دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+سټن لوریل پېژنئ؟

سټن لوریل پېژنئ؟

تاند- له نن څخه ۵۷ کاله پخوا د ۱۹۶۵ د فبرورۍ په ۲۳ مه د بریتانیا نامتو کومیډین سټن لوریل د ۷۴ کلونو په عمر مړ شو.

لوریل چې له هارډي سره یې یوځای کار کاوه، د کومیډي فلمونو په تاریخ کې ډېر لوړ نوم لري.

د لورل اصلي نوم ارتور سټېنلي جیفرسن و. نوموړی د ۱۸۹۰ د جون په ۱۶ مه د انګلیستان (انګلنډ) په لنکاشایر کې زېږېدلی خو په همدې ورځ یې د امریکا د کلیفورنیا په سنتا مونیکا کې ساه ورکړه.

لوریل او هارډي په ۱۹۱۹ کې په «نېکمرغه سپی» فلم کې کار پیل کړ. دا فلم په ۱۹۲۱ کې نندارې ته وړاندې شو. له همدې فلمه د دواړو ترمنځ همکاري پیل شوه.

د دوی فلمونو په نړۍ کې خورا ډېر مینه وال لرل خو له دې سره سره یوازې د دوی «د موسیقۍ قطی» فلم په ۱۹۳۲ کې د اسکر د لنډو فلمونو جایزه وګټله.

خو په کومیډی فلمونو کې د لوریل جوړه اولیور هارډي، چې د ۱۸۹۲ په جنورۍ کې په امریکا کې زېږېدلی و، د ۱۹۵۷ د اګست په ۷ مه په ۶۵ کلنۍ کې ومړ. د ده له مړینې وروسته هاردي هم خپل مسلک ته شا واړوله.

ده د هارډي د تدفین په مراسمو کې ګډون ونه کړای شو ځکه چې ناروغ و او ویې ویل «اولیور ما درک کولی شي.»

لوریل د خپل عمر وروستي کلونه د کلیفورنیا د سینټا مونیکا د اوشیانا هوټل په یوه کوچني اپارتمان کې تېر کړل. ده خپل وخت د خپلو مینه والو د لیکونو او ټېلفونونو په ځوابولو تېراوه خو د ۱۹۶۵ د فبرورۍ ۲۳ مه وه چې د زړه په سکتې ومړ.

لوریل د خپل وصیت په یوه برخه کې لیکلي و: «که چا زما د مړینې په مراسمو کې وژړل، نور ورسره خبرې نه کوم.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب