Homeخبرونهپاکستان ۲۳ افغان بندیان په تورخم کې خوشې کړل

پاکستان ۲۳ افغان بندیان په تورخم کې خوشې کړل

تاند: ( سې شنبه ، د کب درېیمه)‏ ‏د پاکستان له مختلفو زندانونو څخه ۲۳ افغانان ازاد او په تورخم کې طالب چارواکو ته وسپارل شول.

په ننګرهار کې د طالبانو ولايتي ادارې د دې خبر له خپرولو سره ويلي، چې خوشې شويو بنديانو سره د IOM ادارې له لوري د کرايې مرسته تر سره او خپلو کورونو ته ولېږل شول.

طالبانو او پاکستاني چارواکو دواړو د دغو بنديانو د تورونو، بند مودې او خوشې کیدو د څرنګوالي په اړه څه نه دي ويلي.

د طالبانو دیپلوماتیکو چارواکو او قضايي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ويلي.

پاکستان په وروستيو کې په ناقانونه توګه ورغلي افغان کډوال او هغه کسان نيسي، چې په دې هېواد کې ېې د اوسېدو قانوني موده پای ته رسیدلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...