شنبه, اپریل 27, 2024
Homeمقالېدرید فیسبوک عجایب | نګین کرګر او سپوږمۍ اکبرزۍ

د فیسبوک عجایب | نګین کرګر او سپوږمۍ اکبرزۍ

د فیسبوک د دوه مشهورو نارینه څیرو لیکني مې ولوستې. یو دی قرار صیب چی په ‌‌‌‌‌‌ډیر ظرافت سره یې د پښتنې میرمنې د زړه غږ په هغه شعر کې منعکس کړی و چې د سږ کال د اګست په اتمه یې ویلی دی.
مجید قرار لیکې:
ډېرې ښځې به دا ویل غواړي، خو ویلای به یې نشي. که یې ما ته اجازه وي، زه به یې د دوی په ژبه ووایم:
دا ستا غوندې انسان یمه
خپل واک او خپل وجدان یمه
که ګټه، که تاوان یمه
زه ښځه یم، د ځان یمه
نه یاره، نه دلبره یم
نه سروه، صنوبره یم
نه مینه، نه جانان یمه
خپل نوم یم، خپل نښان یمه
جذبه د خپل ایمان یمه
شمله نه یم، نه تاج یمه
نه ستاسې دروند رواج یمه
ساده نه یم، په سد یمه
بدل نه یم، نه بد یمه
پاړسي نه یم، پښتو نه یم
خرڅېږم نه، بیزو نه یم
**
د ځان یمه، د چا نه یم
د بل سړي حیا نه یم
د بل سړي نېکي نه یم
د بل سړي خطا نه یم
زه مور نه یم، زه خور نه یم
عزت د چا د کور نه یم
ځواب د چا د تور نه یم
ادا د چا د پور نه یم
ټبر ته مې پیغور نه یم
دا ستا غوندې، انسان یمه
خپل واک او خپل وجدان یمه
که ګټه، که تاوان یمه
زه ښځه یم، د ځان یم
دا شعر چې مې ولوست نو رایاد شو چې زموږ پښتنې لوستې ښځې په ‌‌‌‌‌‌ډیر کړاو ویره خپل احساس په شعر او نثر کې لیکي. او که کومه یوه دا جرائت وکړي یو شل رقمه ټاپې پرې وهل کیږې.
اوس سوال دا دی چې ولې؟
دا ځکه چې موږ پښتنانه داسې روزل شوي یو چې کله هم په خپلو احساساتو خبرې نشو کولای. موږ ته نه دې ښودل شوې چې خفګان خوشحالي درد، هیجان، اضطراب ښکاره کړو. د کور غړو سره یې شریک کړو.
ما ته د لومړی ځل لپاره دا ‌‌‌‌‌‌ډیره عجیبه وه کله چې مې د محصلۍ په دوران کې ترجماني کوله. د یوې میرمنې چې د ژور خفګان سره مخامخ وه د هغې د سی بی ټې یا Cognitive Behavioural Therapy ساعتو کې به مې ترجمه ورته کوله.
کله چې به داکترې دې ته د یوې خوږې یا ترخې خاطرې د یادولو او د هغه مهال احساساتو په هکله پوښتنه وکړه نو دا میرمنه به نه پوهیده چې څه ووایې، څنګه هغه خپل تیر شوی احساس بیان کړي…
دا ولي؟
دا ځکه چې میرمنې کله هم تصمیمم نه ده نیولی هر څه ورته ویل کېږي او د یړی ښې نجلۍ یا میرمنې په څیر چی میعار یواځې هري خبری ته هو ویل وو هو کول.
د هغه نه پس ما ته را یاد شو که زمونږ خلکو کې نجلۍ ناروغه شي باید غږ پورته نکړي، که میاشتنۍ مریضې یې راشې نو لوې شرم دې چې روژه وخورې یا چا ته شکایت وکړې چې نن جوړه نده، مونږ پرته له دې چې پوه شو دا د ښځې د فیزیولوژې یا د بدن وظیفوې یوه طبیعي دوره ده چې باید پاکوالي او استراحت ته پکې ‌‌‌‌‌‌ډیره پاملرنه وشې.
د دې نجلۍ حالت ته اهمیت نه ورکوو بلکه دا لوی شرم ګڼو چې هغه خپل غږ راوباسې.
که د نجلۍ نس درد وکړې د شرمه به غږ نه پورته کوې هغه سبا ناڅاپه مړه شې، غږ یې د خولې نه ووځې او د اپندیسایتس په شان یو بی طاقته درد یې زغملې وي.
زمونږ ټولنه کې نجلۍ نه د خندا حق اخیستل شوی دی، هغه باید په لوړ غږ ونه خاندې ځکه شرم دی، هغه باید په لوړ غږ ونه ژاړې ځکه هم شرم دی، آئینه کې ونه ګوري، سینګار ونکړي، سندرې زمزمه نکړي او خپل میړه ته هم سینګار ونکړي ځکه دا هم غټ شرم دې.
د مجید قرار دا بیت (خرڅېږم نه، بیزو نه یم) چې مې ولوسته نو د داکتر بهیج صیب وینا چې د مارچ په نهمه سږ کال یې لیکلې وه را یاده شوه. اول د بهیج  صیب نه بښنه غواړم هیله ده چې په خپلې مشرولی مو وبښې.
زمونږ ټولنه کې د واده شوېښځې هیڅ کله خوندی نه وې، اول چېپه ولورو یې کورته راولېدا تاوان تری غواړې چې په تا مو ‌‌‌‌‌‌ډیرې پیسې ورکړې دي او حتی که یې د ورځې‌‌‌‌‌‌ډبوې نو دشپې ورسره په زوره خپل هوس هم پوره کوئ، د Inter-martial Rape یا د واده شوې ښځې د تجاوز په نامه لا څوک څه پیژنې هم نه حال دا چې په نوره نړۍکې دا قانون په 1848 کې وړاندې شوې و. نو ددی نه قیاس کیدلې شې چې ولې زمونږ یو پوه شخصیت داسې شیان لیکې؟ “
که د میړه نه یې د کوم موبایل، جامو، بوټانو غوښتنه وکړه نو په بدل کې یې باید میړه سره څملې”.
دا هغه وینا ده چې زه تر نن پورې پوه نشوم چې ولې یو پوه انسان داسې د یوې ښځې او بیا زمونږ وطن کې چې ‌‌‌‌‌‌ډیره شیمره یې نالوستیي او خود کفا ندې سپکاوۍ وکړي؟
د ښځې او نارینه تر مېنځ دا توپیرونه د طبیعي توپیرونو سربیره نور د ټولنې په لاس جوړ شوي؛ د کلتور او رواجونو څخه متأثرة دي. ځان پیژندنه یا اګزیستنس یواځې د نارینه او ښځې بیالوژیکي توپیر چې علم یې دجنسیت اختلاف مني.
کله چې مې د داکتر بهیج نه پوښتنه وکړه چې صیب کومې ښځې (فاکولته پاس، ماستر پاس، نیمچه باسواده، که خوشایې چې تپي؟) یادوې نو ځواب یې رانکړ.
کاشکې هغه نارینه او ښځینه چی فیسبوک کی د ښه سړیتوب او بیبیتوب دعوی کوی او نورو ته ځان فرښته ښایي په واقیعت کې هم فرښتې وای.
 افغانه هغه ټولنه ده چې ښځې پکی نه یواځې د نرواکۍ له لارې ځپل شوي بلکه د دین او کلتور قرباني هم دي.
په دې کې هم یومشاور لکه دا ویناوال صیب د يوتيوب نه را پیدا شي او د ښځو د وجود پلورلو په هکله پړپړې لیکي.
او نور یو څو کسان ورته واه واه او د لاسونو پړقا کوي.
اول یوه وأده شوې ښځه په افغانه ټولنه کې د داکتر صیب په وینا وجود پلورلو په بدل کې د نارینه څخه کوم، کالي، موبایل، د جېب خرڅ او انترنت بل نغواړي.
بلکه:
د نارينه د بى مزده مزدورۍ په بدل کې یې غواړي.
د نارینه د خور، مور، پلار، ورور، نیا او نیکه د کور او تشنابونو پاکولو د کالو مینځلو په بدل کې یې غواړي.
د نارینه د پلار، ورور، خور، مور، نیا او نیکه ته د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ پخولو په بدل کې یې غواړي.
د مېړه د پلار، ورور، خور، مور، نیا او نیکه ته د کور جارو او صافي کولو په بدل کې غواړي.
د مېړه د پلار، ورور، خور، مور، نیا او نیکه ته د کالیو مینځلو او اتو کولو په بدل کې غواړي.
د نارينه د شا ته پاتي او پوچ مغز ښکار دي چې له پلار نه نیولې تر مېړه هر نر یې د هرنوم تر لاندې ځپي.
چې ناموس ترې جوړوئ او دکور په څلورو دېوالونو کې یې ژوند محدودوئ، نو ولې به ستاسې د کور مزدوري نکوي لسیزې وشوې چې نجلۍ زمونږ وطن کې د تعلیم او اسلامې حقوقو نه بې برخې ده نو ولې به ستاسې منت ته احتیاجه نه وي؟
 د ښځې او مېړه تر مېنځ جنسي اړیکې مذهب روا کړي دي او د دواړو یو برابر برخه پکې وي.
ښځه ستاسې د بې انصافۍ با وجود دومره ظرفیت لري چې د پورته اضافي خلکو سره سره د نارینه بار او باچونګي هم روزي.
كه د دومره مزدورۍ په بدل کې تاسې یو موبایل او یو د انترنت بل غیرت هم نلرۍ بیا نو سم د تیګې د قرن بادار او کنیزو خواهشات تاسې لرئ.
داکتر صیب خپله خبره دلته نفی کوی ځکه کیداې شې چی ددوی مورهم خود کفا نه وه او دا د څمالستلو له وجی رازیږیدلې وي.
بله خبره دا شوه چی د دواده په شان پاکی رشتی ته توهین کړې دی او پلورل یې نومولې ده مونږ شکر که پوره مسلمانان نه یو خو پارت تایم خو یو او په نکاح عقیده لرو.
د افغاني ټوانې ژوند د اروپایانو په شان 50 / 50 ندئ. د نر اوښځی جنسی اړیکې څرنګه چی ساینس ثابته کړې ده چی د هر یو جنس یو فيزيولوژیکې ضرورت دی او مونږ مسلمانانو ته یې خدای حقه حلاله لاره چی وأده دی ښودلې ده. او د دواړو خواوو په رضایت وې. هغه چی کومه بدبخته په لیوڼي واوړي هغه بیله خبره ده. دا چی د موبایل او یا مادیاتو اخیستلو په بدل کی د دا صیب په فیسبوک کې لیکې او دی ته پلورل وایې نو بیا تاسی صیبان زنا کار یاست. ځکه زمونږ د ټولو میندی او نیګانو کله هم کار کړې ندی چې کور کې نیمه اقتصادی ون‌‌‌‌‌‌ډه واخلې.
میري والسټن کرافټ د اتلسمې پېړۍ فیلسوفی خپل لومړنی کلاسیک اثر “Vindication of the rights of woman”
یا د ښځو د حقوقو اثبات د ښځو د موجودیت په هکله وړاندې کړی او د ښځو د ژوند یې د انلایټمنټ یا روښانیت دوره چې د نوښتونو دوره وه څخه تصویر ته راښکلی. والسټنکرافټ د نړۍ نیم نفوس د مساواتو لپاره، د ښځينتوب له سره تعریفولو لپاره، او د ښځو حقوقو د پېژندنې لپاره هلې ځلې کړي کوم چې نارینه د نظره غورځولی .
د حیرانۍ خبره دا ده چې د والسټنکرافټ معاصرو عالمانوهغې ته د بې شرمې او سرکشې لقب ورکړی وه. دا ځکه چې هغې د نارینه وو پر تعصب سوال پورته کړی ‌ؤ. عینناً لکه زمونږ د شړومبو وطن کې ښځه خپل حق دعوا وکړې. د ښځو لپاره د مساواتو د فرصت، اقتصادي او انفرادي خپلواکي، انفرادي لاسته راوړنو غوښتنې کړې وې.
مګر وروسته هغه د فیلسوفانو پر جمعې کې ومنل شوه.
تاسې فکر وکړئ کوم حقوقو په هکله چې اتلسمې پېړۍ کې غږ پورته کېدلو، زموږ په وطن کې په یوویشتمې پېړۍ کې عیب او ننګ بلل کېږي، نو زه به نه لیوڼۍ کیږم؟
 ولې بیشرم یواځې ښځې لپاره تعریف شوې دی لکه بی شرم: د بیحیا یا بیشرم اصطلاح معمولا د ښځو لپاره استعمالیږی، او داسې کړو وړو ته ورته دي چې د ښځو لپاره ناوړه ګڼل کیږی
او د (ښځینه توب) خصوصیات پکی نشته. د ښځینه معیارونو ترڅنګ چې په ټیټ او نرم غږ خبری کول او له پوره حیا څخه ډکي جامې اغوستل، او د ښځینه چاپیریال ظاهری او باطنی حدودو ساتل ئې اجزاء اوبرخې دي. ښځې باید داسی تمکین وښیي چې «شرم » وګڼل شی. بیشرمی په عین حال کې له دی جملې سره چې «پدر کرده نبود هغه څوک چې پلار ښه روزنه او تربیه نه وی ورکړی » هم تړاو لري.
دا خبرې تل د دیوالونو شاته پاتی کیږې، او هیڅ څوک ترې عبرت نه اخلې.
خو بیا هم وایم که کومه ښځه خپل احساس په شعر یا نثر کې بیان کړې د کورنۍ نه نیولې تر لاروې پورې پر هغه ښځه قضاوت کوې او رقم رقم ټاپې پرې لګوې. پرته له دې چې ښځې ته د یو واحد شخص په سترګه وګورې هغه تل د چا تور او د چا پور وې یا ټول ټبر ته لوې پیغور ګرځې.یا د ولوورپه نوم خرڅیږې یا د نارینه په بدو کې په نکاح کیږې.
زه مور نه یم، زه خور نه یم
عزت د چا د کور نه یم
ځواب د چا د تور نه یم
ادا د چا د پور نه یم
ټبر ته مې پیغور نه یم
کله چې نارینه د ښځو په وصف کې شعر لیکې ټول ورته واه واه.
کوې
نه یاره، نه دلبره یم
دا سمه ده چې دپښتنې ښځې په وفا، دلبرۍ ښایست او مینه کې شک نشته او همداسې په ښکلا او ظرافت کې یې.
خو مونږ یواځې د هغې ظرافت مینه او ښکلا ته د هوس په سترګه ګورو پرته له دې چې دا هم ومنو چې دا ښځه خپل نوم خپل نښان لرې او په میړانه او ایماندارۍ کې یې د نړۍ په کچه سارۍ نشته.
که ښځه د ښځو غږ پورته کړي نو ځپل کېږې
او دا یواځې یو څو کسانو ته مثال ګرځیدلې شې او نور خلک یې د سره تیروې خو
 که مجید قرار ولیکل چې:
نه سروه، صنوبره یم
نه مینه، نه جانان یمه
خپل نوم یم، خپل نښان یمه
جذبه د خپل ایمان یمه
خلک یې خوښوي.
دا ولې؟ ځکه نارینه آزاده دي چې خپل احساس بیان کړي حتی که هغه د یوې ښځې د زړه غږ وي.
 دا ستا غوندې، انسان یمه
خپل واک او خپل وجدان یمه
که ګټه، که تاوان یمه
زه ښځه یم، د ځان یمه
ښه به دا وې چې د پورته جنسیتي تبعیض چې بهیج صیب لیکلئ و او نرواکي
 خبرو پر ځای باید د حل لاره وړاندې کړئ چې هغه د ښځو پر تعلیم سمبالول دي. چې دا ټیټ او پوچ مغز چې پیغور د زمانې دی د هغه نه بېغمه شي او مالي خپلواکي تر لاسه کړي.
خو پوهېږو چې د کاذب غیرت خاوندان کله دومره جرائت لري چې ښځې باندې تعلیم وکړي.
حتې په اروپا کې هم دا تعبیض ‌‌‌‌‌‌ډیر وروسته رابرسیره شو، د مثال په توګه په ٢٠١٣ كال كي په یوه لیک کې چې د نشنل جیوګرافیک مجله کې چاپ شوې و دا ثابته شوه چې روزلیند فرانکلین انګریزه کیمیا پوهه چې د دی ان اې DNA په سترکچریا کیمیاوې کرستل شکل کې یې ټوله څیړنه کړې وه دا واقیعت برسیره شو په یو لیک کې چې روزلیند خپل دولس کلن زوی ته د دي ان اې شکل تشریح کړی و خو د نوبل جایزه د دي ان اې سترکچر لپاره فرانسس او ګریک دوه نارینه وو په ١٩٦٢ کې واخیسته. حال دا چې روزلیند یې اصلې حق داره یې وه.
د ښځو حق او حقوق لپاره غږ پورته کول زموږ د نارینه او ښځو انساني وجیبه ده او د حق غږ باید د سپکاوي او پښتنې پیغورونو څخه پاک وي مخصوصاً چې په ټولنه کې د یو شخصیت چېټول ځوانان د هغه نه یو څه زده کوې. ځینې نارینه هڅې کوي د ښځو د حقوقو غوښتنو لاملونه د هغوی کمزورتیاوو سره وتړي. لیکن زمونږ د شړومبو او پیتاوې وطن کې ښځې کمزوره نه بلکې ځپل شوي، څه دین او څه هم د نارینه پر اصولو جوړ شوي قوانینو هغوی د کور د څلورو دیوارونو تر حدونو محدوده کړي. د ماشومتوب څخه د یو فرعي رول لوبولو روزنه ورکړل شوې چې باید د نارینه ملاتړ اوسېږي، د کور څخه وتل یې په اجازو او د ورځې یو ځانګړي وقت محدوده کړی.
د نارینه کور نه بهر او ښځه کور دننه اصطلاح زمونږ د پیتاوې اوًچون‌‌‌‌‌‌ډی نسواروکلتور کې خورا عامه ده او دا وېش ښځو ټولنېز، ښوونه، سیاسي، کلتوري ژوند بدې اغېزي پرې ايښي.
Nancy Cott نانسی کاټ او Rosalind Rosenberg  روزالیند روزنبرګ امریکایې تاریخ پوهانو په ‌‌‌‌‌‌ښه صراحت سره د ښځو ټولنیز او سیاسي ژوند د زیانمنیدلو اړوند تبصرې لیکلي چې د بېلو دائرو څخه یې ایدیولوژي د ښځو رول د کور تر څلورو دیوالو منتسب کړی.
همدا رنګه زموږ خلک، زموږ ټولنه ښځه د کور تر حدودو ساتي او بیا یې د دین او کلتور په نوم د هر پرمختګ مخه نیسي او یواځينۍ لاسته راوړنې یې د کور په کارونو کې مهارت پورې محدودېږي.
لومړی د ورور او پلار مفته مزدوري او بیا د مېړه یا مجازي خدای آشپزه، جاروکښه، کالاشویه، د اولادونو دایه مفته خدمتونو جوته کیږي.
اخیر کې هم د یو داسې بې احساسه نارینه د قلم ښکار کېږي چې د ښځې ټول خدمت او بې مزده مزدورۍ اهمیت د خوب تر ځایه تقلیلوي.
ددې حقیقت په هیله چې ښځه هم انسانه ده، هغه چې یوه پياوړې شاعره ده که لیکواله او که قالین بافې کوې یا په کانکور کې لوړې نمرې اخلې، داکتره یا معلمه ده، ، یا که د دارل امان ماڼۍ کې مهندسه ده ، خبرونه وایې یا ژورناسته ده، ګلدوزې کوې یا جامې ګڼ‌‌‌‌‌‌ډې، یا په کورني محفل کې د زړه له خلاصه ټپې او سندرې وایي، هغه که ماشومان لرې یا کله هم نشې مور کیداې، هغه چې د رنګه توره ده یا سپینه ، هغه چې لوستې  یا نالوستې ده، هغه ښځه چې په کاغذ رسامی کوې یا ښکلې رنګارنګ کوچیانې جامې جوړوې، هغه چې غوا او خوسي ساتي او په پټیو کې په سره لمر کې کار کوي، هغه چې خپل ماشوم ته شیدې ورکولې شې یا چې شیدې نلرې، هغه چې کومه ورځ ناروغه وې او استراحت ته ضرورت لرې. دا ټولې هنرمندی او پیاوړې دي، دوې د میړانې، وفا ښایست او وقار سمبول دي او نارینه د هغوی د نامکمله ټولنیز وجود ګناهکاران. ښه به وې چې مخکې له دې نه قاضیان شو یو ځل ددې ښځو په ځاې خپل ځان راولو. او خپله بې سنده قاضیان نه اوسو کوښښ وکړو چې اقتصادی پیاوړتیا کې ورسره ملتیا وکړئ د نرواکۍ له بېړیو نه یې آزاده او د مکمل انسان په پېژندګلوي کې یې ورسره همغږي وکړئ.
یادونه:
د مجید قرار او بهیج عثمانې سره په دی اړه خبری شوې او د شعر او نیوکو اجازه مو ترې اخیستې ده. (لیکواله)

5 COMMENTS

  1. لیکنه هر اړخیزه شوې وه، خو زما په نظر پښتنه ټولنه د بدلون په حال کې ده، تاسې چې د څومره ازادۍ خبره کوئ، هومره ازادي پښتانه ځوانان تر اوسه نه لري، مثلاً همدا اوس هم په ولسوالیو او حتی نیمه ښاري سیمو کې هلک د رشتې د انتخاب حق نه لري، د جلۍ لپاره خو دا حق بیخي نه ورکول کیږي.
    ستونزې ډیرې دي خو زموږ ستاسې ګډه مبارزه باید اولیت د یو باسواده افغانستان لپاره وي، کله چې سواد راشي دا ټول تبعیضونه کمیږي، یو نیم کس چې تاسې یې لیکنه کې هم یادونه کړې ممکن له سواد وروسته هم په خپل دریځ پاتې شي، خو په ټوله کې د ښځو پر وړاندې تاو تریخوالی د سواد د کچې د لوړیدو سره مثبته اړیکه لري.

  2. مننه ستاسو د نظر نه. نجلۍ ته په کلې کې مکتب نشته یو څوک وو ویلې فاتحه ته لاړم یو انسان پکې نه وو ټولې ښځې وې. نو د انسان په سترګه ورته نګورې هغه به څنګه غږ وباسی خود به ورته د لوښې نظر ګیږې .

