تخليقي هنري ادب تر ډېره د تفريح وسېله ده او سات تېری په ژوند کې هغه مهال خوند کوي، چې انسان له نورو ډېرو نيمګړتياوو څخه خوندي وي. انسان ممکن تل هغه څه خوښ کړي، چې نېکي، ښکلا، خوشالي، مينه، حقيقت او اخلاص پکې موجود وي؛ نو څنګه چې يې دا شيان خوښ دي، د دې هدفونو د لاس ته راوړنې وسېلې يې هم بدې نه اېسي. مثلا انسان په بې رنګه او بې نقشه دېوالونو کې هم شپې-ورځې تېرولی شي؛ مګر ځکه یې ښايسته رنګوي، چې د ده غريزه په هر ځه کې د ښکلا په لټون وي. د دېوال تر رنګولو مخکې مو په ذهن کې يو ټاکلی رنګ هم شته وي، چې دغه رنګ هماغه هدف ته د رسېدو وسېله ده.
کيسې، ناولونه، رومانونه او ځينې نور داستانونه د کلتورونو او ملتونو هيندارې دي؛ خو هغه مهال چې ليکوال یې د خپل ولس په منځ کې استوګن او طبيعي فکره شخصيت وي. د هنري ادبياتو د دې برخې اساس داسې دی، چې پېغام په خوند کې ونغاړو. ولسونو ته به موږ حقايق او عبرتونه هغه شېبه ورسوو، چې د مستقيم او وچ نصيحت په څېر نه وي. يو چا ويلي، چې که د چا را ماتول غواړﺉ، د هغه سړي عقل ته کم او احساساتو ته يې ډېر مخاطب شﺉ. که چا ته دا ذهنيت ورکول غواړو، چې له قتله يې را وګرځو، ممکن تر زور او تېزو خبرو يې په داسې احساس پارونکو يا داسې غرور او غوسه ماتونکو خبرو، چې لکه د خپل وجدان پر سړي سختې او بيا هم سړې لګېږي، ورباندې ومنو. ماشوم جسماًله شوخي څخه په جبر هم منع کولی شو، خو ذهناً بيا دا کار هغه مهال شونی دی، چې پر احساساتو او عقل يې واکمن شو او دی پخپله د هغه ممنوع کار پر بدۍ قايل شي.
دغه غريزه په لوی انسان کې هم شته او اړ يو چې دی هم ذهناً فتح کړو. په ټولنيز ژوند کې دا کار تر ډېره د ښه شعر او اغېزناک هنري نثر دنده ده.
استاد پسرلي ويلي و، چې:
د زور او زر مريي ته عاطفې نه ښيي لار
تر اوسه چې زرګر پېژني کوټ او زر په تيږه
دلته موږ د دويم بيت په وسېله -چې د لومړي لپاره دليل دی او په عربي ادب کې دا ډول جوړښت ته ضمني تشبيه وايي- قناعت ته رسېږو.
په نثري پلو کې د ښاغلي نصير احمد احمدي د جوجو ناول بېلګه وړاندې کولی شو. په دې ناول کې پېښې، مکالمې، صحنې، مظرکشۍ، تصويرونه او کرکټرونه ټول د منظم تړاو له مخې لوستونکی ضمني ذهني قناعت رسوي. موږ د ښه او بد پر فلسفو سرسري تېرېږو؛ له ځانه مو نه دي پوښتلي چې زه دا ښه ولې وکړم؟ ولې ښه دي؟ بد ولې و نه کړم؟ پلانی ولې بد کوي؟ بد ولې بد دي؟ او آيا دا ښه رښتيا ښه او بد رښتيا بد دي؟
که له غله پوښتنه وکړې، چې ولې غلا کوي يا يو بل داسې کس چې ښه نه کوي، هغوی به بې جبره هم پر دې قانع وي، چې دا ښه نه دي؛ مګر دی يې ځکه کوي، چې ذهني قناعت ته نه دی رسېدلی.
ژانرونه دوه اساسي قطبونه لري، چې له کليمو او معناوو عبارت دي. مثلا يو ناول هغه وخت ژوندی کېدای شي، چې د کلماتو په وجود کې يې د معنا روح پروت وي. د دې تلازماتو سالم امتزاج بيا کولی شي، چې خوند او پېغام وزېږوي. د دا ډول بيان او مستقيم نصيحت تر منځ توپير داسې مثال لري، لکه يو ښکلی او بدرنګه انسان چې درته يو ډول خبره کوي؛ خو پر تا شايد د انساني فطرت له مخې د ښکلي جملې ډېرې اغېزناکې او د منلو وړ تمامې شي.
جوجو ناول د خواږه هنري بيان له مخې هماغه ښکلي انسان ته ورته دی، چې هم یې خبره اورو، هم يې منو او هم خوند ترې اخلو. له تخنيکي پلوه اروزنه يې هم د پېغام له مخې ځکه کولی شو، چې تر هغه پېغام خوندور کېدای نه شي، چې جوړښتي ادبي ستونزې موجودې وي. که دا سمه نه وي، نو تر اوسه موږ ولې د ګونګ خبريال او ګونګ سندرغاړي تصور نلرو؟
په ناول کې له ارزښتمنو ټکو څخه يو دا هم دی، چې محوري کرکټرونه بايد د لوستونکي زړه ته پرېوزي. که يو چا ته يو څوک مهم نه شي، د هغه په اړه به خبرې او پېښې ورته ډېرې کړاندونکې شي. دغه ناول په دې ارزښت هم ډاډه دی.
جوجو موږ د ډېرو مخلوقاتو پر نظر او خبر و پوهولو. په انسان کې يې داسې طبعه وروزله، چې په خپلو بې پروا اندازونو بايد انسانيت زخمي نه شي او زخمي شوی دی. په دې ناول کې د جوجو کرکټر په لاس موږ د حيواناتو او حشراتو په هغو نظرياتو چې راته د عبرت پېغور دي، داسې خبر شوو، چې هم يې په اسانه اورېدو ته تيار يو، هم يې په تلوسه کې خوند لټوو او هم يې پر عملي کولو ځان وياړلی احساسوو.
جوجو ناول بل پر دې بريالی شو، چې په ړندو سترګو منلي خراب روايات يې را وښودل او مات کړل. د دې ناول تر لوستنې وروسته پر خپلو ډېرو اخلاقي تشو شرمېږو او داسې څه ته مو ور پام کوي، چې تر دې مخکې مو ورته د عادي والي په خاطر سترګې هم نه ور اړولې.
دوښمن د انسانيت په پسته، نرمه نه پوهېږي
د مار او د لړم نشته ځواب مګر په تيږه
(مرحوم پسرلی)
جوجو په دې ناول کې هغه کرکټر دی، چې ممکن دا بيت يې هم په داسې حيرت کې واچوي او داسې پوښتنې راڅخه وکړي، چې موږ هم پر بيت قايم باور له لاسه ورکړو. کېدای شي، د مار او لړم نظر راته بيان کړي، هغوی ووايي چې انسان ما ولې د ځان دوښمن ګڼي؟ که موږ له انسانه وېره نه لرلی، ولې به مو نېښونه ورباندې لګول؟ انسان دی، چې له موږ يې ضرر رسونکي جوړ کړل!
۱۳۹۳/۱/۲۴
کابل