Homeادبشعرننداره / صفي الله عمرخیل 

ننداره / صفي الله عمرخیل 

د لوړ غره له لوړې څوکې
د خپل ژوند کلي ته ګورم
خړکورونه ،شړیدلي دیوالونه 
یو سپیره باد پرې لګیږي
ښوروي دنګ ،جل وهلي چینارونه
نه دسپیو غپا اورم
نه دچرګو اذانونه
نه دکوم کور له تنوره لوګي خیژي
نه ټپا شته د ډوډۍ د پخولو
ماتې ماتې د دکړکیو ايینې دي
بندې بندې له مودو نه دروازې دي
زنګ وهلي ځنځیرونه
زړشوې برجورې کلاګانې
نه دورځې پکې شور شته
نه دشپې په کې خبرې
په ماښام کې یو دوه کوره
بلوي تت څراغونه
مخامخ دغره لمن کې هدیره ده
په تازه قبرو رپيږي بیرغونه .
عمرخیل
۱۳۹۵ -۹ـ۱کابل . ص، م

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...