پنجشنبه, مې 16, 2024
Home+ټرمپ بالاخره خپله ټولنیزه شبکه جوړه کړه

ټرمپ بالاخره خپله ټولنیزه شبکه جوړه کړه

تاند- وروسته له دې چې د امریکا پخوانی ولسمشر دونالډ ټرمپ د قوانینو د سرغړونو په خاطر د نړۍ د مشهورو خواله رسنیو له لوري ورټل شو، هڅه یې پیل کړه چې ځان ته ځانګړې ټولنیزه شبکه جوړه کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ بالاخره خپله خواله رسنۍ بېګا فعاله کړه.

د ټرمپ دا ټولنیزه شبکه ټروت (Truth) نومېږي او اپلیکېشن یې د امریکا په وخت تېره شپه ناوخته د اپل کمپنۍ په اپ سټور کې کېښودل شو.

په اپ سټور کې د ټرمپ د ټروټ اپلیکېشن له خپرېدو څو ساعته وروسته دا اپ تر بل هر اپ زیات کښته / ډاونلوډ شو.

د ډاونلوډوونکو د شمېر د زیاتوالي له کبله ډېرو خلکو شکایت کړی چې د ټروت کښته کولو ته یې ډېر انتظار ایستلی ځکه چې په ځنډ ډاونلوډ کېده او ځینو ویلي چې بیخي بریالي شوي نه دي چې ډاونلوډ یې کړي.

وبه کتل شي چې ټرمپ تر څه حده خلک له نورو ټولنیزو شکو څخه خپلې هغې ته جلبولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب