جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبشعرد محمود ایاز یو غزل

د محمود ایاز یو غزل

په آينه كښي آينه ښكاري له وينو  ډكه
وخته زما او ستا څهره ښكاري له وينو ډكه
دا  حقيقت دى كه دوكه د وارخطا نظر ده
زه يمه روغ زما سايه ښكاري له وينو ډكه
چى ئې ومونږ  ته  غږوله سارنګۍ د امن
ملګر و! هغه قافله ښكاري له وينو ډكه
څوك به رابولي دفنا استاذى غواړو  پناه
دزندګۍ كو څه كوڅه ښكاري له وينو ډكه
غوښي دي نښتي په دېوال دېوال زما د وجود
په ما چاپېره دائره ښكاري له وينو ډكه
لېوان خو دلته له سرونو سره لوبې كوي
اسمانه! و لې ستا كاسه ښكاري له وينو ډكه
په تا به خاورې! ماګلونه ورولي وو ډېر
د اميد هره سيپاره ښكاري له وينو ډكه
د يقين هر زېرى په ګرځ كښي د ګمان شولو ورك
د  امكان هره  دروازه ښكاري  له  وينو  ډكه

دلته ايازه !هر وجود ښكاري د قبر په څېر
دلته د هر وجود كتبه ښكاري له وينو ډكه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب