دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Home+تر ټولو ستر کهکشان کشف شو

تر ټولو ستر کهکشان کشف شو

تاند- ساینسپوهان وايي چې تر ټولو ستر کهکشان یې، چې له مځکې کابو ۳ ملیارده نوري کاله  لېرې دی، کشف کړ.

د بي جي آر د راپور له مخې، دا کهکشان، چې (Alcyoneus) السیونس نوم پرې ایښودل شوی، اوږدوالی یې کابو ۱۶ اعشاریه ۳ ملیون نوري کاله دی.

دا په داسې حال کې ده چې د شیدولار کهکشان اوږدوالی تر ۱۰۶ زره نوري کاله یو څه لږ دی.

دا ستر کهکشان د یوه بل کهکشان کوربه دی او ګڼې فوارې لري.

ساینسپوهان باور لري چې دا فوارې د یوه ستر تور سوري یا بلک هول جانبي محصول دی.

السیونس تر اوسه پورې په پېژندل شویو کهکشانونو کې تر ټولو ستر دی او انسان د هغه د شاوخوا په اړه تر دې دمه حدس او ګومان نه شي کولی.

1 COMMENT

  1. سبحان الله
    زه د تُری او توپک په ژبه د ” تکبیر ” د ږغ د اوچتولو طرفدار نه یم ( حد اقل د استعماری او غولوونکو عقیدتی !جګړو په لمنه کی )
    خو
    د ” تکبیر ” اِصالت د میکروسکوپ او تلکسوپ په عدسیه کی د تعریف وړ دئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب