جمعه, مارچ 29, 2024
Homeټولنیزپایلوچان او عیاران/ عبدالباري جهاني

پایلوچان او عیاران/ عبدالباري جهاني

په دې وروستیو وختونو کي د کندهار د پایلوچانو په باب ځیني لیکني سوي دي چي سړی تبصرې لیکلو ته مجبوروي. په دې تازه شپو ورځو کي د اسدالله زړه سواند په نوم، د کندهار یوه ځوان، د کندهار پایلوچان  تر عنوان لاندي یوه نسبتا مفصله څیړنه کړې ده. که څه هم چي دا لیکنه هیڅ ډول تاریخي شواهد نه وړاندي کوي او هیڅ ډول استناد نه لري، او سړی یې له تحقیقاتي پلوه ډیره د توجه وړ نه سي بللای؛ خو همدغه لیکنه پخپله شل دیرش یا پنځوس کاله وروسته، چي زموږ راتلونکو نسلونو ته به، زموږ زمانې ته د نیژدې پیښو په باره کي، موثق اطلاعات نه وي، په یوه سند تبدیلیږي او ښایی، په هغه وخت کي، زموږ د راتلونکو محققینو او څیړونکو د ګمراهی سبب سي. دا، نسبتاً مفصله، لیکنه، چي داسي ښکاري د یوه علمي سیمینار لپاره ترتیب  سوې وي، تقریبا له سره ترپایه پر احساساتو ولاړه ده؛ او  چي په دنیا کي څه ښېګڼي دي هغه یې پایلوچانو ته ور په برخه کړي دي. لیکوال د خپل مضمون په لومړي مخ کي لیکي« دلته په کندهار کي د ظلم او ستم سره ډول ډول مبارزې سوي دي، چي د هغو د ډلي نه یوه یې د نامیانو( پایلوچانو) او ځوانمردانو نهضت دی، چي د خلکو د ګڼو پرګنو د آرمانونو په پار یې اوږدې مبارزې کړي دي. د بې وسو لاسنیوی یې کړی دی او د زورمندانو او ستمګرانو په ضد درېدلې دي. هغو داسي یو نظام درلود چي ستمګرانو په ټول قدرت چي يې درلود بیا هم د دوی نه ډاریدل»

 لیکوال حتی په کندهار کي د صفوي امپراتوری د ګورنر ګورګین په مقابل کي د ملي پاڅون افتخار هم پایلوچانو ته ورکوي او وایی چي دغه نامیان خپلو دښمنانو د پایلوچانو په نوم یادول. البته ما دغه معلومات په هیڅ تاریخي متن کي نه دي لوستي؛ او له دغه مضمون څخه پرته بل په هیڅ متن کي راغلي هم نه دي. لیکوال به دغه معلومات له کومه کړي وي؛ سړی نه پوهیږي. لیکوال په خپل دغه مضمون کي ادعا کوي چي کله احمد شاه بابا قدرت ته ورسیدی نو د پایلوچانو یې ډیر قدر وکړ. د هغوی د درناوي لپاره یې د جشن او ښادۍ په توګه یوه ځانګړې ورځ وټاکله او هغوی یې ښه او ریښتوني خلک وبلل. هغه دغه خلک د شاه مقصود په نامه یوه سیمه کي استوګن کړل چي اوس د کندهار په شمال کي د ډیر ښو سیمو څخه ده. البته د احمد شاه بابا په اړه هیڅ بل تاریخي متن کي دا معلومات نسته او یقیناً چي زموږ د ځوان لیکوال د خپل خیال محصول دي.

زموږ ځینو مورخینو عیار او کاکه او پایلوچ یو شان خلک بللي دي؛ او څرنګه چي دوی عیارانو ته یو ډول خاصه عقیده درلوده نو ټول هغه مثبت صفتونه چي د عیارانو لپاره ذکر سوي وه هغه یې کاکه او پایلوچ ته ورانتقال کړي او هغوی یې د ټولني د یوه مثبت عنصر په حیث پيژندلي دي. مرحوم میر غلام محمد غبار، وروسته له هغه چي عیاران د ټولو اجتماعي، اخلاقي او مذهبي ښیګڼو څښتنان بولي، دا هم زیاتوي چي عیارانو د خارجي یرغلګرو او د ملاکانو د طبقې او دولت پر ضد مبارزه کوله. ( افغانستان در مسیر تاریخ ص ۹۰)

مرحوم غبار وروسته د کابل د کاکه ګانو په باب لیکي چي دغو خلکو تر شلمي پیړۍ پوري ژوند کړی دی او په کابل کي د کاکه او کندهار کي د ځوان په نوم یادیدل… هغوی کله  کله یو په یو وسله وال جنګونه سره کول او چي څوک به ټپي سو نو حکومت ته یې اطلاع نه ورکوله… کله چي به چا غوښتل چي د کاکه ګانو په ډله کي شامل سي نو ځیني شرایط به یې پر ځای کول او هغه داچي د کاکه ګانو په مخصوصو جامو کي به یې په یوازي سر د ټول ښار دوره کوله او د کابل په نورو سیمو کي به د نورو کاکه ګانو مخي ته تیریدی. که به کوم بل کاکه ږغ ورباني وکړ نو دی مجبور وو چي له هغه سره جنګ وکړي. که به په جنګ کي بریالی سو او بیرته به یې ځان خپلو ملګرو ته ورساوه نو د کاکه ګانو په ډله کی به منل کیدی او که به چیري مات سو او وبه تښتیدی او یا به په جنګ کي ووژل سو نو نوم به یې هیر سو. کاکه ګان مجبور وه چي له یوه سلسله آزمیینو څخه تیر سي. د شپې په هدیرو او غرونو کي وګرځي، او له خلکو سره د ځاني او مالي ستونزو په وخت کي مرسته وکړي. کاکه ګانو یوه بل ته شیربچه ویل او کله کله به یې د مقاومت د ښودلو لپاره ځانونه د آسونو په څیر نالول. مرحوم غبار وروسته لیکي چي دا کسان ډیر پاک او سپیڅلي وه؛ پر قول ټینګ وه، له محتاجانو سره مرسته یې د ژوند شعار وو او ډوډۍ یې له خپل کسب او کار څخه تر لاسه کول.( هغه کتاب ص ۹۰-۹۱ ) مرحوم غبار وروسته لیکي چي په پای کي کاکه ګي هم خرابه سوه او ډیر بد خلک دغه صف ته ور ننوتل.

دغه راز مرحوم عبدالحی حبیبي هم د عیارانو د ښو صفاتو د یادولو په ترڅ کي لیکي چي د دې ځوانمردانو پاته شوني تر دې وروستیو وختونو پوري د افغانستان په ښارونو کي موجود وه. دا کسان یې په کابل کي کاکه، په قندهار کي ښه ځوان او په شمالي ولایاتو کي آلوفته بلل. دوی خاص ډول جامې اغوستلې او خاص ډول اخلاق او سلوک یې درلود، خو اوس یې د خپلو تیرو نسلونو ښه صفتونه هیر کړي دي او لوچکان ورڅخه جوړ سوي دي.( افغانستان بعد ازاسلام ص ۶۱۳

   زه خپلو دواړو مشرانو ته د ټول درناوي سره وایم چي که زیات و کم شپیته کاله مخکي د هغوی په ځواني کي ریښتوني پایلوچان نه وه او ځای یې هسي لوچکانو نیولی وو نو دا ریښتوني پایلوچان په کوم وخت کي وه. په دۍ کي هیڅ شک نسته چي هره اجتماعي پدیده د خاصو اجتماعي، اقتصادي او سیاسي شرایطو محصول وي. د مرحوم حبیبي او مرحوم غبار د زمانې څخه پنځوس کاله مخکي، پنځوس کاله وروسته او بیا زموږ ترزمانې پوري به د کندهار او شاوخوا سیمو او دغه راز د کابل او شاوخوا سیمو په ټولنیزو شرایطو کي، چي احتمالا به یې دغه پاک او سپیڅلي کاکه ګان او پایلوچان منځته راوړي وي، څه تغیرات راغلي وي چي نور نو د پاکو او د مظلومانو د حقوقو د مدافع پایلوچانو وظیفه پای ته رسیدلې او ځای یې لوچکانو نیولی وي. که پنځوس یا سل کاله مخکي په کندهار او کابل کي رشوت، خیانت، ظلم او تیری موجود وو، او پایلوچان د هغو شرایطو سره د مبارزې او د مظلومانو د حقوقو د اخیستلو لپاره منځته راغلي وه نو پنځوس کاله مخکي خو که ظلم او خیانت ډیر سوی نه وي کم سوی خو په هیڅ صورت نه دی. کومو مساعدو شرایطو هغوی منځته راوړي او کومو نامساعدو شرایطو د هغوی مقدسه وظیفه پای ته ورسول؟ مرحوم غبار وایی چي کاکه ګانو به د خپل مقاومت د آزمییلو لپاره، کله کله، ځانونه د آسونو په څیر نالول. لومړی خو دا غیر ممکنه خبره ده؛ ځکه چي سړی نال کړې د تل لپاره ګوډیږي، او یا ښایی د ډیر درد له لاسه ساه ورکړي. او که چیري دا خبره، د یوه لیري حقیقت په حیث، ومنو نو دا څه کمال دی. دا له انسانیت او انساني کرامت سره کله اړخ لګوي؟ او دغه رازیوه غیر انساني کارنامه کله په افتخار ارزي.

          زما د معلوماتو له مخي پایلوچان په کندهار کي ترڅه کم یوې پیړۍ زیات تاریخ نه لري او سترو مشرانو یې، چي په سندرو کي ستایل کیدل، زیاتره زموږ په زمانه کي ژوند کړی دی. پایلوچان، زموږ د مشرانو د ادعا په خلاف، له لویه سره بیکاره او بد عمله خلک وه. هغوی په غلا قمار او له خلکو څخه په زور د پیسو په اخیستلو ګوزاره کوله. هغوی سپي جنګول، کرکان یې جنګول، یو له بله یې جنګونه کول، قتلونه یې کول؛ کلونه یې د کندهار او کابل په بندیخانو کي تیرول( نه د مظلومانو له حقوقو څخه د دفاع په ګناه، بلکه د وړو او لویو جنایتونو د مرتکبیدلو په ګناه)

     په دیارلس یا څوارلس کلنی کي ، زما هغه سندره تقریبا ټوله په یاد وه چي د کندهار د پایلوچانو په ستاینه کي ویل سوې وه. له بده مرغه چي هغه اوږده سندره مي اوس په حافظه کي نسته او یوازي یوه لږه برخه مي په یاد ده. البته له دغي لږي برخي څخه هم سړی یو څه اټکل کولای سي چي پایلوچان څه ډول خلک وه.

داسي زمریان دي اقرار نه کوي             سهار تر ماښامه شلاخي( شلاقي) قبلوي

نینی فقیر په جنګ کي د چړې وو پهلوان      غوثو دي مولا وبخښي په روی د سپین قرآن

شهین د انسانانو پیرو ډیر راباندي ګران        را پیش که دا خوني زمری خانان د کوکران

                  نامي حسام الدین قصاب غوایی حلالوي

                        سهار تر ماښامه شلاخي قبلوي

  د اوږده نظم د دې لنډي نمونې څخه سړی د ټولو پایلوچانو په باب ښه قضاوت کولای سي. نینی د چړې په جنګ کي پهلوان دی؛ او طبیعي خبره ده چي په کندهار کي به یې خپل سیالان په چړو وهل. غوثو د ښکاپر په دراوزه کي یو آزاري سماوارچي پایلوچ وو چي هیڅوک پر لاري سم ورڅخه تیریدلای نه سو. پیرو خپل د ښار خلک دونه آزار کړي وه چي د انسانانو د شهین لقب یې ګټلی وو او خانان ته خو د خوني زمري نوم ورکړه سوی دی. څرګنده خبره ده چي فرنګیا ن به یې نه وه وژلي او په کندهار کي به یې قتلونه کړي وه. دلته به موږ د صفت کومه خبره پیدا کړو. د خونیانو او آزاریانو دې ډلي ته به څرنګه د نهضت په سترګه وګورو او څرنګه به دا وویلای سو چي هغوی د خپلو پراخو پرګنو د آرمانونو لپاره مبارزې کولې. په کندهار کي د پایلوچانو د ستایني لپاره دغه راز نوري ډیري سندري ویل سوي دي خو په یکي یوه سندره کي د هغوی د سخاوت، پاکۍ او له مظلومانو سره د مرستو یادونه نه ده سوې. منګی لالو، ګردی امان الله، جګ نظر، میرشو دوست ماد، شین عبدالکریم، پیرو( د انسانانو شهین) خروار او دغه راز نور پایلوچان زموږ د زمانې خلک وه او ټول مي لیدلي دي.

په ۱۹۷۶او ۷۷ کلونو کي، چي زه د پوهني په وزارت کي د خارجي مرستو عمومي مدیر وم، د پوهني وزارت ته څرمه، د ده افغانان په خوله کي، د منګي لالو سماوار ته، په هفته کي یو یا دوه ځله، د غرمني چاینکی لپاره ورتللم. د منګي لالو سماوار د کندهار د ځینو پایلوچانو د ناستي او د غرمنۍ ځای وو. ما به د نیم ساعت او کله د یو څه زیات وخت لپاره د هغوی پر خبرو غوږ نیوی. زه ښایی په دوه کاله کي تر دیرش ځله زیات دغه سماوار ته ورغلی یم. ما په دې دووو کلونو کی یوه ورځ هم له دوی څخه د کوم سخاوت، له کوم مظلوم سره د مرستي او یا د کوم ښه کار کیسه نه ده اوریدلې. هغوی د ورځني ژوند کیسې کولې او کومي کیسي چی یې په یو څه اوریدلو ارزیدې هغه د جنګونو، د لښتي د کلک والي او د ده مزنګ او کندهار د محبس خاطرات وه. پخپله منګي لالو هم  د کابل د ده مزنګ په بندیخانه کي ډیر کلونه تیر کړي وه. ویل کیږي چي هلته یې یو مزاری کاکه په منګي ویشتلی او وژلی وو؛ خکه یې نوم منګی لالو سو.

 میر شو دوست ماد( دوست محمد) زموږ د ده خواجې د سیمي اوسیدونکی وو. په رنګ تور، په ونه نسبتا ګردی چاغ سړی وو.اوږده او پلن بریتونه یې د خولې دواړو خواوو ته تر شونډو را تیر او ځړیدلي وه. تل به یې توره د خاصې لویه لنګوټه تړله. جامې یې شنې یا نصواري وې؛ ما په سپینویا روښانه رنګ جامو کي نه دی لیدلی. شمله به یې، د نورو پایلوچانو په ډول، ډیره اوږده وه. تل به لڅي پښې او یوازي ګرځیدی. ما یې له هیچا سره خبري نه دي اوریدلي. سهار به په ده خواجه کي د ښار خواته روان وو، خو څوک نه پوهیدل چي میرشو چیري ځي. ماښام، او کله تیاره ماښام، به د ښار له خوا بیرته د کورته خواته روان وو او بیا هم څوک نه پوهیدل چي میرشو له کومه راغی. په دوبي او ژمي لوڅي پښې ګرځیدی او په زړه پوري دا وه چي خپلي چوټي او یا بوټونه؟ به یې په پټو کي پیچلي شاته اړولي وه. هغه د کندهار یو پیژندل سوی پایلوچ وو. د هغه په باره کي ټولو دا ویل چي په لښته ډیر کلک سړی دی. خو نور مي نه د سپین ږیري او نه ځوان څخه د هغه د کوم ښه صفت په باره کي څه اوریدلي دي. البته ټول هغه منفي صفتونه یې درلودل چي د کندهار عادي خلکو ته د منلو وړ نه وه.

          د کندهار د ښار د کابل دروازې د پولیسو برج یا ماموریت ته مخامخ د غفار پالوده پز یا فیریني والا پر دوکان باندي، د انسانانو شهین(پیرو) سورسترګی عبدالرحمن، د هغه ورور غل احمد جان، چي د کندهار امنیه قوماندان بهاءالدین خان، د ښار څخه دباندي  هدیرو کي، په مخامخ ډزو کي وویشت او مړ یې کړ، د پیرو ورو محمداکبر، شپږ ګوتی باقي او څو تنه نور پایلوچان کښیناستل. په دوی ټولو کي د انسانانو شهین مهم وو او خلکو سترګه ورڅخه کوله. میانه قده، خو ډیر چاغ سور سړی وو. وړې خړي سترګي یې وې او د چاغی له لاسه یې په ډیره ځواني کي ججوری درلود.تور پلن بریتونه یې، چي سپین ویښته په ګډ سوي وه، کله کله په خوله کي پراته وه. د میرشو په څیر ترینګلی نه وو؛ ډیري زیاتي خبري یې کولې او زیاتره وخت به یې خندل. تل به یې پاکي او رنګه جامې اغوستلې او همیشه به یې نوي سپیشل لونګۍ تړلې. داسي ښکاریدله چي کار یې جوړ دی، او ځکه یې نو تر نورو زیات قدر هم کیدی. پیرو د پایلوچانو ټول منفي صفتونه درلودل؛ او د دې منفي صفتونو ترڅنګ یې یو لا دا هم وو چي ډیر شیطان سړی وو. تل به یې خپل رقیبان په نورو وهل او حتی وژل، او تر وسه وسه یې کوښښ کاوه چي پخپله په جنګونو او غلاوو کي مستقیمه برخه وانه خلي او له هغو کسانو څخه چي د ده په کور کی به یې ډوډي خوړله ګټه واخلي. د نن څخه پنځه پنځوس کاله مخکي یې، چي زه به لس کلن یا نهه کلن ماشوم وم، شین عبدالکریم، چي د کابل دروازې د پولیسو ماموریت ته څرمه یې یو غریبانه دوکان درلود، او ډیر غښتلی سړی وو، د خپل ورور محمد اکبر په همکاری، د شپې په تیاره کي له ښار څخه دباندي، په توپنچه وویشت او په ناځواني کي یې مړ کړ. په زړه پوري خبره دا ده چي پیرو او د هغه ورور ډیر لږ وخت د کندهار په محبس کي تیر کړ. له بند څخه له راخوشي کیدلو وروسته ټول خلک ورڅخه ډاریدل او ښایی له دغه وخته یې د انسانانو د شهین نوم ګټلی وي.

 د انسانانو شهین، کله کله د مازیګر پر وخت، د قلا شاته د کاریز پر غاړه، چي شیرازه یې بلله او شنې زراعتي مځکي ورلاندي وې، د خپلو همزولو او ځینو ځوانو پایلوچانو او جنګي ځوانانو سره کښینستی؛ او معمولا به یې لاروي آزارول. په دې ځوانانو کي یو د حاجي عین الدین تاجر ورور نصرالدین وو، چي تازه یې له کابل دروازې څخه د نورزو تر شاه برج پوري، په نسبتأ پراخه سیمه کي نوم ایستلی وو، او پیرو یې له آینده پرمختګ څخه بیریدی. د کابل دروازې چوک ته نیژدې د نورمحمد په نوم یوه ښایسته جګ نري ځوان، چي زما یې تر اوسه ښایسته توره ږیره، جګه پزه او توري سترګي په یاد دي، د عطاری دوکان کاوه. پیرو له دغه ځوان سره د کوم علت له مخي سخت مخالفت درلود، او هغه هم د پیرو له ویري مسلح ګرځیدی. پیرو نصرالدین تحریک کړ او له نور محمد څخه یې، چي یو بې آزاره ځوان وو، توپنچه واخیستله. بل ځل یې بیا نصرالدین تحریک کړ او دا ځل نورمحمد مجبور سو چي له وسلې څخه کار واخلي. ده ښایی غوښتل چي نصرالدین وډاروي خو نصرالدین ووژل سو. د نصرالیدن ورور عین الدین د کندهار په محبس کي نورمحمد قصاص کړ او په دې توګه د انسانانو شهین له دوو رقیبانو څخه، په یوه ځل، بیغمه سو.

 د کندهار د پایلوچانو په باب نوري کیسې د یوه مضمون تر حوصلې وتلی کار دی. خو په عمومي صورت هغوی چرسیان، جنګیان، غله او آزاریان وه.  ما د هغوی په ژوند کي د کندهار له هیڅ اوسیدونکي څخه د هغوی د سپیڅلتیا، سخاوت او یا له مظلومانو سره د هغوی د مرستي او لاسنیوي په باره کي ډیر لږ څه اوریدلې دي؛ او که چیري کوم پایلوچ په کوم وخت کي له کوم مظلوم سره مرسته کړې وي او یا په سل ګونو پایلوچانو کي کوم یو نیم ښه سړی پیدا سوي وي دا پر ټولو پایلوچانو باندي عام دلالت نه کوي.

یوه خبره مو باید په یاد وي چي پایلوچانو هیڅ وخت ځانونه پایلوچ یا لوچک نه بلل؛ ځکه چي دغه ډول نوم د هیچا پر ځان نه لوریږي او دوی ټول لڅي پښې نه ګرځیدل او د چا چي وس رسیدی هغوی ښې جامې اغوستلې. د پایلوچ او لوچک نوم د کندهار د ښار او اطرافو عادي، نورمال، سنګینو او په اصطلاح آبدارو خلکو هغوی ته د دې لپاره ورکړی وو چي دغه طایفه خلک له ځانونو څخه بیل کړي؛ ځکه چي هغوی ته هیچا په ښه سترګه نه کتل. ایوب احوالدار، ګامو ایوب او ګردی احوالدار د پایلوچانو لومړی نسل بللای سو. ما چي د خپل اخښي ساقي محمد اعظم څخه، چي په ځواني کي د مشهور ګردي امان الله ډیر نیژدې ملګری وو، پوښتني کړي دي، معلومات یې تر ایوب احوالدار نه تیریدل؛ یا ښایی د ده حافظې او معلوماتو همدومره مرسته ورسره کوله. بنګ حبیب الله، فراري حسنو، احمد اخوندزاده او … د پایلوچانو دوهم نسل دی. ما د دوی په باره کي چنداني بدي کیسې نه دي اوریدلي؛ خو داسي کارونه یې باید کړي وي چي د سرکار بندیخانې یې کاټ کړي اووهل ډبول یې لیدلي دي.

غونډۍ حاجی لطیف دی په ځان کلک دی حسنو

احمد اخوندزاده خلکو سنګړه ده د غرو

د فراري حسنو په باره کي مي ځیني ښې کیسې اوریدلي دي او ویل کیدل چي د شپې د ښار څخه دباندي مځکو کي ګرځي او ډیر ځله یې دغلو او بدماشانو څخه خلک ژغورلي دي. دغه راز دوه احمد اخوند زاده لرو. یو هغه احمد اخوند زاده دی چي زما په وړوکوالي یا ښایی زما تر زیږیدلو مخکي نیول سوی او غرغړه سوی وي. لاري او درې یې نیولې او د فرهنګ عمید د تعریف په اساس ریښتونی عیار وو. دوهم احمد اخوندزاده، چي په سندره کي ستایل سوی دی، د مشهور عالم او خطیب  عبدالخالق اخوندزاده زوی او د مشهور عالم، خطیب او شاعر ملا عبدالباقي کاکړ، چي د کندهار له افتخاراتو څخه دی او د تهذیب الواجبات لتخریب العادات، مغتنم کتاب، مولف دی، لمسی دی. د احمد اخوندزاده د پلار او زما د پلار د تجارتخانو ترمنځ درې دوکانه فاصله وه. احمد اخوندزاده به زیاتره وخت د پلار سره په دوکان کي ناست وو، غټ، غنم رنګه ښایسته سړی وو. نري نري بریتونه یې وه، ږیره یې ګڼه نه وه او ډیر زیات لاس یې ورسره ګرځاوه؛ وړې خړي سترګي  یې وې. بې اندازې پراخ سپین کالي یې اغوستل. د سپیني خاصې لنګوټه یې په داسي ډول تړل چي نه د ښار عادي خلکو ته ورته وه او نه د پایلوچانو رقم وو بلکه د ده خپل خاص غوره کړی طرز وو. تل به یې دوبیلۍ موچڼه په پښو کوله. که څه هم چي ما یې د جنګونو، غلاوو یا نورو بدو کارونو په باب څه نه دي اوریدلي خو ناسته ولاړه یې زیاتره د ښار له پایلوچانو او بدو خلکو سره وه ځکه یې نوم په سندرو کي راغلی دی.

یوه خبره چي زه یې د پایلوچانو په باره کي د خپلي ادعا د اثبات لپاره کوم او پر دې خبري ټینګار کوم چي هغوی د کندهار په تاریخ کي داسي پدیده نه وه چي د هغه ښار او شاوخوا په پخوانیو یا وروستینو شرایطو کي یې مثبته اغیزه کړې وي هغه دا ده چي په نولسمه پیړۍ

کي ډیرو پوهو انګریزانو د افغانستان په باب ډیر زیات کتابونه ولیکل او ډیر ژور تحقیقات یې، چي تر اوسه پوري ګټه ورڅخه اخیستله کیږي وړاندي کړل. الفونسټن، راورټي، ډاکټر بیلیو، چارلزمیسن، موهن لال، الیکزانډربرنس، فیریه، توربرن، سرجان کې، جي پي ټیټ او نورو زیاتو څیړونکو او صاحب منصبانو ډیري ژوري لیکني وکړې. که پایلوچانو د یوې موثري اجتماعي پدیدې یا حرکت په توګه یا تر دوی مخکي او یا د دوی په زمانه کي وجود درلودلای نو د دې سترګه ورو لیکوالانو څخه پټ نه پاتیدل او په یوه نه یو ډول یې یادونه کوله؛ خو موږ یې په یوه کتاب کي نوم قدر هم نه دی لیدلی.

 د بلي خوا په ۱۹۹۲ کال کي، په افغانستان کي د کمونیسټانو د حکومت د سقوط سره سم، د کندهار د چارو واګي پایلوچانو ته په لاس ورغلې. خړ، د خاله زوی، آس ګلو، ډانګ ماسدیک، کمیس عبدالحکیم او … قدرت ته ورسیدل. البته دا هغه پخواني پایلوچان نه وه چي د پولیسو له ډاره به د ښار څخه دباندي پټ ګرخیدل، بلکه اوس یې هم قانوني قدرت په لاس کي وو او هم یې د مقدس جهاد لایسنس درلود. دوی هغه مجاهدین وه چي عوامو یې، پوره څوارلس کاله، د روسانو او کمونیسټانو د کفري رژیم څخه د خلاصون لپاره، د بري غوښتنه کوله،او هم يې په کورونو او هم په جوماتونو کي د دعا لاسونه ورته پورته کړي وه. د کندهار د خلکو دعاوي قبولي سوي وې؛ نور به دوی څه ویلي وای. پایلوچان بیخي په بدل لباس راغلي او مسلط سوي وه. توري خیرني چټلي څوڼي ، چی پر اوږو به یې پرتې وې. خیرني جامې، چي په میاشتو به یې مینځلي نه وې، او له سهاره ترماښامه به د چرسو او شرابو په نشو کي ډوب وه، په ښار ورننوتل. د هغوی د ناتار او ناورین شپې ورځي، چي کندهار نه په ژوند کي لیدلي وې او نه یې ښایی بیا وویني، د ټولو خلکو په یاد دي. د پایلوچانو په پاچهي کي نه د چا سر، نه ناموس او نه مال خوندي وو.  له دوی څخه مخکي پایلوچانو نسل، چي محمود نظري یې په ډیر افتخار د وحشت او جهالت خیالي کیسې لیکلي او اسدالله زړه سواند یې ټول مضمون په خپله مقاله کي را نقل کړی دی، تر دوی بهتر نه وه او له هغوی څخه مخکي پایلوچ نسل او نسلونه ټول د وحشت او جهالت نمایندګي کوي. د هغوی هیڅ کردار، په افتخار څه چي، په یادولو نه ارزي. او د کندهار خلک باید د طالبانو دا خدمت هیرنه کړي چي د تل لپاره یې د افتخاراتو هغه ډک ښارته د دې بلا څخه نجات ورکړ؛ اوس په کندهار کي کږې بګړۍ او کاږه تګونه نه لیده کیږي.

 که څه هم چي زه د ملي افتخاراتو په برخه کي د ښار او سیمي د نامه له یادولو سره مخالف یم او د هر ښار او سیمي افتخار د ټول افغانستان افتخاربولم؛ خو څرنګه چي د پایلوچانو په مسله کي په مشخصه توګه د کندهار موضوع مطرح کیږي نو باید ووایم چي کندهار د افتخاراتو ښار دی. د جاهلو پایلوچانو پر ځای، چي زه خوشاله یم نور په کندهار کي نسته، باید په میرویس نیکه، میوند، پاني پټ، احمد شاه بابا، شمس الدین کاکړ، میرزا حنان بارکزي، مهردل خان مشرقي، حبیبي صاحب، کاکا سیداحمد، حبو اخوندزاده، عبدالواسع اخوندزاده،محمد ګل نوري،  ویښو زلمیانو او اوسني ژوندي فرهنګ او ښایستو زلمیانو او پیغلانو فخر وکړو.

عیاران: هغه څوک چي ډیر ګرځي راګرځي، هغه څوک چي بیکاره وي او چټي ګرڅي راګرځي، چالاک، چټک او زړه ور سړی. په دوهمه هجري پیړۍ کي عیار هغه چاته ویل کیدی چي د کاروانونو لاري به یې وهلې. ځینی عیاران ډیر زړه ور او د ځوانمردانو اخلاق یې درلودل او په ژوند کي یې خاص اصول درلودل او کله کله به یې د پردیو حکمرانانو پر ضد ښورښونه کول. یعقوب بن لیث صفار هم د عیارانو له ډلي څخه وو او د عیارانو په مرسته یې د صفاریانو سلسله منځته راوړه. ( فرهنګ عمید)

پخوانیو مورخینو تقریبا ټول ښه انساني صفتونه عیارانو ته منسوب کړي دي. عیار باید زړه ور، میړه او په هر کار کي صابر وي. پر وعده ټینګ وي، باناموسه او په زړه پاک وي. د خپلي ګټي لپاره هیچاته تاوان ونه رسوي. بندیان ونه زوروي او له بندیانو او بیچاره ګانو سره مرسته وکړي. بدان پرې نه ږدي چي نیکانو ته تاوان ورسوي. ریشتیا واوري او ریشتیا ووایی. نمک حرامي ونه کړي، هر عمل لومړی پر خپل ځان قیاس کړي، او د نیکی په مقابل کي بد ونه کړي، او د بل ښځو ته په بد نظر ونه ګوري. (قابوس نامه ص ۲۴۷)

 د عیارانو نوم ځکه یادوو چي زموږ مورخینو د کابل کاکه او د کندهار پایلوچ ته د یعقوب بن لیث او صفاریانو په بحث کي اشاره کړې ده، چي د عیارانو د سلسلې د قدرت لومړنی او وروستنی ښکارندوی دی. مرحوم غبار خو دونه احساساتي کیږي چي عیاران نه یوازي د پردیو یرغلګرو په مقابل کي د مبارزې مخکښان بولي بلکه زیاتوي چي هغوی د ملاکانو د زور او ستم پر ضد مبارزه کوله. البته کله چي یعقوب لیث او عمرو لیث قدرت ته ورسیدل له نورو ټولواکانو او مستبدینو سره یې ډیر لږ توپیر درلود. هغوی خپل ټول وخت په فتوحاتو، لښکرکښیو او د خزانو په جمع کولو تیر کړ، او نور یې تقریبا هیڅ ونه کړل. په تواریخو کي هم د دې دوو وروڼو د اجراآتو په باره کي یا ډیر لږ معلومات راغلي او یا د نشت په اندازه معلومات لرو. څرنګه چي د دوی په دربارونوکي تاریخ نه دی لیکل سوی نو هغه پخواني تاریخي متون چي د یعقوب بن اللیث د لومړني ژوند او قدرت ته د رسیدلو په باره کي معلومات راکوي دومره سره مخالف او متناقض دي چي سړی مجبور دی د ټولو تاریخي متونو څخه څو څو کرښ راواخلي، سره پیوند یې کړي او یو متن ورڅخه جوړ کړي. په تاریخ سیستان کي، چي د صفاریانو په باب معلومات راکوي، او ډیرو زیاتو مورخینو استفاده ورڅخه کړې ده، هم یوازي قدرت ته د هغوی د رسیدلو او فتوحاتو په باره کي خبري راغلي دي. تاریخ سیستان د یعقوب بن لیث او عمرو لیث پر خویونو او خصلتونو باندي د بحث په ترڅ کي د یعقوب بن لیث پر دینداری، سخا او عدالت باندي ږغیږي، او وایی چي یعقوب ډیر سخي وو؛ هیڅ وخت یې تر پنځه سوه او زر دیناره کم بخشش نه کاوه او لس زره، شل زره، پنځوس زره ، سل زره دینار او درم یې خلکو ته ورکړي دي او عبداله بن زیاد ته یې، چي له ده سره ملګری سو، پنځه سوه زره دیناره ورکړل.( تاریخ سیستان ص ۲۶۳) یعقوب بن لیث د یوه مسګر زوی وو. په لومړۍ ځواني کي یې د لارو په نیولو او کاروانونو په وهلو ګوزاره کوله. د بخشش او عطا لپاره يې دا په میلیونونو دیناره د نورو د خزانو د لوټلو او هغو لښکرکښیو او چور او تالان څخه ترلاسه کړي وه چي ښایی په لس هاووزره او حتی په سل هاوو زره بیګناه انسانان به پکښي قتل سوي وي. یعقوب د خپلي پاچهی ټول کلونه په جنګ، چور او تالان تیر کړل. په هر ځای کي چي د خزانو او مالونو په باب خبر ورته ورسیدی هغې خواته یې حرکت وکړ او مالونه یې په زور او ظلم ترلاسه کړل.( تاریخ ګزیده ص ۳۷۲)

یعقوب بن اللیث د خپل قدرت په وخت کي، د بل هر ورانکار او مستبد سلطان په څير، هغه قلاوي چي لویو فاتحینو نه سوای فتح کولای، وراني کړې، بیرته یې آبادي کړې او زندانونه یې ورڅخه جوړ کړل( مسالک وممالک ص ۱۰۵) یعقوب او عمرو د قدرت په وخت کي ډیر جابر او قهرجن وه او چنداني یې دښمن ته بخښنه نه کول. دښمنان به یې زیاتره د خپلو ټولو طرفدارانو سره وژل( هغه کتاب ۱۲۵) حتی درهم بن نصر، چي یو وخت د سیستان حکمران وو، او یعقوب ته یې سپه سالاري ورکړې وه؛ کله چي یعقوب د سیستان قدرت ورڅخه ونیوی او هغه عباسي دربار ته پناه یوړه او یو وخت بیرته د عباسي خلیفه د استازي په توګه د یعقوب دربارته ورغی یعقوب هغه وواژه( هغه کتاب ص ۱۹۸)

یعقوب بن اللیث بن معدل د سیستان د قرنین د کلي اوسیدونکی وو او کله چي ښارته راغی نو مسګري یې شروع کړه، او د میاشتي په پنځه لس درهمه مزدور وو. څرنګه چي په دې لږ مزدوري یې قناعت نه سو کولای نو عیار سو او غلا او لارو نیولو ته یې مخه کړه.( تاریخ ګردیزي ص ۳۰۴) کرار کرار یې ډله ډیره غټه سوه او د بست د عیارانو مشر سو. وروسته د سیستان د حاکم صالح بن نصر کناني، چي تاریخ ګردیزي یې نصر بن صالح لیکي، په خدمت کي شامل سو. هغه د خپلو لښکرو سپه سالاري ورکړه. لږ وروسته یې صالح له قدرته لیري کړ. صالح وتښتیدی او د اوسني قندهار په شمالي سیمو کي د یعقوب د لښکرو لاسته ورغی. یعقوب هغه بندي کړی او په بند کي مړ سو. یعقوب بن اللیث د سیستان مستقل حکمران سو او له دغه ځایه څخه یې هري خواته فتوخات پیل کړل. د ده له ښې طالع، د اسلام د خلافت د مرکز بغداد په شمول، هري خواته واړه او لوی حکومتونه داسي کمزوري وه چي تر یعقوب له واړه قوت سره یې هم مقاومت نه سو کولای. د یعقوب مټي له هري فتح سره غښتلي کیدل او د امپراطوری لمن یې ورځ په ورځ دونه پراخه سوه چي له خلیفه سره یې ویره پیدا کړه.

یعقوب بن اللیث د خپلي پاچهی په لومړیو دوولسو کالو کي له ټولو جنګونو څخه بریالی را ووت او بالاخره يې په سر کي د اسلام د خلافت د مرکز بغداد د نیولو هوا پیدا سوه. د شیراز د نیولو څخه وروسته یې تقریبا ټول فارس تر لاس لاندي سو خو د خلیفه المعتمد د ورور الموفق په مقابل کي یې د حلوان په جنګ کي ماته وکړه او خوزستان ته وتښتیدی. دوه کاله وروسته یې بیا د بغداد د نیولو عزم وکړ. کله چي خلیفه خپل استازی ور واستاوه او ورته وې ویل چي په تیر ځل کي زموږ قدرت درمعلوم سو نو باید چي توبه وکړې او زموږ له مخالفت څخه لاس واخلې او د خراسان په باچهی قانع سې نو یعقوب په جواب کي ورته وویل چي زه د یوه نجار زوی یم؛ د خپل بازو او همت په زور مي ځان تر دغه ځایه را رسولی دی او چي تر څو مي خلیفه را پرزولی نه وي آرام به ونه کړم. که مي دا مرام تر سره سو خو واوا او که نه وي نو پیاز او ډوډۍ او د نجاری کسب زما څخه څوک نه سي اخیستلای. ( تاریخ حبیب السیر جلد دوم ص ۳۴۷) یعقوب بن لیث په ۸۷۸ کال کي په جندیشاپور کي د قولنج د ناروغی له امله وفات سو او په خزانه کي پنځوس میلیونه درمه او اته سوه زره دیناره نغد ورڅخه پاته سول. ( مروج الذهب جلد دوم ص ۶۰۱) د هغه ورور عمرو بن لیث، د خلیفه المعتمد د زړه د ترلاسه کولو لپاره، هغه ته، د احمد بن عبدالعزیز بن ابي دُلف له لوټلو خزانو څخه ډیر زیات سوغاتونه واستول. په دې کي څه باندي درې سوه زره دیناره ، پنځوس منه مشک، پنځوس منه عنبر، دوه سوه منه عود، درې سوه نقش و نګار لباسونه ، د سرو زرو او سپینو زرو لوښي ، څاروي او غلامان شامل وه .( روضته الصفا ص ۵۴۰) یعقوب بن لیث د خپل یوه رقیب حسن بن زید علوي سره د جنګ لپاره د ډیرو زیاتو پوځیانو سره روان سو، خو مخکي له هغه چي د حسن بن زید سره مخامخ سي، د سختو بارانونو د اوریدلو له امله یې، چي څلویښت ورځي او شپې یې دوام  وکړ، څلویښت زره عسکر تلف سول او بیرته ستنیدلو ته مجبور سو.( روضته الصفا ص ۵۳۸)

موږ ګورو چي یعقوب بن لیث او عمرو بن لیث د څه کم څلویښتو کلونو قدرت په زمانه کي د جنګونو، ښارونو لاندي کولو او خزانو د لوټلو پرته بل هیڅ کار نه دی کړی؛ او د قدرت په زمانه کي یوه شیبه هم، د مرحوم غبار د ادعا په خلاف، د ملاکانو څخه د غریبانو د حقوقو د اخیستلو غم ورسره پیدا سوی نه دی. د هغوی جنګونو، د نورو لویو فاتحینو په څیر د قدرت د قلمرو د پراخولو، خزانو د لوټلو او غلامانو او بندیانو د زیاتولو بل هدف نه درلود. هغوی ټول جنګونه د اسلام په قلمرو کي وکړل؛ دواړو خواوو ته مسلمانان، او زیاتره بیوزلي او غریب خلک،  وژل کیدل.ګواکي عیار زموږ د مورخینو او قابوس نامې د لیکوال د ادعا په خلاف ملایکه نه ده. منتهی د عیار ژوند باید پر دریو مرحلو وویشل سي. عیاران، چي معمولا جسما قوي خلک وي، په لومړي سر کي عادي غله وي. کله چي د وخت حکومتونه د بې ادارګی او کمزوری له امله نه په ښارونو کي د خلکو د کورونو او مالونو امنیت تامین کړای سي او نه په لویو لارو کي د تجارتي کاروانونو او خزانو د ساتلو غم وخوړلای سي نو د غلو ډلي منځته راسي او کله کله د غلو کوچنۍ ډلي یو مشر وټاکي او یوه سیمه داسي ترلاس لاندي کړي چي کمزوری حکومت یې ورڅخه اخیستلای نه سي. کله چي د غلو د ډلي مشر د حکومت دغه ډول کمزوري وویني نو د لوی مشرتابه او حتی د پاچهی هوا ور ولاړه سي. په دغه وخت کي نو د هغه د ژوند دوهمه مرحله پیل کیږي. هغه ځانته د یوه عادي غله په سترګه نه ګوري، بلکه د یوه راتلونکي مشر او پاچا په حیث په خپل سلوک کي تغیر راولي. کله کله له نیستمنو او مظلومانو سره مرستي کوي، خلکو ته پیسې ورکوي، له ظالم څخه د مظلوم حق اخلي او ضمنا په نیژدو او لیري ځایونو کي د ځان او ملګرو د ښېګڼو په باب تبلیغات او پروپاګنډ کوي. کله کله د غلو د ډلي له دغه مشر سره، چي په دغه وخت کي قومي مشر ورڅخه جوړ سوی وي، بخت یاري وکړي او د وخت حکومت د امنیت د خوندي کولو لپاره پوځي مشرتوب ورکړي. یعقوب بن لیث ته صالح بن نصر سپه سالاري ورکړه او هغه بالاخره قدرت ورڅخه ونیوی. نادرشاه افشار ته، چي د یعقوب بن لیث په څیر، په لومړي سر کي، یو غل وو، طهماسپ صفوي د پوځ مشرتوب ورکړ او بالاخره یې طهماسپ وواژه او پخپله پاچا سو. حبیب الله کلکاني هم، چي خلیل الله خلیلي یې د خراسان عیار بولي، په لومړي سر کي یو عادي غل وو. ملک محسن د خپلو رقیبانو او دښمنانو د وهلو او ډارولو لپاره کار ورڅخه اخیست. وروسته یې ولیدل چي مرکزي حکومت نه لاري ساتلای سي او نه حتی د خپلو اولسوالیو او حکومتي ادارو او مرکزونو ساتنه کولای سي نو ځکه د پاچهی هوا ور ولاړه سوه. طبیعي خبره ده چي په دغه مرحله کي به یې له ډیرو خلکو سره ښه کړي وي او خلکو به هم د یوه ځوانمرد په سترګه ورته کتلي وي.

   خو دا درې واړه مشران چي قدرت ته رسیدلي دي یوه شیبه یې د بیوزلانو او مظلومانو په باره کي فکر نه دی کړی او هر څه یې د ځان لپاره غوښتي دي. یعقوب بن لیث او نادرشاه افشار ته د لویو امپراطوریو د جوړولو او فتوحاتو زمینه برابره سوه او چي څه یې کولای سوای هغه یې وکړل.خو حبیب الله کلکانی په یوه کمزوري هیواد کي قدرت ته رسیدلی وو او ایله نهه میاشتي یې په کابل کي لړزانه پاچهي وکړه. د همدغه لنډ او لړزانه قدرت په زمانه کي یې هغه جنایتونه وکړل چي د افغانستان خلکو یې په خپل تاریخ کي ساری نه وو لیدلی. ؛ تر څو چي د مجاهدینو د قدرت په زمانه کي د حبیب الله کلکاني جنایتونه په لس چنده زور او شدت تکرار سول.د یعقوب بن لیث او عمرو بن لیث د اجراآتو په باره کي، په تاریخي کتابونو کي، ډیر زیات معلومات نسته خو د نادرشاه افشار د لیوني استبداد او قتل عامونو په باره کي په ډیرو زیاتو تاریخي کتابونو کي موثق تفصیلات راغلي دي. د حبیب الله کلکاني د قدرت په نهه میاشتنی دوره کي د هغه ورور حمیدالله، د کابل والي ملک محسن او صدراعظم سید حسین او د هغه د نورو لویو قوماندانانو د جنایاتو په باره کي د تفصیلاتو تکرار ځکه بیځایه دی چي د یوه مضمون تر حوصلې وتلی کار دی.

   درې واړه غریب او نیستمن وه. درې واړه جسما قوي خلک وه؛ درې واړه په لومړي سر کي غله او په پای کي قدرت ته ورسیدل. درې واړه بیسواده وه؛ او یعقوب بن لیث خو د بیسوادی ترڅنګ دونه بیخبره وو چي عثمان بن عفان یې نه پیژاند او په دې خبر نه وو چي شیعه ګان ولي هغه ته بد وایی( روضته الصفا ص ۵۴۰)  دغه ډول کسانو که په ژوند کي څه ښه کړي دي نو هغه یې د غلا او داړه ماریو په دوهمه مرحله کي کړي دي. البته یوه کیسه به ریشتیا وي او شل به وروسته ایجاد سوي او یا په هغه وخت کي ورپوري تړلی سوي وي. د یعقوب بن لیث او عمرو بن لیث په دربارونو او د هغوی د سلطنت په نورو مرکزونو کي تاریخونه او کتابونه نه دي لیکل سوي او د هغوی د ژوند په باب زیاتره اطلاعات افسانوي شکل لري. خو له نیکه مرغه چي د نادر شاه افشار او حبیب الله کلکاني په باب، د سالم قضاوت لپاره، ټول موثق تفصیلات موجود دي. د یعقوب بن لیث او د هغه د زمانې د عیارانو په باب لیکني او قضاوتونه د هغه له زمانې څخه پیړۍ پیړۍ وروسته سوي دي او ځکه نو زیاتره لیکني او کیسې افسانوي رنګ لري. زموږ د وروسته مورخینو قضاوتونه پر دغو افسانو ولاړ دي. ځکه نو عیارانو ته د ملایکو په سترګه ګوري او زموږ مورخ مرحوم غبار یې حتی د ملاکانو او فیوډالانو په مقابل کي را ولاړ سوی تحریک بولي او د مظلومانو او بیوزلانو د مدافعیو په سترګه ورته ګوري. خو له نیکه مرغه چي د نادرشاه افشار او حبیب الله کلکاني په باب، چي ځان یې خادم دین رسول الله باله، دغه راز  افسانې ځکه ځای نه سي نیولای چي مورخینو او لیکوالانو د هغوی ټول جنایتونه د سر په سترګو لیدلي دي هغه یې لیکلي او وروسته چاپ سوي دي.

که زموږ د مورخینو قضاوتونه یوازي د عیارانو په باب وای نو چنداني پر وا به یې نه کولای. د تاریخي اشخاصو، پیښو او تحریکونو په باره کي راز راز اطلاعات او نظرونه موجود دي. سړی نه سي کولای چي هر نظر جلا جلا رد کړي. خو کله چي هغوی هم عیارانو ته د ملایکو به سترګه وګوري او بیا هغه د ملایکو ټول صفتونه د کابل کاکه ګانو او د کندهار پایلوچانو ته، چي تقریبا هیڅ ښه صفت نه لري، ورکړي؛ او په راتلونکي کي زموږ د بل نسل یا نسلونو د ګمراهی سبب کیږي نو سړی یو څه لیکلو او جواب ویلو ته مجبوریږي.

 مأخذونه

۱ افغانستان در مسیر تاریخ، میرغلام محمد غبار( دولتي مطبعه، کابل افغانستان،۱۹۶۷)

۲  افغانستان بعد ازاسلام، پوهاندعبدالحی حبیبي، بخش دوم جلد اول(طبع دوم، کابل ۱۳۵۷ شمسي)

۳ روضته الصفا، محمد بن خاوند شاه بلخي( تهذیب و تلخیص ډکټر عباس زریاب،چاپ دوم ۱۳۷۵ تهران)

۴ تاریخ حبیب السیر، خواند امیر،( جلد دوموچاپ چهارم ۱۳۸۰ تهران)

۵      قابوس نامه، عنصرالمعالي کیکاووس بن اسکندر بن قابوس بن وشمګیر بن زیار (تهران ۱۳۷۳)

 ۶   تاریخ ګزیده، حمدالله مستوفي( موسسه انتشارات امیر کبیرو تهران ۱۳۶۲)

۷    تاریخ سیستان، تالیف درحدود ۴۴۵- (۷۲۵ چاپ دوم، تهران ۱۳۶۶)

۸    مروج الذهب و معادن الجوهر، علي بن حسین مسعودي( جلد دوم، تهران  ۱۳۸۷)

۹   تاریخ ګردیزی،ابو سعید عبدالحی بن ضحاک ابن محمود ګردیزي( چاپ اول، ۱۳۶۳، تهران، چاپخانه ارمغان)

۱۰    مسالک وممالک، ابواسحق ابراهیم اصطخري( چاپ اول، ۱۳۴۷، تهران شرکت انتشارات علمي و فرهنګي)

۱۱ فرهنګ عمید

15 COMMENTS

  1. ملا ميوند آخوند

    اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    زه له ښاغلي عبدالباري جهاني صيبه د زړه له کومې مننه کوم، چې دغه مفصله او له عبرته ډکه ليکنه کړې ده، چې ځوان نسل بشري ارزښتونو او انساني کرامت ته واړوي او د ټولنې هغه ناوړه پديده په ګوتو کړې چې نښې يې د ټولنې په ډېرو سيمو کې ليدل کېږي.
    ما دغه ليکنه په پوره حوصله، صابر زړه او ورين تندي ولوستله او زموږ د ټولنې د سمونتيا لپاره يې ډېره غوره ليکنه ګڼم.
    د ښاغلي کاکړ صيب تبصره مې هم بل خای ولوستله، چې ځينې نغوتې يې درلودلې، مګر بايد ياده شي، چې تل د دې اړتيا نه موندل کېږي، چې د ټولنې منفي پديدې يادې شي، ځکه زموږ يو متل دی، چې وايي: په مرداري کې لرګی وهل د مرداري پويونه پورته کوي، مګر دغه ليکنه ځکه پر ځای ده، چې زموږ ځوان نسل د خپلو ناخبرو احساساتو په شاليد کې يوې منفي پديدې ته مثبت پوړنی ورآغوندي، چې د نسلونو د ګمراهي سبب کېدلی شي، نو ښاغلي جهاني صيب د دا ډول پديدو ښه سپړنه کړې او هر اړخ يې واضح کړی دی، چې د افغانستان په ننيو شرايطو کې هم لاسپوڅې اداره د سپکو عيارانو په لاس کې ده، مګر رسنۍ او ليکوالان يې دلالان دي، چې موږ ته يې په ښو څېرو کې راپېژني! د نننيو عيارانو په دولتداري کې په هرات کې په کال کې تر ۳۰۰۰ مېرمنې ځانونه په اور کې لمبه کوي، په جوزجان کې ليا پرون يوې پېغلې ځان وژلی دی، د هېڅ انسان نه ناموس، نه اولاد او نه هم شتمني محفوظ نه دي او د ظلم مېچن په خلکو چلېږي، مګر تاريخ به بيا دوی ليکي، چې عياران دي!!!
    له ښاغلي جهاني صيبه يوه نړۍ مننه
    معه سلاموکم الاهلول مسلمون
    ملا ميوند آخوند

  2. جهاني صاحب! ستاسو په لیکنه مي زړه ارام سو. زموږ ځني ځوانان یواځي لیکل خلګو ته خذمت ګڼي، خو دې ته یې پام نه وي چي بې شعوره لیکني، ټولنه نوره هم ګډه وډه کوي.
    جهاني صاحب شکر دی چي تاسو غوندي د ګوتو په شمېر لارښوونکي لا لرو او موږ د ګمراهۍ څخه ساتی. خدای دي اوږ عمر در کړي.

  3. اسدالله جان به دغه کار مشرانو ته پرېښی وای او پخپله به یې د خپل وخت مطابق کوم نړیوال اثر ترجمه کړی وای یا به یې د نړیوالو موادو پر بنسټ ټولنې ته څه وړاندې کړي وای. ما خو چې د جهاني صیب لیکنه ولوسته، اسد ته مشوره ورکوم چې خپل چاپ شوي کتابونه دې د اطلاعاتو او کلتور د رییس په مرسته بېرته ټول کړي او اور دې ورواچوي ځکه چې دا د پښتنو تاریخ خرابوي.

  4. شکر جهانی صیب چې تاسو هم د پایلوچانو ماهیت او حقیقت درک کړیدی.

    زه خو ستاسو هغو سندرو لیونی کړم چې د کندهار د یاغیانو او پایلوچانو به دې ځان صدقه کاوه

  5. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    اې کندهاره د زمرو وطنه، زما د سرکشو پښتنو وطنه!
    درنو هېوادوالو او افغانانو! ښاغلي جهاني صيب په خپلو يو شمېر ملې اشعارو کې د افغاني يا پښتني سرکشي، سر شيندنې او داسې نور ياد کړې دي، مګر دغه ټولې څرګندونې او شننې د دې معنی نه ورکوي، چې ګواکې زموږ ټول کندهار پايلوچان دي، مګر نه زموږ ټول کندهار له نورې افغاني سيمې د مېړنو، باتورو او نازو آناګانو او ملالو ټاټوبی دی، نو موږ د دې حق نه لرو، چې د خپل ملت زعيم خلک له پايلوچانو سره پرتله کړو او يا يې کړه وړه برابر وښيو!
    زموږ په پښتنو کې ډېرې تاريخي څېرې شته دي، چې هم يې بغاوت کړی او هم يې سرکشي کړې، مګر بيا يې هم د ملت مشعل روڼ ساتلی، چې د مرحوم علامه حبيبي ژوند يو ځلې وڅېړی، چې هم يې تبعيد تېر کړی او هم ظلم، مګر بيا يې هم شخصيت هېچا مات نه کړ او قلم يې داسې وکارولو، چې نن سبا يې تر سلهاوو کتابونه موږ ته پرېاېښي دي، چې د ځوان نسل لپاره يې د ژوند او عبرت څلی جوړ کړی دی.
    رېښتيا بايد ياد شي، چې زموږ د ملت بشري لاسته راوړنې د څو تنو پايلوچانو قرباني نه کړو، مګر زموږ د ژوند ټولنيز ذهنيت دی، چې د عدالت لپاره هم سرکشي کړي او هم سرشيندنه، چې افغاني کرکټر يې ګڼلی شو.
    معه سلاموکم الاهلول افغانيون
    ملا ميوند آخوند

  6. ګنډری صاحب سلامونه می قبول کړه.ما لومړی د جهانی صاحب لیکنه ولوستله او ورپسی می داسدالله جان چی کوم کنفرانس ورکړی وو ولوستل. بی له شکه چی نیمګړتیاوی پکشی وی خو ډیر ګټور شیان هم پکشی وو چی محترم اسدالله راټول کړی وو او زحمت یی باسلی وو په هر صورت باید موږ د اسدالله زحمت ته د قدر په سترګه وګورو او لا یی تشویق کړو چی په راتلونکی کی نور معلومات راټول کړی ما او تا خو غیر له یو تبصری نور هیڅ هم نه شو کولای. نو که تاسو بیا اسدالله ته وایی چی ټول لیکلی کتابون د وسوځوه ډیر بی انصافه یاست، که اسدالله خپل ټول کتابونه وسوځوی بیا نو مهربانی وکړی هغه کتابون چی تا لیکلی دی موږ ته یی نومونه راولیږه چی موږ تری ګټه پورته کړواو ویی لولو..
    هیله ده چی زړه د هم بد نه شی

  7. .ګران مشر جهاني صاحب ته ګېډۍ ګېډۍ سلامونه وړاندي کوم !
    څو ورځي مخکي د کرزي لمړي مرستيال فهيم ، د ولسي جرګې غړي او تالار په سپو تلاښي کړ،او ورسته فهيم د ځان د سپيناوي لپاره دا پړه پر امنيتي ارګانو تاوان کړه ،او وې ويل چي زه خو يو اعيار انسان يم ، دا کار ما ندی کړی دا امنيتي ارګانو کړيدی.
    ګران مشر جهاني صاحب پخپله ليکنه کي د پايلوچانو په هکله دومره په زړه پوري حقايق او د سترګو ليدلی حال ليکلی دي چي نور نو هيڅ ليکوال ته د پايلوچانو د صفت کولو مجال نه پاته کيږي.
    بلې : شخصا ماته د پايلوچانو ژوند ډير ښه را معلوم دی،چاړه،خنجر،نيره،برينده،سيلاوه،توپک،توپنچه ،خالونه ،داغونه، لښتي ،اورونه،چرس،غلا،مړي… د پايلوچانو صفات وه،دکوڅو کوچني هلکانو به د دوئ(پايلوچانو ) دغه منفي اعمال ذده کول او پر لاسونو به ې اورونه ايښول ،پداسي حال کي چي اهل وصالېح کوچنيانو به کيميا،بيالوژي،فزيک او رياضي … او د مسجيد کتابونه ويل. موږ ټول پوهيږو چي پايلوچي ښه صفت نه دی ،خو ټول چوپ يو ، او ځيني خو دومره زړه ور سي چي په پايلوچي وياړ کوي ،او خپل ګران وخت د پايلوچانو په صفتونو ليکلو ضايع کوي. په اوسني حکومت کي اکثره د پايلوچانو کورنۍ پر قدرت ناست دي ، زما په نظر دغه ډول ليکوالان بايد د جهاني صاحب د پورته ليکني څخه ډير څه ذده کړي.
    جهاني صاحب ! تاسو په افغاني ټولنه کي د لوړو شخصيتو څخه يو نوموتی شخصيت ياست ،ستاسو ليکنه ،ستاسو خبره ډيرو روڼ اندو ته د منلو وړ ده .
    تاسو ډير پر ښه وخت د پايلوچانو او عيارانو خيالي کيسې د خدای و راستي ميدان ته را وېستلې، کنه نو سل کاله وروسته به ولسونو پدې خيالي قهرمانانو پسي نوري خبري هم جوړي کړي وای.

    خروار يې الم (عالم) بولي ، دی نيک مامد نوميږي
    ځای چي د رښتيا سي ،دی په سره اور ورګډيږي

    په کندهار محبس کي يو روشنفکره بندي راته ويل : په پايلوچانو کي غولترين پايلوچه همدغه خروار (نيک محمد) وو چي هر چا به استعمالاوه،او جنګ به يې په کاوه او ډير ژوند يې په محبس کي تېر سو.
    د جمعه ګل،پستکي،کږخولي نورماد(معلم)،اسامد(قصاب)،عبدالمامد(عسکر)، صوفي فيض الله،بهاوالدين او نورو پايلوچانو ضد بشري اعمال خو موږ او تاسو پخپلو سترګو ليدلي دي .
    د دې پر ځای چي خپل د تاريخ ستوري وستايو ، خپل د تاريخ کثافات ستايو. ځکه نو هر غل او سګوان د قسيم فهيم په شان ځان ښاغلی بولي.

  8. Dear Jahani,
    I Read your entire writing but would like to stay on a different point.
    We all know that in any society there are different dialects of a language but only one method of writing. For example people in England pronounce water as”wota” but Americans pronounce it “waderr” but they all write it WATER.
    In your writing you seem to write Pashto as it is pronounced in Kandahari dialect. Unfortunately now there are writers from the south of Afghanistan who are following this. And Now we have Pashto writing split in two ways.
    I am wondering as a Pashtun how the next generation will remember you and your legacy. The one who pulls the strings of people’s heart with beautiful poetry or the one who created even more disparity in a hardly ever united nation. Our next generation will spend time on whose writing is correct rather than spending it on catching up with the rest of the world. THANKS!

    • ګرانه محترمه وروره
      که تاسې د بشتو سره دومره محبت لرۍ نو ولې مو به انګلېسې جواب لېکلۍ دۍ.

  9. زما هیله له لوستونکو څخه دا ده چي د لغت د اوسني استعمال سره او دا چي د دې لغت تاریخ او تیر چیري دی ، مغالطه نکړي. اوس اوس کوښښ کیږي چي دا ښاغلی نوم له بدماشانو او ناوړو خلکو سره وتړي ، په داسي حال کي چي دا هغهو افغان سرتیرو ته ویل کیدل چي د ایراني ( صفوي ) نظام پر ضد یی د شپې عملیات یا حملی کولی . دا زموږ د هیواد تر سر تیر سرتیري وه چي په لوڅو او یبلو پښو به یی د فارس او صفویانو ماڼی لړزولی . ګوری ورڼو ! د ایران او بیا د هغوی د کلتوري یرغل په نتیجه کي غواړي زموږ پاک او نامي د ویاړه ډک نومونه زموږ په ژبو کرغیړن کړي . زه دا ستاسو سره منم چي د پایلوچه نوم بیاهغو ویلګردو ته اطلاق سو چي بد بد کارونه یی کول . خو زموږ د هغو هیوادپالو مبارزینو نومونه یی هم د دی بدماشانو له نامه سره وتړل . تاسو رابولم د پوهنوال رسول باوري هغي لیکني ته چي زما د شل کاله پخوا د لیکل سوي ناول ( بنګ حبیب الله ) پر کتاب یی د سریزي په ډول لیکلی ده . په درنښت
    هیله ده چي دا لنډ دلایل ستاسو د قناعت وړ ګرځیدلي وي .
    http://benawa.com/pashto/library/91_bang_habibullah/index.php

  10. سلامونه تاسو ټولو ته وړاندي کوم
    ملګرو او دوستانو نظر ورکول او په عمل کي يو څه کول خورا ډېر توپیر لري
    دا چي اسدالله زړه سواند د کندهار پوهنتون لپاره يو سیمنار چمتو کړي وو او بیا جهاني صاحب ورباندي څه لیکلی وه ،دا په دې معني نده، چي نوي څوانان باید لیکنه ونه کړي،خو ستاسو له ډېرو تبصرو داسی معلومیږي ،چي تاسو په لوي لاس غواړئ څوانان له لیکنو او څېړونو را وګرځوئ.
    له ښاغلی عبدالباري جهاني څخه مي هم غوښتنه دا ده چي د اسدالله زړه سواند د کار د ستایني ترڅنګ يې هغه ته یو لړ لازمي لارښووني کړي وای
    خو په هر صورت،زموږ او ستاسو هڅه باید دا وي چي نوي څوانان لیکلو او څېړونو ته وهڅوو، او بیا مشران باید د هغوي نیمګړتیاوي،ور په ګوته کړي او لازمي لار ښووني ورته وکړي
    هیله ده چي خپله ښاغلی جهاني صاحب چي ډېر احترام ورته لرم ،د ځوانانو د هڅوني لپاره هڅه وکړي
    هیله ده خفه نسئ
    په پوره ادب او میني سره
    میوند اتل\کندهار

  11. !سلامونه هيوادوالو
    مننه له شاغلي جهاني نه چه په زره پوري معلومات يي هيوادوالو سره شريك كرل.

    زموژ په گران افغانستان كي دير جهلي او له دروغونه دك كتابونه او افساني شته چه په ويلو يي سري شرميژي ( بيلگه يي موژ مسلمان يو اعمال او كردار مو د انساني كرامت سره په تكر كي دي(

    الله ج د وكي چه زموژ زوان نسل د تيرو بي احساسو نسلو نه په عبرت راتلونكي نسلو ته لكه د نورو هيوادونو په شان افتخارات پريژدي.
    په هيله ديوالي او سمسور افغانستان

  12. زه د عزیزالله زړه سواند او عبدالباري جهاني ( له دواړو ) څخه مننه کوم چې د ” پایلوچانو او عیارانو ” په اړوند ئې خپلې لیکنې په ډیر زیار او زحمت سره اماده او خپرې کړلې ، ددوی دا کار د پښتو ژبې او لوستونکو لپاره
    ګټور بولم ، مونږ هم ورڅخه ګټه واخسته . د دواړو کار او زیار د قدر او ستاینې وړ دی . اوس نورو درنو څیړونکو ، فرهنګیانو ، ادیبانو او د پوهنتونونو محصلینو ته لازمه ده چې د ” پایلوچانو ” او ” عیارانو ” په هکله څیړنې وکړي ، کره او سم مالومات تاریخ او وروستیو نسلونو ته وړاندی کړي . یوه یادونه لرم هغه داچې ، د جهاني صیب څیړنیزه لیکنه تر ډیره په اسنادو او شواهدو ولاړه ده چې دلیکنی په پایله کې ئې مؤخذونه هم لیکلي دي او دا د مقالې اعتبار زیاتوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب