اندېښنه

اندېښنه مې وه چې څه وخت به د سکوت پر زنګانه سر کېږدم، تر څو د خپل وجود په زندان کې د اسیر روح یادګاري کرښې ولولم. انتظار پای ته ورسېد. ورځې د چوپتیا په غېږ کې سر کېښود او د شپې تور پړونی یې په سر راوکېښ. ما د ذهن له اورسۍ څخه د زړه مخامخ دیوال ته وروکتل، هلته لیکل شوي وو، کله چې ته نه یې څنګه راته لېکې چې زه درسره یم!

تلپاتې سکوت

د خاموشۍ په نوم د چوپتيا او د تلپاتې سکوت په نوم، غواړم د ژوند په کتاب کې يو څه ولولم

خو،

د هرې پاڼې په پيل او پای کې يوازې ستا نوم وينم.

آيا زما د ژوند کتاب تا ليکلی؟

ته د ژوند چینه یې

ته د ژوند چینه یې او زه د ژوند تږې. پوه نه شوم چې تندې په کومو لارو تر تا راوستم. ستړې، ستومانه دې خوا ته کېناستم، لپه مې راډکه کړه چې ناڅاپه مې په ولاړ ملنګ سترګې ولګېدې، پاس مې  ور وکتل، راته ویې ویل: مه یې څښه زهرجنې دي.

اوس حیرانه یم، که یې څښم زهر مې وژني، که یې پرېږدم له تندې مرم. ته راته ووایه چې ته څنګه د ژوند چینه یې چې غواړې ژوند ختم کړې؟

دا الوزم څنګه؟

له ډېرې خوښۍ مې د خيال وزرونه ورپول او په هوا شوم. دومره جګه والوتم چې د ستورو څنډې مې لمس کړې.

نا څاپه مې پام شو چې زه خو مړه يم نو دا الوزم څنګه؟

 رنګونه او غږونه

زه د رنګونو په نړۍ کې ډوبه وم اوته د غږونو. ما د طبيعت درسته ښکلا له اسمانه رانېولې بيا د ځمکې پرمخ، ټوله په رنګونو کې ليده. حتی د باران په بېرنګه څاڅکو کې هم د رنګ په لټه وم او تا د هماغه بېرنګه څاڅکو، له ټکا خوند اخيست.

ما همدا اوس، د تودو او سړو رنګونو په منځ کې، يوه ښکلې شان چوپتيا موندلې ده. آيا ته کولای شې دا چوپتيا واورې، او غږ يې وژباړې؟

3 COMMENTS

  1. ډیر ښکلي دی یوازی څو يادونې ليکم
    په انديښنه کي اورسۍ کړکۍ کيدای شي، خو زړه ته مخامخ ديوال د پارچې ايمیج څه ګډ وډ کړي دي
    په وروستی پارچه د کی د تودو او سړو رنګونو مفهوم هم څه شننه غواړي
    همداسی يې د لیکني دډول سره موافق نه یم. که یې زه لیکون;ي واي ما د سپين شعر په توګه بل ډول لیکي.
    اسد سمندر

    Facebook: Asad Samandar

  2. عالي دي ، تسلسل، لنډون ، پر واحده موضوع تمرکز او نوی والی مې خوښ سو هر ې يوې مې يو څه سترګو ته ودرول او په هنري منطق يې ودرول
    آيا زما د ژوند کتاب تا ليکلی؟
    ما همدا اوس، د تودو او سړو رنګونو په منځ کې، يوه ښکلې شان چوپتيا موندلې ده. آيا ته کولای شې دا چوپتيا واورې، او غږ يې وژباړې؟
    داسې تجربې مو د ګوتو په شمار دي ، تاسو ته دې خدای توفيق درکړي چې را ډېرې يې کړئ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب