پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهد ازبکستان د صدراعظم مرستیال د کابل په سفر راغلی

د ازبکستان د صدراعظم مرستیال د کابل په سفر راغلی

تاند: ( سې شنبه ، د کب درېیمه)‏ د ازبکستان د صدراعظم مرستیال او د سوداګرۍ وزير ‏ سردار عمر زاکوف د يوه پلاوي په مشرۍ نن د افغانستان پلازمېنې کابل ته راغلی.

د طالبانو حکومت وايي، حکومت له نوموړي څخه په کابل نړيوال هوايي ډګر کې د سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزي هرکلی کړی دی.

د‌ دغه سفر د اجنډا او مشخصې اجنډا په اړه څه نه دي ویل شوي.

د ازبکستان دغه لوړ پوړی مقام د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې مخکې هم په يوه ورته سفر کابل ته راغلی و.

ازبکستان د طالبانو له نيږدې سیمه ییزو متحدینو څخه دی او افغانستان ته یې په ترمز کې د نړیوالو بشري او اقتصادي مرستو د لېږد مرکز هم پرانیستی دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...