پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد م.م. د مشرانو په تازه لیست کې د افغانستان د ولسمشر...

د م.م. د مشرانو په تازه لیست کې د افغانستان د ولسمشر نوم نه شته

تاند (سې شنبه، د دلوې ۳ مه) ملګروملتو د هیوادونو د دولتمشرانو، لومړۍ مېرمنو او بهرنیو چارو وزیرانو په خپل تازه لیست کې د افغانستان د ولسمشر په توګه د اشرف غني نوم ایستلی دی خو د بل چا نوم یې هم نه دی لیکلی.

د ملګروملتو په دې لیست کې د افغانستان د لومړۍ مېرمنې په توګه د رولا غني نوم هم نه لیدل کېږي او د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر نوم لېرې شوی دی.

د ملګروملتو په دې تازه لیست کې، چې تېره اوونۍ یې پر خپله ویبپاڼه خپور کړی دی، په ملګروملتو کې د افغانستان شارژدافېر نصیراحمد فایق د افغانستان د استازي په توګه پاتې دی. فایق وروسته له دې چې غلام محمد اسحاقزي استعفا ورکړه، د افغانستان د دایمي استازي د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.

د افغانستان د دایمي استازي پر چوکۍ په وروستیو کې جنجالونه وشول. د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر، چې تر تېرې اوونۍ پورې د ملګروملتو له لوري د افغانستان د باندنیو چارو وزیر منل شوی و، په ملګروملتو کې د افغانستان د دایمي استازي مرستیال محمدولي نعیمي شارژدافېر یا سرپرست استازی وټاکه خو فایق چې ظاهراً یې د ملګروملتو ملاتړ درلود، د سرپرستۍ چوکۍ خپله کړه.

د هیوادونو د مشرانو په اړه د ملګروملتو په تازه لیست کې سره له دې چې د اشرف غني نوم لېرې شوی خو لیکل شوي «د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب