شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهايران د افغانستان په اړه ستره نړيواله غونډه جوړوي

ايران د افغانستان په اړه ستره نړيواله غونډه جوړوي

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږ ويشتمه) ايراني چارواکي وايي تهران په پام کې لري چې د افغانستان په اړه د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه یوه ستره نړیواله غونډه جوړه کړي.

د افغانستان لپاره د دغه هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د افغانستان په اړه د ماسکو په غونډه کې وویل، دا غونډه به په نیږدې راتلونکې کې جوړه او د افغانستان په پرمختګ او ثبات کښې به د هېوادونو په ونډې اخیستو پکې بحثونه وشي.

هغه دا هم وویل: “وخت ډېر په چټکۍ تېرېږي او که موږ د افغانستان د وضعیت په اداره کولو کې پاتې راغلو، وضعیت به نور هم خراب شي.”

قمي وویل، په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړول به د دغه هېواد په رسمیت پېژندلو ته لاره هواره کړي.

د مسکو په پرونۍ غونډه کې روسیه، هند، ایران، قزاقستان، قرغزستان، چین، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان شامل وو.

معلومه نه ده، چې د تهران غونډه کې به د څومره هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران ګډون وکړي او د طالبانو استازو ته به د مسکو ناستې په شان د ګډون بلنه ورکړل شي کنه؟

3 COMMENTS

  1. که فرضا د ایران پرځای د افغانستان چارواکي وغواړي د ایران د لانجو ختمولو او کورني ثبات لپاره یوه نړیواله غونډه جوړه کړي او ایران ته داسې وړاندیز وشي چې تاسو یو ټول ګډونه حکومت جوړ کړئ ، کوردانو ، بلوچانو ، ترکانو ، آذریانو ،عربانو او نورو ته په خپل دولت کې سهم ورکړئ او د اسلام د مبارک دین تر ټولو منلې او تر ټولو زیاتو پیروانو لرونکو حنفي مذهب پیروانو ته په خپل هېواد کې د جوماتونو او مدرسو جوړولو آزادي ورکړئ ، ښځو ته د اسلام دین په رڼا کې مکمله آزادي ورکړئ ، له خپلو ګاونډیانو سره دوستي وکړئ او په کورنیو چارو کې یې مداخله مه کوئ ، د ګاونډیو هېوادونو کډوال او مهاجر په اوبو او اور کې مه اچوئ ، آیا دوی به دا ومني ؟

  2. بریال صاحب!
    که چیرته یادې شوې غوښتنې ناسمې درته ښکارې نو بیا خو خامخا ایراني چارواکي ورته غاړه نه ږدې او نه يي مني. که معقولي وي. هغوئ یې منلو ته حاضر نه وي بیا چارواکي ملامت دي. نو موږ به هم همداسي کوو. ایا اسلامي امارت په همدې خاطر چې ایران داسې یا هاسې نه کوي. له پورته غوښتنو سرغړونه کوي؟ که یو چا بد کار کاوه، یا يي کړی وي. نو بیا به یو نیک سړی با اداره هم بد کار له دي امله کوي چې هغه پرون چې بد کار کیده چا ویلي څه نه ویل: نن يي زه هم کوم. وروره که پرونۍ کړنې یا د ایراني چارواکو کړنې ښه وای نو بیا دا څلویښت کاله جنګ د څه له پاره و. که نن د نجونو د زده کړو غوښتنه کیږي او دا کار بد و. خو په ښکاره باید وویل شي چې پرونیو چارواکو یا ایران دا کار کړی موږ ته بد ښکاریږي په دي دیني دلیلونو، ایات شریف یا هم حدیث شریف باید ورته مثال راوړل شي، خلک مسلمانان درسره مني يي. کنه د خلکو په سترګو خاورې شیندل ولي؟

  3. ګوری،رسول الله صلی الله علیه و سلم فرمایی؛
    لا یومن احدکم حتی یحب لاخیه ما یحب لنفسه
    بل دا چې؛ مسلمان حکام باید بما انزل الله حکم وکړی ، هرهغه حکم چې بما انزل الله خلاف وی ،هلته به حاکم مرتکب د فسق ،ظلم یابه حکم ، کفری وی یا دا چې هر ځای کی چې اسلام ترک شی ،
    هلته خامخا فسق ،ظلم یاکفری عمل تر سره کیږی۰
    کومو ټکیو ته بریال صاحب اشاره کړی،دا ظلم او فسق د ایران تاریخ پری ملوث دی،اوس هم د ایت۰۰۰ حکومت یی مرتکب دی۰
    اسلام ۱۴ پیړۍ علمی او عملی سابقه لری،معتبر تفاسیر،احادیث،سیرت،تاریخ خلفاء وامراء،فقها،مشهور عالَمِی مدارس او جامعات لرو،الله متعال فرمایی؛فاِن تنازعتم فی شی ءِِ فردوه
    الی الله والرسول اِن کنتم تومنون بالله والیوم الاخر۰۰۰۰۰
    اوس که زموږ مجاهد علما ،متخصصین ،ملت او امت پر طالبانو انتقادات او نیوکی لری،که طالبان
    پر حق وی ،ولی کبار علمای امت ته دعوت نه ورکوی ،راشی زموږ اختلافات د دین په رڼا کی را حل
    کړی ،او دډی لاری که دِ ملت او امت قناعت حاصل کړی شی ،نو ملت او امت به یی تر شا ودریږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب