دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني سرتېري وژونکی ط-اب:د افغان مېرمنو پت مې ګټلی، ننګ را...

د پاکستاني سرتېري وژونکی ط-اب:د افغان مېرمنو پت مې ګټلی، ننګ را باندې وکړئ

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږ ويشتمه) پر بولدک – چمن د پاکستاني سرتېري وژونکي طالب سرتېري په يوه ويډيويي پيغام کې پر خپل دغه عمل له افتخار سره وويل، چې د پاکستاني سرتېرو لخوا د چمن پر دروازې ېې د افغان مېرمنو له پرله پسې بې عزتۍ وروسته پر دغو مېرمنو ننګ کړی او اوس بايد ملاتړ ورڅخه وشي.

دغه سرتېری، چې خپل نوم احمد الله بلال ښيي وايي:« افغان وم، افغان یم او افغان به یم، له استخارې وروسته مې پر پاکستاني ځواکونو برید وکړ، اوس يوازې د پنجابيانو خلاف جهاد اعلانوم، له لرو برو پښتنو، بلوڅانو او نورو ټولو غواړم چې په سر و مال ملاتړ راسره وکړي او پر افغانستان او افغان مېرمنو ننګ وکړي.»

نوموړی په دغه ویډیو کې زياتوي، چې پټ شوی نه دی، ځکه کوم جرم یې نه دی کړی.

احمد الله بلال پاکستان ته د طالبانو له لوري د ده په ور سپارلو ضمني انديښنه ښودلې او غوښتنه ېې کړې، چې باید ملاتړ ورڅخه وشي.

د طالبانو د ادارې ویاند ذبیح الله مجاهد اوړمه ورځ وويل، چې بولدک کې یوه ناڅرګند کس د دوی له واکمنۍ لاندې سیمې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي او یو تن یې وژلی، چې پرې خواشیني دي او پلټنې ېې پيل کړي.

له دې پېښې وروسته له څو ورځو راهيسې د بولدک -چمن لاره پاکستان تړلې او د خپل سرتېري د وژونکي د ور سپارلو غوښتنه کوي.

د طالبانو يوې سرچينې تاند ته وويل، چې د نوموړي د سپارلو په اړه طالب مشران په ناندريو اخته دي او د طالبانو دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د یاد شوي سرتېري په ننګ ولاړ دی.

د طالبانو وياندويانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له څه مودې راهيسې افغان کډوالو او پاکستان ته تګ راتګ کوونکو، په خاص ډول ښځينه وو سره د پاکستاني ځواکونو د بې عزته چلند راپورونه زيات شوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب