یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهپه خوست کې جرګې د ښځو د حقونو او ناوړه دودونو په...

په خوست کې جرګې د ښځو د حقونو او ناوړه دودونو په اړه پریکړې وکړې

تاند: (سې شنبه، د کب درېیمه)‏ ‏په خوست کې د طالبانو ځايي چارواکو او قومي جرګې د ښځو د حقونو د تامین او ناوړه دودونو مخنیوي په اړه لاندې پرېکړې ځینې پریکړې وکړې.

د‌ جرګې د پریکړو له مخې، د قاتل پر ځای به د قاتل دکورنۍ بل غړی نه وژل کېږي قاتل به محکمې ته سپارل کېږي، مهر به ۳۵۰ زره اخېستل کېږي او څوک به په زور دیوې جینۍ په خپل نوم کولو آوازې نه خپروي.

‏جرګې دغه راز پریکړه کړې، چې په بدو کې به جینۍ نه ورکول کېږي، کونډه کولای شي چې په خپله خوښه نکاح وکړي او په میراث کې به ښځو ته حق ورکول کېږي.

په دې جرګه کې د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ستر سلاکار انس حقاني، د خوست والي او یو شمېر نورو چارواکو هم ګډون درلود.

په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د دې جرګې د جوړېدو او پریکړو هرکلی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د هېواد د برخليک معلومولو لپاره د لویې جرګې د جوړېدو غوښتنې ته غاړه کېږدي.

1 COMMENT

  1. د وحشی طالبانو دا پریکړه د میرمنو برخه کښی مثبته دی امید دی چی اهسته اهسته د پنجابی پاکستان غلامی ځنځیرونه مات کړۍ شی او افغانی خصلت ته راوګرزی ، بیا هم دوی د حکومتداری نه لیاقت لری او نه ددی استعداد لری ، دوی که واقعآ مسلمانان وی او نه پاکستانی قدیانان نو باید دولتداری مسلکی اشخاصو ته وسپاری او طالبان باید د کنترول ارګان شی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب