دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط هرات کې د ۳ انسان تښوونکو وژل کیدل تایید کړل

ط هرات کې د ۳ انسان تښوونکو وژل کیدل تایید کړل

تاند: ( سې شنبه ، د کب درېیمه)‏ ‏‏د طالبانو چارواکو تاييد کړه، چې ځواکونو یې په هرات ولايت کې د انسان تښتوونکو له منګولو یو ماشوم آزاد کړی.

د طالبانو چارواکي دا هم وايي چې له ځواکونو سره په نښته کې يې درې انسان تښتوونکي وژل شوي دي.

طالبانو د تښوونکو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

ځینو نورو سرچينو ويلي، چې طالبانو دغه کسان په عام محضر کې په دار هم ځړولي دي.

 طالبانو د دې راپورونو رد یا تایید نه دی کړی.

څه موده مخکې د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د صحرايي محکمو د تر سره کیدو مخالفت کړی و.

1 COMMENT

  1. ددوی په ایمان برکت شه د امارت ها پحوا تاریخ باید راژوندی کړي وایی چې تیر امارت سټو کې غله نیولي وو ویل بل ملګري ته جې قند اغا لاسونه پې تړلي لماست دي تیار ګرده سره موټر پې راتیر کا! نو به نر کار وکړي هله وکړي او بل د شرابخوره خو داسې خپل ځای ته تسلیم کړه اوس پاتې دروغجنې میدیا دي کا چیرې امارت واقعیت ژمن وي هغه میدیا پاڼې چې شایعات پروپاګند دروغ وایی بدون له سند او سند نلري یواځې نږدې سرچینې نور ټول دروغ وي باید باید مجازات شي نو با ډیر د پشتو کار وکړي همدا ځینې چټلې رسنۍ د خلکو کاروبار ان اذهان اورواني تکالیفو ته نږدې کړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب