دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeادبژبه او لیکدودلوېدیځه لهجه د فارسي که اوستا تر اغېز لاندي

لوېدیځه لهجه د فارسي که اوستا تر اغېز لاندي

څېړنیار شریف الله دوست

دوهمه برخه

د ویښت “dialect” ارزښت ته په کتو، لکه څنګه چي د یوې ځانګړني ژبي  په پلټنه کښي ږغیزي ځانګړتیاوي لکه: فونولوژي، مورفولوژي او لغوي موضوعات شنل کیږي،  په هماغه اندازه باید په یوه یا څو ویښتونو پوري تړلي مواد هم دیوې منظمي قاعدې له مخي تعریف سي. بل  ډول څېړنه جغرافیايي ویښت پېژندنه ده. اساساً دا ډول څېړنه په یوه ټاکلې جغرافیايي سیمه کښي د ویښت – ویښتونو په اړیکو کښي نغښتې ده. په دې برخه کښي د ټکرونو او اختلافاتو پېژندنه او بېلابېل خو منظم موارد او قوانین په لاس راتلل ځانګړی ارزښت لري. ویښت شننه او بېلښت او بیا د هغو پرتلنه د هم دغو مواردو ښوونکي دي چي یو ویښت پوه یې باید په پام کښي ونیسي. د بولګي په توګه  د یوه ویښت د راټولو سوو خامو مواد سره باید ویښت پوهان مسلکي چلند وکړي او هغه ته یوه ځانګړې ډلبندي او نظم ورکړي. په یوه ویښت(لهجه) کښي د ژبي رنګارنګۍ ته پام کیږي. دا چاره یوازي د ویښت پېژندني سره هم اړه نه لري، که چیري د ژبي رنګارنګۍ شنني ته د زماني واټن په برخه کښي اړتیا وه موږ په حقیقت کښي تاریخي ژبپوهني ته ننوځو. خو په دې برخه کښي باید د ژبو تاریخ او تاریخي ژبپوهنه سره ګډ نه سي. که  د ژبي د رنګارنګي په برخه کښي شننه پر مکاني اړخ ټینګار وي موږ د ویښت ساحې ته ننوتلي یو او که چیري موږ د ژبي ټولنیزي رنګارنګي کښي اخته یو دلته موږ د ژبي د ټولنپوهنیز اړخ سره سر وکار دی.(زایلر: ۲۰۰۳) په یوه ویښت پېژندنه کښي لاندي مسایل مطرح کیږي:

۱.هغه کومي ځانګړتیاوي  دي چي یو ویښت”Dialect” له بله سره بېلوي؟

۲.یوه جوړه سوې  ځانګړنه په کومي بڼي سره  غوړیږي؟

۳.کومي جوړښتي ځانګړني په یوه  وخت او یوه ځای کښي کاریږي؟

په ډلبندۍ پېژندنه کښي بیا لاندي  مسایل مطرح کیږي:

۱.کومي جوړښتي ځانګړني په ټولو ژبو کښي سته؟

۲.کومي جوړښتي ځانګړني د ژبو تر منځ توپیر سره لري؟

۳.جوړښتي ځانګړني په څه ډول او له کومو لارو د یوبل سره تړلي دي؟

په حقیقت کښي د ژبو په ډلبندۍ پېژندنه  کښي موږ د شباهتونو او ممکنه قواعدو په لټه کښي یو . په داسي حال کښي چي په لهجه پوهنه کښي تر ډېره د ژبو تر منځ  توپیر ته پام کوو. دلته زموږ د بحث موضوع تاریخي ژبپوهنه او ویښت پوهنه ده. دا دی د لوېدیځ ویښت څو کلمې تاریخي ژبپوهني ته په کتو را اخلو:

ماهی (Māhay) 

په لوېدیځه  لهجه یې جمع ماهیان ، مایان ده. په فارسي کښي: /ماهي،mahi/، عربي : سمک، حوت/samak،Hot، انګریزي : /fish/، آلماني / fisch/، فرانسوي :/ pêcher / ده. یاده کلمه چي د  لوېدیځي لهجې په عام وینګ کښي کاریږي ، په پښتو او فارسي ادبیاتو دوادړو کښي  پرېمانه کارېدنګ لري.

ورځنۍ محاوره: د ګرشک ماهیان په نام دي. ماهي چي هر  وخت د اوبو را وباسې تازه یي.(متل)

ماهی/مایی،  ته یې ویل ولي خبري نه کوې؟ ویل : خوله مي د اوبو ډکه ده.(کنایه، یعني حقیقت نه سم ویلای)

خوشحال خان خټک وايي:

د ماهي ژوندون دریاب دی که ترې ووت

په خشکیې کښي به کله فراغت کا()

رحمان بابا وايي:

هر صنم و خپل مین ته حمیده وي

ماهی خوښ په بهر نه وي تر تالابه()

 

رودکی وايي:

ماهی دیدی کجا کبودر ګیرد

تیغت ماهی است دشمنانت کبودر

فردوسي وايي:

یکی راهمی تاج شاهی دهد

یکی رابه دریا به ماهی دهد()

ماهی له آره اوستايي کلمه ده. د  اوستا په ۱/۱ یشت ؛۱۴،۲۹ بندونو/ د همدې یشت په ۱۶، ۷ بندونو. د ۱/۲ وندیداد په ۱۹،۴۲ بندونو کښي یې بڼه او وینګ په دې ډول دی: (,aysam/masya/ماسی) ، نننی ماهی هم د ماسي څخه تحول (Evolution ) کړی دی. د “س،ش،s،š”  کانسوننت یې  په “هـ.H.” اوښتی دی. دا ډول بولګي موږ  په نورو آریاني او غیر آریاني ژبو کښي هم لرو: پښتو : اوسپنه/uspǝna/ospǝna، منجي yūspǝna ˃ آریاني spana- *hau، – *hu/ spana یدغا:/rīspën، شغني:sipin، اوروشور/sepin، خوفي/sipum، سریکولي،spana ، سریکولي/s-i-pin، spanyaā، اشکاشمي/pƂnš ، سنګلیچي / pōnšǝ˃ispōn ، آهن = اوسپنه.

اورې،هورې(Ore/Hore)

د پښتو ژبي په لوېدیځه لهجه کښي د هلته، اوولته، هم لته په معنا.  فارسي آنجا، عربي (هناک)، انګریزي/there/. د مکان قید(Adverb of place)  دی. هغه چي د ځای ښودلو دپاره راځي دننه ، دباندي، هورې.

ورځنۍ محاوره کښي: هورې هم  ښه شیان  پیدا کیږي. زه  یوخت اورې تللی یم. ته وورې ولاړ سه زه درځم.

مولوي صالح محمد هوتک وايي:

یوه خوله ښکاره دلې ده

بله خوله پټه هورې ده

**

عشق خو عشق د مدینې دی

چي د رب معشوق هورې دی

**

د لیلا کوڅه هورې ده

د مولا خوښه هورې ده

(کلیات/۳۱،۴۳)

عبدالعظیم  راڼیزی یې د “اورې” په بڼه راوړي:

که اورې دي د آرام عمر په کار وي

ځان دلې کړه بې ضرره تر هما یا  

هورې چي آره بڼه او ریښه یې اورې ده. دا هم له آره اوستايي کلمه معلومیږي. د اوستا د وندیداد په ۱،۴،۲ او ۴۲ بندونو کښي یې وینګ او لیکنگ  په دې ډول دی: (,arqawa/awaɵra/اوڅره)   ده. د اورې اوسنۍ بڼي هم له همدې څخه تحول کړی  معلومیږي: (څ/ث/ɵ) یې لوېدلې ورستی حرکت زور یې په مجهوله (ې/e) اوښتی دی. له (اوڅره/ awaɵra = اوره/ awra = اورې/wore) جوړ سوی او اوس د پښتو ژبي په لوېدیځ ویښت ” لهجې” کښي ” اورې< وورې< هورې< “کارېدنگ لری.

بلګ (balg)

په لوېدیځ ویښت کښي “بلگ/balg/، فارسي برګ/barg/، عربي “حبة، شَهادة، ورقه په زړه انګریزي/blad/، آلماني /belg= بیلگ/، فرانسوي/fol/ دی. د هر  واښه او درختي نازکه برخه چي په ښاخلو کښي رازرغونیږي بلګ بلل کیږي. په ځینو لهجو کښي یې  پاڼه وايي. په زړو فارسي متونو کښي هم د لوېدیځي لهجې په څېر بلګ هم رواج درلود. د طبري تاریخ  ۵ /۱۲۸۶مخ، ژباړه: ” دا به  په لاس کښي ونیسم… او د درختو بلګونه  را ورژوم چي پسونه یې ورخوري. ” د طبري په  فارسي متن کښي “برگ” نه “بلگ” راغلی دی. په /نوروزنامه،۶۷، ۱۵/کښي، ژباړه: ” یو څه وخت تېر سو ښاخونه یې  ډېر او بلګونه یې پلن سول. ” دلته هم “برگ” نه “بلگ” راغلی دی.

رودکی وایي:

چون برگ لاله بوده ام  و اکنون

چون سیب پژمریده بر آوانگم

فرخي سیستانی وايي:

چوکا سموی گیاهان او برهنه زبرگ

چو شاخ  بید درختان او تهی از بار

په سانسکریت کښي د درختي پوست ته، ولکه، بلکه /valká/ویل سوي . د بلګ انداروپايي ریښه بهیل/bahel/ بلل سوې ده. کردی: بیلگ/belg/، تخاري:پَلت/pält/، روسي: فولکو/volokō/  د تار او رشتې په معنا.( 39″pokorny ). سغدی:ورکر/ vrkr/، ساکي: بگره/baggara/، مجاري: بیلگه /belega/ .گیلگی: بلګ/balg، فریزندی، نطنزي: ولګ/valg (کرستن سن). سمناني: ورګ:/varg، سنګسري، لاسګردي: ولګ/valg، شمهیرزادي: برګ/barg(کریستن سن). اشکاشمي: برګ/barg، واخي: پلچ/palč، سریکلي: پورک/pork، شغني: پارګ/parg(ګریرسن)   . د اوستا په  ۱/۱ یسنا ۳، ۱۹  بندونو / یسنا: ۱/۲، ۵، ۲۰، ۳۲، ۸  بندونو کښي: (بګه= بغه /,aGab baɤa) د برخي، بخش او بلګ  معنا ورکوي. د ۱/۲ وندیداد په ۱۴،۱۵ بندونو کښي بنگه/,ahMab/baŋha/ یو ډول واښه بلل سوی چي ښځي یې خوري. د ایتمولوژۍ له مخي بلګ  اوستايي ریښه هم لري.

