جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبد کیسو په اړه د اډګر الن پو اصلي خبره

د کیسو په اړه د اډګر الن پو اصلي خبره

اسدالله غضنفر

لنډې کیسې تر اډګر الن پو دمخه هم لیکل شوې دي . ده ته چې د لنډې کیسې پلار وایي وجه یې دا ده چې په لومړي ځل یې دغه ژانر تعریف کړ او اصول یې ورته وټاکل.

دی په دې ټکي ډیر زور اچوي چې لنډه کیسه باید په لوستونکي باندې واحد اغیز واچوي. مثلا که لیکوال غواړي چې د لوستونکي په زړه کې د مرګ ویره واچوي، بیا نو پکار نه ده چې هغه ته مثلا د طبیعت له ښکلا سره د مینې احساس هم ورکړي. د اډګر الن پو په نظر لیکوال باید د کیسې تر لیکلو دمخه په دې پو وي چې په لوستونکي باندې څه ډول عاطفي اثر غورځوي. لیکوال به د همدې انتخاب په رڼا کې د کیسې ټول جزییات انتخابوي او د کیسې په پلاټ، سبک او نورو عناصرو کې به داسې څه نه پریږدي چې د دغه واحد تاثیر د غورځولو لپاره پکار نه راځي.

د پو په اند، د واحد تاثیر د غورځولو لپاره پکار ده چې کیسه په نیم ساعت، یا یوه ساعت یا دوو کې ولوستل شي، ځکه کیسه که تر دې اوږدیږي، د واحد اغیز د ساتلو امکان یې کمیږي.

د پو بله خبره دا ده چې د واحد تاثیر لپاره دې د کیسې مکان یو وي. د ده مطلب دا نه دی چې ټوله کیسه دې مثلا په یوه کوټه کې پیښه شي، خو منظور یې دا دی چې که پیښې له یوه مکانه وځي هم، ډیرې دې نه  سره لرې کیږي او یو مرکزي ځای دې پکې وي.

د واحد تاثر د شیندلو لپاره د پو بله  خبره دا ده چې د کیسې پیښې دې سره تړلې وي. داسې پیښې او جزییات دې پکې نه وي چې په ایستلو یې کیسه نیمګړې نه شي او داسې دې هم نه وي چې د کیسې د  پوره کیدو لپاره دې نورو خبرو ته ضرورت لیدل کیږي.

الن پو په خپل ژوند کې ډیر ګډوډ او غیرمنظم و خو کیسې یې برعکس د واحد اغیز د تیوري په وجه، له فوق العاده نظمه برخورې دي. د ده په کیسو کې نظم دومره ډیر دی چې ځینو کسانو د تخیل په بې ځایه محدودولو او د واقعي ژوند په ځای د بیخي مصنوعي ژوند په وړاندې کولو تورن کړی دی.

اډګر الن پو په ۱۸۴۹ کال کې په څلویښت کلنۍ کې ومړ. د لنډې کیسې یو بل لوی لیکوال انتوان چیخوف چې په ۱۹۰۴ کال کې په څلورڅلویښت کلنۍ کې مړ شو، د پو برعکس مظبوط پلاټ ته هغومره وفاداره نه و لکه د واقعي ژوند بیان ته چې وفاداره و.

په پښتو کې د پو د کیسو خورې ورې ترجمې شوې دي. ما یو وخت د محمد نسیم ستانکزي ژباړې په خوند لوستې وې. د پو د نورو کیسو د پښتو کولو په هیله.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب