د پښتو ادب د هغه مېړني قام ادب و چي په ظالم به يې چيغي وهلې او بې د اتڼ، کاکړۍ غاړو ، مستو ټپو او د اتڼ له نارو چي غرونه به يې لړزول، زموږ بل کار نه وو ، بس موږ ، توپک، نښان، وسيله او مېلمه پالنه به وه.
زموږ په ادب کې د بابا توره او غرور و، خو دغه غاور ادب اوس داسي مظلوم سوی دی چې د بابا توره او توپک يې وغورځوی، قبر په ننوتي او اوس له خېره موږ و دې ته د نذير هنه وال له خلې د ګورستاني ادب نوم ورکړي دي. ماشوم د امن او صباون علامت دي، هر قام په خپلو دغو ګلانو وياړي، خو زموږ په هر کلي کې دغه ګلان وژل کېږي. که د يوه ووژل سي، بل بدبخت او بې شعوره اتڼ ورباندي کوي او دا لا جلا واي چي نن پر موږ اختر دي او که د اختر والا پښتون بچي ووژل سي ،نو بيا دا بل ښاغلي په اتڼ سي.
ولي ظالمانو دخپل ښکلي سباون په خاورې کيدو خوشحاله کېږي، بيا نو پروين ملال، نذير هنه وال، هيله اميد، اسير منګل، عارف تبسم، رازق فهيم، شاکر او ممتاز اورکزي، الطاف خټک، اناهيتا روهي، کاکه خېله، عوام او صابر شینواري، عبدالاحد زيرک، اومان نيازي او داسي ډېر پښتانه ژاړي او زه د دوی په شاعري کې د قبر د توري په پرله پسې ژباړه څه تنګ سم چي ګرسره مي له ژباړي بد اوسي.
دا ښه دي چي خپل قام مي دي کني دغه به مي ويل چي اي څه د لېونو په غوبل ګډ سوي يم ، يه نو موږ لېوني نه وو او څه خو را پېښه ده چي اوس مي قبر جديد علامت دي، نو راسي چي نن نن د ګورکي او نېلسن منډېلا په شان له جزباتو نه بلکه له مغزو کار واخلو چي د خوشحال بابا او غني خان له ښايسته ادبه مي هم ګورستان ورک سي او هم مي ښکلي ګلان چي زموږ سباوون دي، څوک سبا را ختم نه کړي، خبره د فکر او د سباوون د بچاو ده، راځي چي په پوهنه، عدم تشدد او همت ځانونه د نيکه بابا خوشحال، باچا خان او خان شهيد بابا رښتوني لمسيان وګرځوو ، له پرېدو ګيلې پرېږدو ، يو او بل هم نه وغندو او په خپل ګرېوان کې وګورو چي موږ څومره ملامت يو او له بد وخته به څنګه وځو.