طنز
لیکوال: عبدالنافع همت
دا د برابرزيو قومي شورا ځانګړې غونډه وه چي مشري يې (آس بلو) کوله. تر ډوډۍ خوړلو وروسته آس بلو په خپلو غوړو ګوتو اوږده ږيره خلال کړه، لکه د غوايي رمباړه لوی ټېغ يې وکيښ او بيا يې د غونډي برخه وال مخاطب کړل: ټول قومونه غواړي چي د ولسمشرۍ لپاره کانديد ولري، متل دی وايي: خر چي تر خره پاته سي لکۍ يې د پرې کېدو وړ ده. تاسي وواياست چي موږ تر چا پاته يو؟ بايد موږ هم د ولسمشرۍ لپاره کانديد ولرو. تر دې وروسته (د خټو چاچا) په داسي حال کي چي په یوه لاس يې خپله واګه پرتوګاښ ورټول کړ او په بل لاس يې پزه پاکه کړه، د آس بلو خبره ورغبرګه کړه: حاجي وزير صاحب ښه وايي، هيڅوک د چا غم نه دی اخيستی، انتخابات منتخابات نسته، هر څوک خپل جېب ډکوي، زه وايم يارانو که پيسې ګټئ، نو دغه يې وخت دی، بيا په خدای که داسي موقع پيدا کړئ! يو څوک به کانديد کړو، بيا به يې يوه ښه غوښن او شتمن کانديد ته تېر کړو، انتخابات خو دغه کار دی چي تېر سه، راتېر سه، وايي: واوړه راواوړه، غنچه ګلونه راوړه. ټول خلک دغه کار کوي، موږ به يې هم وکړو.
(سرفيکول ماما) لمن پر زنګنو ورکش کړه، اواز يې لکه نرښځي نری کړ او بيا يې په فاتحانه انداز وويل: حاجي والي صاحب ښه خبره وکړه، خو دا کار دومره اسانه هم نه دی، هوښياري غواړی، ژبه غواړي، تعلیم غواړي، لنډغري غواړي، له خارجيانو سره انډيوالي غواړي، که دغسي وړ څوک په موږ کي سته بسم الله کړئ! د سرفیکول ماما خبره لا نه وه خلاصه سوې چي (آکوک لالا) يې خبره ورپرې کړه: وا وروره موږ تر چا کم يو؟ که د زور کار وي په زور یې ورسره معلوموو، که لوچګي وي، لوچګي ورسره کوو، په رمبکي او خاشپاشک کي هم تر چا کم نه يو، په هره لار يې ورسره معلوموو.
(مار آغا) چي تر دې مهاله يې لکه وری په مېوه دانۍ کي نرۍ خوله وهله او د نخودو کړپی يې ټول مجلس اورېد، سر راپور ته کړ: ښه سمه ده، داسي يې وبولئ چي په قوم کي مو يو ښه پهلوان او مناسب کانديد پيدا کړ، که خرڅ نه سو، بيا به څه کوو؟ (کميس رحيم) چي لمن يې لکه د طاوس لکۍ نيم متر مخ ته غوړېدلې پرته او د نسوارو د قطۍ په هينداره کي يې خپل برېتونه سمول په ډډ اواز وويل: ياره حاجي وکيل صاحب په خدای بيخي د چوغکي (مرغۍ) زړه دي دی، انسان خو پرېږه، نور قومونه شين خر کانديد کړي، څو کاله وروسته خيرالله خان ځني جوړ سي، ته وايې که خرڅ نه سو بيا به څه کوو؟ ولې به نه خرڅېږي؟ په خالق تعالا چي په لس چنده ګټه يې درخرڅ کړم، ښه اوس پر دې موضوع خبري وکړئ چي څوک به کانديد کړو؟
(حاجي خړ سردار) لکه مار چي چونګښه تېره کړې او په ستوني کي يې بنده وي، په پرسېدلي ستوني وويل: حاجي کوکو ماما به کانديد کړو، هم يې وزارت کړی دی او هم سواد لري. (صوفي تورک ماما) مخ ته پرته توفدانۍ ورپورته کړه، نسوار يې توف کړه، خو په سپينه ببره ږيره کي يې لکه شنه توتيان چي ناست وي، د نسوارو څو ټوټې ښه روښانه برېښېدلې، په جګ اواز وويل: وا وروره تاسي ولي ځان خطاباسئ، زه دا منم چي حاجي کوکو ماما هم دينداره سړی دی، هم سواد لري او هم په سياست پوهېږي، خو هغه کله ځان خرڅوي؟ هغه زموږ شورا ته نه راځي، هغه په دې شورا بيخي شرمېږي، وايي دا قومي شوراګاني افغانان سره وېشي او د قومي دلالانو د شخصي ګټو دوکانونه دي، که زما خبره منئ تر دې سړي به تېر سو، پر يو بل چا به لاس کښېږدو.
(حاجي غټ ماما) چي تر دې مهاله یې خبري نه وې کړي، يو ځل د شا خوا ژر ژر وګروله او بيا يې مجلس مخاطب کړ: زه خو چي مجلس ته ګورم کانديد نه لرو، خو بايد سر سره خلاص کړو، اصلي خبره دا ده چي موږ نه پاچهي ګټو او نه يې ګټلای سو، موږ غواړو چي هم مو قوم يو څه مشهور سي او هم يو څو غيرانه پيدا کړو، ښه نو چي پيسې پيدا کوو، بيا يې زما چم زده دی. ز له بدو سترګو دي خوندي وي زه يو زوړ خر لرم، خو نن مي يو زرنج هم رانيو، زرنج تر خره هم ډېر بار وړي او هم يې مصرف کم دی، نو خر بېکاره دی، راسئ چي دا خر کانديد کړو. پر دې خبره ټول مجلس وخندل. په دې وخت کي (چاچا ملنګ) چي تازه يې په (پيپسۍ) لاسونه پرېولي او د سګرېټي بوی يې د ټول مجلس تر سږمو سو، مجلس ته راغی، يوه پنډ بالښت ته يې تکيه وکړه او بيا يې وويل: زه خو اوس مجلس ته راغلم، بس يوازي مي د خره خبره واورېده، زه د خره په کانديدۍ کي ستاسي ملګری يم، زه ښه پوهېږم چي دا انتخابات نه دي سمه خربازي ده، خو که نور قومونه انسانان کانديدوي او موږ خر کانديد کړ خلک به څه وايي؟ حاجي مولوي صاحب تاسي د خره په باره کي څه نظر لرئ؟ (حاجي ملا غوړ اخوند) لکه منتر چي پخوي، اول يې څو ثانيې خوله ښوروله، پر خپله لویه خېټه يې لاس تېر کړ او بيا يې په صاف اواز وويل: ګورئ وروڼو خر په دين کي خورا لوی مقام لري، په قرانکريم کي يې دوه ځله يادونه سوې ده. زموږ پيغمبر (ع) هم خر ساتلی و چي (يعفور) نومېده. حضرت عذير (ع) هم خر درلود او بل دا چي موسی (ع) هم خر درلود، آن دا چي تورات به د همدې خره په وسيله له يوه ځايه بل ځای ته وړل کېده. زموږ په وطن کي هم خره اسلام ته ډېر خدمتونه کړي دي، له روسانو سره د جهاد پر وخت مجاهدينو سلاوي، مهمات او خوراکي مواد پر خرونو باندې له يوه ځايه بل ځای ته وړل.
په دې وخت کي (لنډي اخوند زاده) چپنه پر لويه خېټه راټوله کړه، لکه پيشي چي تازه موږک خوړلی وي، پر شونډو يې ژبه تېره کړه او بيا يې وويل: سبحان الله، زه خو ولاکه خبر وم چي خر په اسلام کي دومره لوی مقام لري، د حاجي غټ ماما يې کور ودان چي د قوم لپاره دومره لويه قرباني ورکوي، خو زه هم يوه اندېښنه لرمه، هغه دا چي ايا دا خر به د انتخاباتو کميسيون راسره ومني؟ حاجي ملا غوړ اخوند بيا د خبرو نوبت واخيست، تر پخوا ډېر جدي سو، سترګي يې داسي رډي راوختلې له غوا ته چي ډوول ووهې، په لوړ اواز يې وويل: وا وروره خر څه مشکل لري؟ هسي هم په اساسي قانون کي د ولسمشر لپاره د پوهي او سواد يادونه نه ده سوې، څلوېښت کاله عمر يې شرط دی، هغه خو حاجي غټ ماما وويل چي خر زوړ دی، ياني هغه مشکل هم حل دی، بل شرط يې افغانيت دی، هغه مشکل هم حل وبوله، ځکه چي خر (ټامي) نه، بلکي خپل وطني خر دی. بل شرط يې دا دی چي کانديد به د با صلاحیته محکمې له خوا د کوم جرم په تور نه وي محکوم سوی، نو خره بېچاره به څه جرم کړی وي؟ حاجي غټ ماما لا د خپلي ولسوالۍ ټول دښتونه لاندي کړل، خو خر يې مطلق معصوم او بې ګناه دی، دلته يوازي د اسلام مشکل پاته دی، په اساسي قانون کي د ولسمشر لپاره يو شرط دا دی چي بايد ولسمشر د نورو شرطونو تر څنګ مسلمان هم وي.
(ډاکټر خلنجی) چي په اصل کي د غواوو ډاکټر و او خلکو په غياب کي (خر ډاکټر) باله او تر دې مهاله يې يوازي نخود خوړل، بې نوبته خبري شروع کړې: بس هغه چم يې زما زده دی. زما يو زوی لږ لېونحاله دی، موږ يې له نازه (سورلنډی) بولو، داسي لېونی نه دی چي په هیڅ نه پوهېږي، خبري، خوراک، فیشن، په هر څه پوهېږي، څلوېښت کلن هم دی، بس دا يو مشکل لري چې عقل يې د ماشوم دی. داسي به وکړو چي خر او زما زوی به چين ته بوزو، هلته به يې عملیات کړو، د خره ماغزه به زما د زوی د سر په کوپړه کي کښېږدو، هغه دی چي د کانديد زور او خويونه به د خره وي، خو رنګ او خبرې به يې د انسان وي. خره ډاکټر لا خپلي خبري نه وې پوره کړي چي حاجي ملا غوړ اخوند دوعا وکړه، ويل بس خدای دي يې د خير کړي، شکر چي موږ هم د نورو قومونو په شان خپل کانديد پيدا کړ.
څو ورځي وروسته حاجي غټ ماما، خر ډاکټر او د قوم څو سپين ږيري چين ته ولاړل، هلته يې سورلنډي ته د خره ماغزه ورواچول، عمليات بريالي سول او د قوم سپين ږيري بيرته افغانستان ته راغلل. په سبا يې سورلنډی د انتخاباتو کميسيون ته بوت او هلته يې کانديد کړ، لومړی مرستيال يې حاجي غټ ماما او دوهم مرستيال يې لنډی اخوندزاده صاحب وټاکل سول.
سبا ته د ورځپاڼو په لومړيو مخونو کي د خرو لوی لوی تصويرونه چاپ سول او دا کار ډېر ستايل سوی و. يوې ورځپاڼي د يوه مدني فعال له خولې ليکلي وه: ((زه د برابرزیو د قومي شورا دا کار ستايم، په افغانستان کي يوازي انسانان نه، بلکي حیوانات هم اوسېږي، موږ خوشاله يو چي اوس په خرو کي هم مدني فعالان پيدا سوي او دا دی خر يې ولسمشرۍ ته کانديد کړی دی. دا ټول د غربي ډيموکراسۍ برکت دی، که افغانستان ته غربي ډيموکراسي نه وای راغلې، نو خرو به د پخوا په شان زوړ فکر درلودای او له امريکايانو سره جهاد کي به يې هم برخه اخیستې وای، خو شکر دی اوس خره هم ډيموکراټان سوي او له مدني فعالانو سره اوږه پر اوږه مبارزه کوي)).