  3. اعتدال ښه شی دی افراط او تفریط دیوې خوانه هم ښه نه دی افسوس چې ما نه دنرانو دطرفدارو او نه دښځو دپلویانو نه معتدل کلام وا نه ورېده

  4. دا خو ښکاره خبره ده چی د لیبرالیسټی افکارو څښتنان او د هغوی محلی مُریدان د توطېی د تئوری د حقانیت څخه منکر دی خو سره لدی د یو کم سواد افغان پتوګه د نظر د څرګندوونو حق لرم
    ګوری برادرانو
    موږ د وروستی یوی پیړی په اوږدو کی د عجیب غریب حالتونو سره مخامخ سوی یو
    د امان الله خان د افراطی مینی له کبله را ته د تلوار او عجولانه سرعت دوپینګی دارو تزریق سوه او لس کاله وروسته دی دوپینګ منفی اثر وکړ او د پر مختګ پر ځای شاتګ ته وهڅول سوو
    نهه لس میاشتی وروسته ددی منفی دوپینګ آثار او اغیزی محو او خنثی سوی او نوی شرائط حاکم سوه
    پنځوس کاله د تخنیث دوپینګ را تزریق سو یعنی نه مو مخ په وړاندی د سرعت کچه لوړه سوه او نه مو د تیرو دوو دوپینګونو سره خاصه علاقه درلوده
    پنځوس کاله ډیر اوږد عمر دی د یوی ټولنی د اساسی بدلون د څرنګوالی د تثبیت لپاره
    تر پنځوس کاله خنثی حالت وروسته مو ملی بدن د یو بل سور دوپینګ د ستنی درد ولید دا درد دومره ځوروونکی او فریاد ئی دومره جګ ؤ چی د دوپینګ د فابریکی د مالکانو یعنی کرملین نشینانو غوږونه او پښتورګی ئی ور فلج کړه
    د همدی سرَه دوپینګ له برکته ! یو بل ویرانوونکی دوپینګ را تزریق سو چی حتی د مور د لمن (کابل) له سترګو ئی اوښکی توی کړی
    امّا وروستی اوولس اتلس کلن را ته تزریق سوی دوپینګ
    څه ووایم
    د ځینو قلموالو په ګوتو ئې داسی قلمونه په اختیار کی ورکړی دی چی یو قلموال مو پر بایسکل باندی د سپوږمی سفر ته هڅوی او بل قلموال مو د زمانی د ناندریو څخه بیروی او همهغه زوړ سنتی حالت را ته ښکلی ایسوی
    د ښځی او نر د بحث پراخ اړخونه یوه پراخه حوصله او حتی اخلاقی مذهبی وجدانی جنسیتی مؤقعیتی قربانیو ته اړه لری
    کومه ورځ می د یو پیښوری پښتون سره د مولانا بجلی ګر !د افکارو په هکله بحث درلود
    ور ته می وویل چی
    دا ستاسی مولانا د ښځی د موجودیت په وړاندی ډیر ګوستأخانه بیانونه تر خولی را باسی چی هم د شرع خلاف دی او هم د عقل او هم د زمانی
    ستاسی مولانا د نورو منحرفو ادیانو او نورو وچو او احمقانه مذاهبو متصدینو غوندی ښځه د شیطان ملګری او د ګناه عامل ګڼی
    که کومه ورځ پیښور ته لاړی او مولانا دی ولید نو زما سلام ورته کوه او ورته ووایه چی
    ګوره مولانا جانه
    د ښځی په توهین کی ستا غوندی نر خپل توهین پروت دی
    ته ( نر ) ښځه د ګناه ښکارندوی بولی خو د ښځی د غیابت په صورت کی د لواطت غوندی شنیع عمل مرتکب ئی
    هغه شنیع عمل چی درست یو قوم پکی غرق سو
    د زنا او لواطت د بدو عواقبو تر منځ توپیر د دوږخ او جنت تر منځ د توپیر په ډول لوی دی
    بناً مولانا جانه خپل هغی ته دی کیزه ور واچوه او ښځه مه ګرَموه
    دا ؤ د مولانا بجلی ګر او د هغه د مُریدانوا کسټ
    امّا د فمینستی افکارو د څښتنانو څخه یوه هیله
    عجله مکوی
    موږ نران اوس یوه ګوله ډوډی پیدا کو او که ستاسی فرمایشونه عملی کو؟
    هر څه په توازن او تناسب باید مخته یووړل سی
    دا به ژړوونکی او خندوونکی وی زما نر لپاره او حتی زما ښځی لپاره چی نن می د ژوند ډیری چاری ورانی دی او زه د توازن او تعادل د واقعیت د ادامی پر ځای هغه څه تر سره کړم کوم چی نن ئی نه توان لرم او نه ئی ګډ او مشترک توافق شتون لری
    سره خپه کیږو به نه

  5. ‌‌‌‌‌‌ډیره مننه ستاسو د لیکنو نه. انشالله چې ځوان نسل تر هر څه دمخه انسانیت او وقار د نر او ښځې لپاره غوره کوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب