دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهط ته د حقاني سپارښتنې، سرغړونکي یې په محاکمې کولو وګواښل

ط ته د حقاني سپارښتنې، سرغړونکي یې په محاکمې کولو وګواښل

تاند: ( سې شنبه ، د کب درېیمه)‏ ‏‏‏د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر مولوي سراج الدين حقاني د کابل د امنیه قوماندانۍ امنیتي څانګې ته د ځینو سپارښتنو تر څنګ خبرداری ورکړی، چې سرغړونکي به نظامي محاکمې ته راکاږي.

د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په دې توګه د دې سپارښتنو يادونه کړې ده:

 ۱- دخپل وظیفوي فعالیت د اجراء پرمهال له خپلو ټولو مراجعینو سره دشرعي نافذه قوانینو به رڼا کې له ښه او اخلاقي چلند څخه کار واخلي.

‏۲- دامنیتي او جنایي پیښو د تعقیب او نیونې پرمهال دهغوی له هر ډول شکنجې، ځورونې او توهین څخه په کلکه ډډه وکړئ.

۳- د محکمی له حکم پرته د هيچا په حقوقي موضوعاتو کې مداخله مه کوئ، د مظنونینو د تعقیب او پلټنې په پلمه د خکو په کورونو د شپې چاپې مه اچوئ.

‏۴- د ضرورت په صورت کې د حوزې، ولسوالۍ، ګذر وکیل او د جومات د ملا امام په مو جودیت او همکاري سره درسپارل شوی کار دورځې په رڼا کې تر سره او دولسي خلکو او مظنون دکورنۍ د غړیو شرعی حقوق کاملا رعایت کړئ.

‏۵- دګزمې او پیری پرمهال په هیچا د فاير کولو اجازه نشته، که خدای ( ج) مه کړه تر برید لاندې راځي په هغه صورت کی د ځان په دفاع کی دفایر حق لري.

۶ – له پورتنیو مواردو څخه سر غړونکي کسان په کلکه او له ځنډ پرته نظامي محکمی ته سپارل کیږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهيسې د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د طالبانو د جنګياليو په ډزو د يو شمېر ولسي خلکو د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي.

طالبانو د ځينو پېښو د عاملينو د نيولو خبر ورکړی، خو ورسره د شوي يا کیدونکي چلند پايلې نه دي په ډاګه شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب