یکشنبه, مې 19, 2024
Homeکلتورد سویلي پښتونخوا مشهور شاعر معذوريار وفات شو

د سویلي پښتونخوا مشهور شاعر معذوريار وفات شو

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږ ويشتمه) د سوېلي پښتونخوا ( کوټې) مشهور معذور شاعر شفيق العالم معذوريار وفات شو.

مرحوم معذوريار، چې په سترګو معذور و او سختې ناروغۍ ځپلی و، د شاوخوا ۶۵ کلونو په عمر وفات شوی.

د پښتو یو شمېر مشهورو لیکوالو او فرهنګي څېرو د نوموړي په مړینه خواشيني ښودلې او د فرهنګي فعاليتونو ستاينه ېې کړې ده.

ارواښاد معذوريار د دغو بیتونو له امله خورا مشهور و:

ډاكوګان ګرځي؛ دا د سرو زرو دوكان وتړه

خلك دي غرق كړل؛ د ظالم لورې گرېوان وتړه

كړه په منتر يې د نازونو او نخرو مسخر

د تورو زلفو په ټالونو دي جانان وتړه

سترګې خو هسې زما پټي دي خو دومره وكړه

چې شونډې وګنډه زما؛ بل مې زبان وتړه

معذوريار له ملتپالو پښتنو شاعرانو څخه و، چې تر مرګه يې د ډیورنډ فرضي کرښې وېش ته غاړه کېنښوده او د لوی افغانستان لپاره ېې انقلابي او فکري شاعري وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب