مازدیګرني نري باد د قبرونو رابوټیدلي نازک بوټي زنګول. دی له یوه او بله ګوره تیریده د پلار ګور یې پسې غوښت. نهه کاله وروسته له اروپا کابل ته راغلی و. پر یوه ګور یې ګومان راغی، کاغذي دستمال یې پرشناخته تیر کړ، د یوه ځوان قبر و چې سږکال چاودنې وژلی و. د بلې شناختې دوړې یې وڅنډلې هغه د پروسږکال شهید و. بل ګور ته تم شو، اخ یې کړل. پښه یې له اغزي سره ولګیده. بوټی یې له پایڅې لرې کړ، غوټ بوټی دومره وچ و چې پر ملا مات شو. د شهدای صالحین پر زیارت یې سترګې ولګیدې:
« دومره خو لرې نه و؟»
شاوخوا یې وڅارله، د لمر سترګه د غره شاته وغورځیده. ژړا یې تر غوږو شوه، پوه نه شو چې څوک چاته که پر چا ژاړي. دوو ماشومانو چې بدنۍ یې په لاسونو کې وې دی له دوو خواوو ایسار کړ:
– پر قبر اوبه واچوو
ده شاوخوا کتل. کوچنیان ترې تاویدل راتاویدل:
-خیر دی ثواب لري
څو ګامه څیرمه یوه سپین ګور ته ودرید، د ماښام تتې رڼا ته یې د مرمرینې شناختې پیکه شوې تورې کرښې نه لوستل کیدې. شاته یې مخ واړاوه هغه ماشومان چې مخکې یې خیر غوښت نه ښکاریدل، ګامونه یې چټ کړل. یوه رڼا یې له ښۍ سترګې سره تیره شوه، که یې داسې وانګیرل. ناڅاپه پر یوه ګور وخت ټوپ یې کړل لکه څوک چې یې پښه راکاږي زور یې وواهه، ګام یې تر دوهم ګور واوښت. د زړه دربا یې زیاته شوه. ګړندی شو. له هدیرې سره د غځیدلې سړک غاړې ته دوکان پرانیستی و، دوکاندار د ایلکین رڼا ته ډبره ریګمالوله. دی ساه نیولی ورته ودرید. دوکاندار وویل:
-فرمایشونه ډير دي په لنډو ورځو کې د نوې شناختې جوړیدو ته وخت نه لرم
-زه یې نه جوړوم له ما شناخته ورکه شوې؟
-له ما دې اخیستې وه؟
ده سر وخوځاوه. دوکاندار د جوړو کړیو شناختو مخې ته تر لاس لاندې شناخته ودروله. د دوکان څادري ور یې راکاش کړ په تیاره کې د دروازې بد کغ شو. سړي شاته ګام واخیست. دوکاندار د غره په لور رهي شو، ده د هدیرې خواته وکتل. هدیره په تیاره کې تکه توره ښکاریده.
پای