بِه (beh)

په لوېدیځ  ویښت کښي “بې،بِه/be/beh”.  فارسي کښي په لومړي زیر او دوهم سکون   بِه : خوب، نیکو، بهترصفت دی. عربي“افضل” ( برهان قاطع: ۳۶۲)، انګریزي/best/، آلماني /das beste/، فرانسوی/meilleur/ دی.

ورځنۍ محاوره کښي: دا باغ تر ها بل  بې “بِه” دی. احمد هم تر محمود نه دی بِه.  د “ښه” تر څنګ بِه ډېر کاریږي.

په لوی کندهار کښي یوه ولسي سندره:

عظم د ګورې

خپل دې ورکی په دوې

د بل دې واخیستی په درې

د ده ده لایو څه و  پر بِه

عبدالقادر خـان خـټک وايي:

مستغني دي د جهان د بادشاهۍ کړم

د همای تر سیوري بِهه ده ستا سیوره

ابوشکور بلخي وايي:

زده مرد راچوب برتار خویش

بِه از بازګشتن زګفتار خویش

**

ناسر خسرو وايي:

نه غلیواج ترا صید تذرو آرد و کبگ

نه سپیدار تر بهی آرد آرد و سیب

ساکي: فاو/vau/ ښه، آسي: ایخ/aex/ ښه، غوره ، دخیل ارمني: ویهـ /veh/ښه. امکان دي ولري په عربي کښي هم په بَح، بخ اسم صوت “احسنت ” دخیل وي. خو  پاول هرن” د ” اساس اشتقاق فارسی” کتاب کښي په یوه تېروتنه اخته سوی دی: ” نوموړی د زالمان سوکوفسکی فارسی گرامر، ۴۷۶، pah  pah، (تفو) بللی دی. او هغه بیت چي بیا فولرس د هفت قلزوم څخه را نقل کړی دی د pih او bih په وینګ کښي pih سم بولي ؛ اشتباه ده، ځکه bih خپله په یاد بیت کښي د تحسین لپاره راغلی دی، د دې سمه معنا لیري خوا ته وړل هیڅ مناسبه نه ده.()

دا کلمه اوستايي ریښه لري په یوازي ډول مي  یاده کلمه په مخه نه ده راغلې خو د اوستا د ۱/۲ وندیداد ۲۱،۳ بندونو  کښي ) بې، bae/,eab، ښه ګټور ) په مرکبه بڼه (,aCvkazaC-eab/بې – ښه زَکښه/bae-azka) دښه” ګټور کار”  په معنا راغلی دی.

اخځلیک او لمنلیک

  1. . خوشحال خان خټک، دیوان، سریزه او سمون، څېړنوال حبیب الله رفیع، د امان کتاب خپرولو مؤسسه، ۱۳۹۷ش، ۱۳۸مخ
  2. . استاد محمد معصوم هوتک، له کندهاره تر اټکه، علامه رشاد خپرندویه ټولنه- کندهار، ۱۳۸۹ش، ۳۱۵مخ
  3. . علی اکبر دهخدا، دهخدا لغت نامه.
  1. . احسان بهرامی، فرهنګ واژه های اوستا، ۲،ټوکونه، تهران، ۱۳۶۹، ۱۱۰۹مخ
  1.  . KAVASJ,EDALJI,KANGA,English-Avesta Dictionary,Fellow of the University of Bombay,p508
  2. . هربرت پنزل، د پښتو ګرامرژباړن: محمدرحیم الهام. دانش خپرندویه ټولنه، دوم چاپ، ۱۳۸۹ش، ۷۸مخ
  3. . مولوي صالح محمدهوتک، کلیات، ترتیب او لمنلیکونه:استاد محمدمعصوم هوتک، د کندهار د اطلاعات او فرهنګ ریاست،۱۳۹۷ش،۱۳،۴۳مخونه
  4. . پښتو- پښتو تشریحي قاموس، ۱ ټوک، ۱۲۴ مخ
  5. . احسان بهرامی، فرهنګ واژه های اوستا، ۱،ټوکونه، تهران، ۱۳۶۹،۱۳۳مخ
  6. . پاول هرن، اساس اشتقاق فارسی، ۲۶۰ مخ
  7. . پاول هرن، اساس اشتقاق فارسی، اول ټوک، ژباړه: جلال خالقی مطلق، ۳۰۱مخ
  8. M.monier.williams,Sanskrit-English Dictionary,16th reprint:delhi,2011

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب