دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهملا حسن اخند له څو مياشتې نادرکۍ وروسته را څرګند شو

ملا حسن اخند له څو مياشتې نادرکۍ وروسته را څرګند شو

تاند: ( سې شنبه ، د کب درېیمه)‏ ‏د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند نن له شاوخوا یوې نېمې مياشتې نادرکۍ وروسته بیرته را څرګند او نن يې د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال سردار عمرزاکوف او مل پلاوي سره په ارګ کې لیدلي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه د رییس الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي هم حضور درلود.

سرچينه زياتوي: دواړو لوریو په بېلابېلو برخو کې د مناسباتو او همکاریو پر پراختیا او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مهمو اقتصادي او ترانزیټي پروژو پر تطبیق خبرې وکړې.

د طالبانو رییس الوزرا ازبکستان د افغانستان دوست او ورور هیواد وباله او هیله یې څرګنده کړه چې پر شته ستونزو برلاسي او په ګډه د سیمه ییزو پروژو د تطبیق په برخه کې هڅې وکړو.

ملا محمد حسن اخند د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال څخه وغوښتل چې د ده سلامونه او نېکې هیلې د ازبکستان جمهوررئیس شوکت میرضیایف ته ورسوي.

په همدې حال کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار عمرزاکوف وویل چې افغانستان د مرکزي او سویلي اسیا د اتصال مهم برخه ده او د دواړو هیوادونو اړوند ادارې به د مشترکو پروژو د تطبیق او په بېلابېلو برخو کې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره عملي ګامونه واخلي.

په ورته وخت کې د ملا حسن اخند اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ازبکستان او افغانستان نږدې ورونه او ګاونډيان وبلل چې ورته تاریخي، فرهنګي او دیني مشترکات لري. هغه زیاته کړه چې طالبان د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي پروژو د تطبیق په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وویل چې د طالبانو نوې پالیسي اقتصاد محوره ده او موږ غواړو افغانستان د اقتصادي همکاریو او سیمه ییز اتصال پر مرکز بدل کړو.

ښاغلي متقي په ټینګار سره وویل: د نوي سیاست پر بنسټ غواړو په راتلونکي کې افغانستان د لویو قدرتونو د سیالۍ پر ډګر نه، بلکې د سیمه ییزې او بین المللي همکاریو پر مرکز او محور بدل شي.

طالبانو د ملا حسن اخند د لیدنې خبر په داسې مهال خپور کړی، چې له څه مودې راهيسې د نوموړي د سختې ناروغۍ خبرونه ورکول کیدل.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب