یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند: په الهي نصرت مو نا امنۍ، وژنې او فساد...

ملا حسن اخند: په الهي نصرت مو نا امنۍ، وژنې او فساد ختم کړی

تاند:( پنجشنبه، د عقرب شپږ ويشتمه) د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمدحسن اخند پرون د اسلامي همکاریو سازمان د عمومي مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخیت، د یاد سازمان سیاسي مرستیال یوسف الدوبي او مل پلاوي سره لیدلي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، په دې کتنه کې د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال افغانستان ته په خپل سفر خوښي وښوده او د طالبانو له مشرتابه څخه يې په افغانستان کې د یاد سازمان د دفتر پرانیستل کېدو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابولو له کبله مننه وکړه.

نوموړي وویل، چې د اسلامي همکاریو سازمان له افغانستان سره د مرستې صندوق جوړ کړی او دوی به د بشري مرستو ترڅنګ د روغتیا، زده کړو او نورو برخو کې هم له افغانستان سره مرستې وکړي.

هغه زیاته کړه، په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د علماوو یو بل پلاوی هم راشي او موږ له افغانستان سره د اسلامي ورورولۍ په اساس تعامل غواړو.

طالبان وايي طارق علي بخیت د امنیت د تامین، د فساد او نشه یي توکو د له منځه وړلو او له داعش سره د مبارزې په برخه کې د دوی هڅې وستایلې او زیاته یې کړه، د اسلامي همکاریو سازمان به د افغانستان ترڅنګ ولاړ وي او د هوساینې، ثبات او پرمختګ په برخو کې به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

 ملا محمد حسن اخند د اسلامي همکاریو سازمان پلاوي ته د ښه راغلاست پرمهال وویل، تاسو به په دې سفر کې اصل حقایق او په بېلابېلو برخو کې د دوی هڅې له نږدې وګورئ.

هغه زیاته کړه، په تېرو شلو کالو کې دلته ډېرې ستونزې پېښې شوي او هیواد له هره پلوه ویجاړ شوی دی چې د بیارغاونې لپاره یې د نړیوالو او په ځانګړي ډول د اسلامي همکاریو سازمان مرستو ته اړتیا ده.

د طالبانو رئیس الوزرا وویل، دوی په الهي نصرت په دې توانېدلي چې په هیواد کې جنګ، نا امني، وژنې، ویجاړۍ او فساد له منځه یوسي، که نړۍ او د اسلامي همکاریو سازمان همکاري وکړي، نو به ډیرو نورو برخو کې پرمختګونه رامنځته شي.

نوموړي وویل، دوی هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې له افغانستان څخه د نورو په چارو کې لاسوهنه وکړي او یا د هغوی امنیت ته خطر پېښ کړي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب