یکشنبه, مې 5, 2024
Home+شوملې/تروې روغتیایي ګټې

شوملې/تروې روغتیایي ګټې

لیکوال؛ ډاکټر علي (قمرزی)
شوملې، تروې؛ ځینې خلک یې په شړومبی، شومړې، شړمبې او شومله په نومونو هم بولي. شوملې د شیدو محصول دی او له مستو څخه د غړکې (تومنې) څخه وروسته لاسته راځي.
زموږ په هیواد کې خصوصآ په دوبي موسم کې زیاته اندازه څښل کیږي، شوملې په خپل ترکیب کې ویټامین A، ویټامین D، ويټامین B2، کلسیم، پتاشیم، فاسفوریس او ګټورې بکتریا (Probiotics) لري، او د لاندې مهمو روغتیايي ګټو سبب ګرځي:
١- ستړتیا له منځه وړي، بدن ته انرژي وربښي.
۲- د کلسیم درلودلو سره بدن هډوکي او غاښونه غښتلي کوي.
۳- د ګټورو بکتریاوو درلودو سره د هضمي سیستم مقاومت لوړوي او د ناروغۍ راوړونکو بکتریاوو (Pathogen bacterias) څخه یې ژغوري.
۴-د بدن پوستکی ته ښکلا وربښي او همدارنګه له زړښته یې ژغوري.
۵- د زړه ناروغانو ته ګټورې تمامیږي، موندنې ښیې؛ شوملې له کولمو څخه د کلسترول په جذب کې مداخله کوي او همدارنګه د وینې فشار دټیټوي.
۶- د معدې تیزابیت ټیټوي او د هضم پروسه چټکوي.
۷- د ويټامین A د لرلو له کبله د سترګو د نظر له ښه کولو او د بدن د معافیت له زیاتولو سره مرسته کوي.
۸- د ښه خوب رامنځته کیدو سبب ګرځي.
د خوب راوړو تاثیر میکانیزم یې:
شوملې په ترکیب کې (tryptophan) په نوم امینو اسید شته؛ چې د میلاتونین (Melatonin) هورمون جوړښت او تولید د زیاتوالي سبب ګرځي، نوموړی هورمون د خوب دوران په نظم کې رغنده رول لري. همدارنګه شوملې په ترکیب کې مګنیزم شته، مګنیزم یو خوا د بدن اعصابو ته ارامښت وربښي او بل لوري د میلاتونین تولید سبب ګرځي چې په پایله کې یې انسان ته ښه خوب ورپه برخه کوي.
نوټ؛ شوملې باید په ورځ کې له یو څخه تر دوه ګیلاسه پورې وڅښل شئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب