سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeادبد یوې بلې هستۍ محدود پايښت لا محدود شو/ خیرالله خیال

د یوې بلې هستۍ محدود پايښت لا محدود شو/ خیرالله خیال

لکه ګل چې ودوړېږي په ګلشن کې

داسي دل شوم د حالاتو په مېچن کې

درست جهان به ترې نه اور واخلي لمبه شي

 یو بڅری لا ځلېږي په خوږلن کې

انسان د کایناتو د خالق یو داسې مخلوق دی ، چې که په طبعي مرګ فنا هم شي ، خو په روحاني ډول نه فنا کیږي . ددې دنیا پر معنوي محدود حقیقت سر بېره یو لا محدود او تل پاتې  باطني حقیقت هم شته .

ارواښاد قمر راهي د همداسې هېلې او ارمان په لټون بلاخره په مزل ، منزل وموند  او په خپل باطن کې داسې ورک شو ، چې محدوده بقا یې لا محدوده شوه .

د ۱۹۲۷ میلادي کال د جنورۍ پر لمړۍ نېټه د کوزې پښتونخوا په مردان سيمه کې غړېدلې دا شاعرې سترګې د ۲۰۱۳  د ډیسمبر پر ۲۷  د تل لپاره د دې نړۍ له رنګينیو پټې شوې .

که د راهي د ژوند ډيوه ګل شوه ، خو  د رهګزر  پر سر د شعرونو بل  ( مشال ) به یې  موږ   له هر تياره   ماښامه تر سپين  سهاره بدرګه کوي .

دلیونو په پل مې ، پل پروت دی

 ځکه په پښو کې مې ،  منزل پروت دی

ځکه   دمې   ورته   لېواله    نه دي

چې لاروي   ته   لا مزل   پروت دی

ما په    تلو کې چې اغزي   وکرل

ځکه چمن لکه بخمل پروت دی

خدای بخښلی قمر راهي د   پښتو ادبي جرګې د بنسټ ايښودونکو له ډلې څخه و او د ( قند ) په  نوم  مجلې یې د ډېرو ادب پالو مینه والو د ذوق حلقونه خواږه کړي و .

مرحوم قمر راهي د پښتو معاصر شعري بهير هغه سر لاری و ، چې خپل  ولس  ته د ورپېښو ننګونو د مطالعې او مشاهدې په پایله کې یې  یو  پوخ علمي شعور تر لاسه کړی و.

دده شاعري داسې یوه  رڼه  هنداره ده ،چې دده د قام هر وګړی  په کې د خپل ژوند څېره ویني:

ما باندې احسان وکړه، په تېر عمر زلمی مې کړه

زه خزان ، خزان یمه ، ته ځه کنه ! سپرلی مې کړه

ته که ملغلره یې ، د زړه سيپۍ کې  پټه یې

ما هم لږ محفوظ کړه ، خپله ګوته کې غمی مې کړه

ما لکه لوخړه  کړه ، نظر دې د چا  ونه خوري

ښه به وي یو کار کوه  ، ما سېزه  سپېلنی مې کړه

مرحوم راهي د منفرد اسلوب هغه نوښتګر شاعر و ، چې  هر شعر یې د خیال لوړتیا ، د فکر ژورتیا او د موسیقیت شرنګا لري .

د لېونۍ د مینې اور وسوم

لا د دنیا غمونو  نور وسوم

د بې وسۍ د بدنامۍ  داغونو

شولو  راپورې  دغه تور وسوم

چې ورپسې مې سترګې سپينې شولې

خلکه د خپلو سترګو  تور  وسوم

قمر راهي په داسې رهګزر راهي شو چې  تګ پرې کیږي ، خو راتګ نه !
لاسونه ورته  لپه کړئ !

خيرالله خیال

پېښور

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب