( ۱ )
لېکونه، ځوابونه
لا ليه؛ نن مې په بیا ، بیا
د خورو څڼو بې کراره اروا
لکه ساحل کي بې کرار ه څپې
د اظطراب او بغاوت دشور سندره وايې
ستا د لاسونو نرم ږغ چیری دی؟
چې ځان ته یې وبولې دګوتو د لمس،
په جادوګر جادو یې ونازوئ
***
زه لیرې، لیرې یمه
د سیند پرغاړه مې،
زما وستا د تیر دیدن یادونه
په صندوخچه کي ایښي
بیا مې د ریګو په لوی زړه سپارلي
هغه تري وغواړه ،
زما دګوتو د نګهت په لمس یې ونازوه
کټ، مټ هم هغه ډول
لکه خاوند چې د یاغي آس، ورږته
د خپلو نرمو ګوتو د عشق سندره وایې
***
نوي کمیس مې واغوست
ښکالو یې بل شان زمزمې سر کړې
کاشکي ته وای، ته نه یې
لږ دی د ستوګو د رپونو وږمه،
دلته راولیږه
په وزرونو یې ښکالو ګنډمه
چې تا ته یې در وړي،
ته به یې د خپلو کالو، د سندریزې ښکالو مینځ کي
د بڼو په ستنو وګنډې
***
همدا پرون مې ټوله ورځ ستا د خیالونو سره وه
د ګنډ کمیس لمن دې د سارایې ګلونو شوندې خوړي
ستا د رنګین ګڼد د آئېنو خیال مې
د بوډۍ ټال ته په بڼو ور وړ
خو شنه اسمان مې نازولې باڼه
په تېرو غشو د رڼا وویشتل
نن ډیر خوږیږی، و سبا ته یې درلیږمه ګرانې؛
***
پرون ختلې وم هسک بام ته ګله!
د هردیوال، هرې تیغې وحافظې ته مې
غوږور نیژدي کړ،
ګوندې چې ستا د خند ا زوږ وي پکښې
د دیوالونو حافظې خالي وي
د افوقونو سربخنو شونډو هیڅ نه ویل
اسمان خپه و ستا د شین کاغذباد
د وزرونو په سرُ، سرُ * پسي
***
زه هم شپه ورځ، د نااشنا اونابلد و لارو
دکاڼو، بوټو د مخونو سرلیکونه لولم
که چیرې ستا دپښو، اویا لمنې
سبقونه یې لوستلې، حفظ کړی وي
ویالې ته کښته شم اولپه داوبوډکه کړم
دلاسو کرښوکي مې، لا اوس هم سوزې
ستا د لاسو دکرښو، سره، شنه نازک رګونه
لېک مې په خوب کې درلیږم
خوبونه ټول خپلواک د ي
د سنتونو، رواجونو د هربند ازاد دي
وسبا شپې ته یې ځواب راکړه !
(ستا لیرې، لیرې مسافر میین )
۲۰۲۲ / ۲ / ۱۸
( ۲ )
لېکونه ، ځوابونه …
ستاسو وکلې ته، درغلې ومه
په لویه لار کې ستا د پلونو کروندو کې وه،
اغزي شنه شوی
ستا د ښکالونګهت، نګهت، مهین؛ مهین
خیالونه، باد وه وړي
یوچا ویله، ته په لار دکوه قاف یې تللي
یوې ناځوانې ښاپیرۍ درڅخه
زما دخیالونو صندوخچه غلا کړی
***
ستا د خيالونو او یادونو شنه وریښمینه بخچه
زما د زړه د سیند په تل کي پرته
څوک یې لیدلای، لمسولای نه شي
سږکال به زموږ کلې کي د میینانو د یادونو په نوم
یو سترخیرات وشي.
هلته به زماخیالونه ، یوځلې بیا درشي
د سبا یې وږمو په ښکلو اوږو
او زما په پلونو کي به د سارایې غاټول
جامونه شنه شي
***
تېر پرون ستا سو پر باغچه راغلمه
د دیوالونو شونډې یې،
ټولې سپیرې، سپیرۍ وي
د انار زړونه وه کټ مټ زما د زړه په ډول
ټوله په تا پسي چاودلي، د کوټلو وینو بوی یې کوي
د دوازې لرګین ټټــر باندې
اوس هم لیکلې ستا د لاس یادونه
لکه زما په ټټـــر ستا د ښې لاس خوبونه
***
ښه، ښه ما تېره شپه
ستا د ټټـــر باغچه په خوب لیدله
د ګریوان دواړه وزرونه یې
زموږ د باغچي د دروازې په شانې،
دواړه پرانیستې وه
هلته دېره وه سره انار ژیړو مڼو سره
***
زه نه پوهیږم ته به کله راځي؟
زه د لاسونو په ورغوو کي
شپه او ورځ توري، د دعا کرمه
دواړو لاسونو کي مې شاړه مځکه نشوه پاته
کله به شنه شي وایه؟
چې ستا په لار کې درته کښیږد مه
د ګلاب سره مخونه، دشینلې ډاګونه
نرګیسې سترګې ، او غاټول جامونه
(لالیه ؛ زه ستا لیونۍ میینه )
۲۰۲۲/ ۲ / ۱۹
( ۳ )
لیکونه، ځوابونه
په مامیین جانانه!
د ږغ اهتزاز دی اوس هم،
زما په رګونو کي بهیږی
او زما د وجود پسرلي ته سندرې وایې
لکه یوغمجن میین چې
شنې او تږي بیدیا ته د شپیلۍ په ږغ
خپل درد انځوروي
***
وروستی دیدن دی په یاد، دی؟
ما د ستورو په ژبه پیغام درولیږه
اوته د کلا شاته،
د سپوږمۍ ډیوه په لاس راغلې
په تور پوړنې دې د سپوږمۍ سیوري ګڼدلي وه
او په سپین کمیس دې د سپوږمۍ رڼا وې
پوهیږې؟ اوس هره شپه تر سهار پورې
د سپوږمۍ د رڼا څاڅکي او سیوري راټولوم
***
تېره شپه مې خوب لیده
چې ستاسو کورته درغلې یم
د پیروتو د چپر لاندې بیده یم
ټوله شپه د ستورو سره په اتڼ ستړې شوم
د سهارګاه خوا ته مې بڼو، یو بل ته سر کښته کړ
سهار د لمر د وړانګو
د اوږدو، اوږدو لاسونو په لپو کې
د پرخو د باران په غیږ کې د پیروتو پاڼو
لمس کړم
نن مې ټوله ورځ ستا د عطرو بوی تلی
***
کله چې د کړکۍ څخه دباندې ګورم
په هرڅه کي ستا اروا راشنه شي
وږمه د لونګو بار په شا راشي
په مخامخ بام، ستا د سترګو ګلونه وغوړیږي
اسمان ستا د خندا ښکالو انځور کړي
د ښار یوازینی رود مې په غوږ کې
ستا د ږغ د لطافت سندره ووایي
او زما اروا د هغه وړاندې وني
د سیورو په روح کي ستا د اروا سره ننوزي
(خواږه خوبونه دي نصیب شه ګلې!)
۲۰۲۲ / ۲/ ۲۱
ویلز / برتانیا
څه ښایسته شاعري
کوې درنې خور عمر دې ډير شه