جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبجبران خلیل جبران | ژ:عصمت الله زهیر

جبران خلیل جبران | ژ:عصمت الله زهیر

هغه وویل !

روح اور ، او بدن یې ایرې دي ـ

مځکه چي څه مهال ساه بیرون وشړي نو موږ وزیږوـ

او چي څه مهال ساه ځان ته جذب کړي نوموږ ومرو .

انسان د اوښکو امانت دی.

زندګي یوه سوارلي ده ، که یې کوم سست څوک تیزه چلول وغواړي نو دا ځان ورځني بیل کړي او که یې کوم تیز چلنده کرار، کرار چلول وغواړي نو له هغه هم ځان ګوښه کړي ـ

په موږ دواړو کي یو داسي ګمان کوي چي هغه خپل ځان پېژني او د دا بل دا وام دی چي خلک دی پېژني ـ

حیرانونکې خبره ده موږ د خوب سره مینه کوو لاکن له مرګه ډاریږو، حالانکې مرګ د لویو خوشالیو ډک خوبونه لريـ

ځني خلک په غوږو اوري ،ځني د نس په وسیله او ځني د ګریوان له لاري او ځني خلک هیڅ نه اوري ـ

داسي وخت به سبا راسي چي د نوي کهول وګړي به زموږ له اولادونو د نومولو غوټ انکار سي ، لکه نن ورځ چي ځني وګړي د متقدمینو له اولادونو له نومولو انکار دي ـ

تاریخ ځان د هم هغه چا په وړاندي تکراروي چي له تاریخه نابلده وي .

په خلکو کي داسي وژونکي هم دي چي هیڅ یو شی یې د چا پټ کړی نه دی :

داسي درواغجن هم شتون لري ، چي تل یې رښتیا ویلي دي :

د کار انسان هم هغه دی چي د خلکو لیري ووسیږي :

څومره کړونکی دی د هغه چا ژوند چي مرګ غواړي خو بیا هم د خپلو متوسلینو لپاره ژوند کوي :

مرییان د پاچایانو عیب دی .

مرګي حاله چا باندي ویر او ماتم هم یو ډول دښمني ده :

د زیب او زنت نمایش کول د کم ظرفۍ دلیل دی :

واده ژوند دی او که مرګ، د دې دواړو تر منځ یو هم نه دی :

بهترین انسان هغه څوک دی چي وستایل سي نو دی خجل سي او چي څه مهال یې عیبونه وچیړل سي نو دی پټه خوله پاته سي .

کوم څوک داسي سته چي د سیند په څپو کي دا ډول قدم وهي لکه څه ډول چي په یو یو باغ کي قدم وهي .

له شیطانه ډاریدل پر خدای دشک کولو یوه لاره ده .

زموږ مینه او استغنا هم داسي دي لکه د سیند ارمتیا او قهر.

انسان کېدلی سي د خدای پر انصاف هغه مهال شکمن سي چي د ګیدړي مکارۍ د زمري پر انصاف غوړیدلي وویني .

کوم څوک چي ډېر خرافات وایي د هغه ملګري بیخي لږ وي .

هغه حقیقت چي دلیل ته اړتیا ولري نیم حقیقت دی .

تقویْ جز و کُل ته د سپارلو نوم دی .

مریتوب پر بدن د تصرف اخستلو وړاندي ذهن په واک کي کړي .

چیري دي هغه ښاغلي چي د عاداتو او حسیاتو پرته د عقل په وسیله د ځان ساتنه کولای سي.

ما و یوه خبرچڼ ته وویل:

ستاپه خبرو ناروغان رغیږي !

زما دا خبره چې واوریده ، یو ګړی یې ساه ونیوله ، وروسته یې د یوه رسېدلي طبیب دعوګیر سو .

انصاف د واوري هغه غټی دی چي د لمر په زرینو وړانګو سره ویلیږي .

قربان تر داسي ناصح چي وږي ته د لوږي د زغمولو نصیحت اوروي.

موږ د رڼاوو، هسکتیا ته د ژورو تیارو له لارو رسېدلی سو.

موږ ټول بندیان یو، ته د شبنم د څاڅکي په اړه فکر وکړه د سمندر راز به درباندي څرګند سي.

ته د خپل نفس لپاره د هغه څه په روا ګرځولو کي تېروتنه کوې چي ستا ضمیر ناروا ګرځولی دی او دا تېروتنه هم کوې چي خپل نفس له هغه څه بې برخي کوې چي ستا ضمیر یې روا ګڼي .

د پوهانو او لیونیانو تر منځ یو داسي واټن شتون لري چي د غیڼکي تر تار هم نازک دی.

که وتاته زما د لیونتوب اسباب څرګند وای نو به دانشمند نومول سوی وای.

ولي په اقتصادي توګه داسي کېدلی نسي چي حکومتونه د لیونیانو لپاره د پاګل خانو پرځای د دانشمندو لپاره دانشکدې وداني کړي.

تعمیر د دوو خبرو نوم دی:

اول:ـ په مځکه کي نیالګي کرل:

دوهم:ـ د دې نیالګیو روزنه کول:

موږ ټول د ژوندون په مبارزه کي په پیکار بوخت پاته یو ، توپیر یې تش هم دا دی چي په موږ کي ځني رهبران او ځني پیروکاران دي.

ته چي څه مهال و خپل ګاونډي ته خپل کوم مشکل بیانوې نو د خپل زړه یوه ټوټه هغه ته ورکوې:

که چیري د لوړي حوصلې لرونکی څوک وو نو به دي مننه وکړي او که چیري کوم کم ظرف څوک وو نو به دي حقیر وپاموي .

طاقتور په ګوښتوب کي پسور مومي لاکن کمزوري پکي مري .

د دوږخ وام دوږخ دی او د جنت سره مینه جنت دی.

یو رښتونی څوک بل رښتونی پېژندلی سي.

ما د نړۍ کوم داسي لیونی نه دی لیدلی چي وینه یې زما په رګونو کي ځغلي نه.

اروایي مخکښ هغه څوک دی چي لومړی یې د جسمانیاتو په اړه ژور فکر کړی وي او بیا مخ په وړاندي خوځیدلی وي.

سپېڅلي ګایونه تر هغو بې معنا دي ترڅو یې عادتونه اغیزمن ګرځولي نه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب