پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeادبشعرد اسدالله جلالزي څو شعرونه

د اسدالله جلالزي څو شعرونه

خواله

…………

چې مې کله کله ستا سره خواله شي

غم را خــپور درقـیبانو په کاله شي

ستا په زنه چې راڼه څاڅکې را ډنډ شي

وینه مسته مې دخوږ زړه په ویاله شي

دشنه خال خاطر دې زما په خاطر ساته

هسی نه چې ډیر خراب په دیواله شي

قربانۍ ته چې تیار یم سبب دا دی.

 د اومړي تار یاري تل په سواله شي

یو قدم مې در اخیستی لا هم نه وي

په ټوپکو رقیبان ټول سمباله شي

ناخبره چې دې مینې دي خندا کړي

داغمونه دبلهار په زړه ګاله شي.

**********

د هجر لښکر

نیمه شپه ده ډیوه ورو راته بلیږي

یار ه نه يې له اندیښنومې زړه ځوریږي

که په  غم مې لږ شریک يي هم را درومه

ګوره بیا لښکر دهجر را رسیږي

اوس چې تا کړمه په لومو کې بندي زه

دقفس او دزندان زور راښکاریږی

که ملنګ په دنیا وي هغه به زه یم

نور خو واړه بس ټګان رامعلومیږي

له ماغواړه سر اومال چې زه يي درکړم

دامتاع  به مې له تا تل قربانیږي

دبلهار دخوږلن زړه کورهیڅ جوړ نه شو

دوطن په څیر لا نور پسي ورانیږي

**********

ستا غم

دا ستا غم دی چې ما نه پریږدي خپل کار ته

ځکه شپي او ورځي شمارم سر د دار ته

که ته نه وای زه به وم شپونکی دغرونو

راشه راشه غوږ ونیسه اسرار ته

په زخم چې لرم هغه ناسور دی.

زه همیش ورته ژیړیږم دې پرهارته

که نیسم راته یوڅه دیدن خو ورکړه

زما سترګي وي ما ښام او هر سهار ته

زه به ړوند شم ستا به زړه هم نرم نه شی

زمانه به وي حیرانه ستا کردار ته

تار اوستن به درته دروړمه دلبره

راشه وګنډه زخمونه نور بلهار ته

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب