اصل کې زموږ د شاعرانو په تخلیقي تجروبو؛ که لږ څه هم ویل شوي وی، نو اوس به د شعر په برخه کې د ښه تخلیق معیار ذهني عیاشي او شعاري ژبې نه وې.
مصطفی سالک څو کاله وړاندې د درویش دراني د شاعرۍ په اړه راته ویلي و، چې : ((درویش درانی په پښتو ادب کې هغه شاعری دی، چې په شعر کې یې ذهني عیاشي نه شته.))
نو د دغې ذهني عیاشۍ په اړه هم هغه وخت تصور راته پیدا شو او ما کابو دا شی په پښتو ادب کې پوره تر نظر لاندې نیولی و، مګر ایله اوس په دې وتوانېدم، چې دغه موضوع ته یو څه په درایت وګورم، تر څو زموږ ځوان شاعران په دې پوه شي، چې د تخلیقي شاعرۍ معیارات تر کومه حده د شعر په غنامندۍ کې ونډه لري؟
ذهني عیاشي په شعر کې د دوو تعبیرونو په اساس ښکاره کولی شو، یو ډول یې لفظ دی. یانې کله چې په شعر کې الفاظ په سپک او بربنډ ډول راشي او داسې راشي، چې چور د انسان جنسي خواهش تازه کړي. او بل ډول یې په مضمون کې ده. یانې داسې مضامین راشي، چې پوره د تهذیب، کلتور او د دین په مقابل کې ګستاخي او یا بربنډ او سپک مضامین وي.
خو دا چې شعر څه دی او تخلیقي تجربه یې څه ده؟ په دې اړه یو څه غور کول په کار دي، ځکه چې پوره غیر شاعرانه اخلاقیات هم د شاعرۍ معیار نه شي کېدای، ځکه چې شعر تخلیقي تجربه ده او تخلیق بیا قوانین او معیارات نه مني، مګر مهمه مسله دا ده، چې شعر په خپل ذات کې یو اخلاقي معیار دی او دا معیار په ژبه کې رامنځته کیږي.
خو زموږ د تخلیقي شاعرۍ د معیاراتو په اړه ډېر کم کار شوی او یا ډېر سطحي کار شوی، نو په دې لحاظ زموږ شاعري ورځ تر بلې تخلیقي معیارات بایلي او پر ځای یې غیر شاعرانه معیارات قایمیږي، چې په دې سره زموږ د شعر لپاره دا یوه ستره ضایع ده.
زه فکر کوم، چې دا بحث یو څه جنجالي دی، مګر دا په دې مانا نه ده، چې موږ و دغې موضوع ته یو علمي لید او تحلیل نه شو ورکولای.
خو د غور وړ مسله دا ده، چې که چیرې شاعري د حسن تابع نه وي، نو کله د شعر فطرت دا منلی شي، چې موږ دې شاعري اخلاقي معیاراتو ته ځانګړې کړو، خو یو کس به پیدا شي، چې شعر اخلاقي معیاراتو ته ځانکړی کړي او په دې برخه کې به یو بریالی تخلیق وپنځول شي، مګر بل شاعر دا چاره کله کولای شي؟ ځکه چې ذوقونه او شوقونه مختلف دي او د جمال رایه هم مختلفه ده، نو په دې وجه بل شاعر د جمال یو بل اړخ را اخلي او خپله داخلي تجربه یې ګرځوي.
یانې زموږ موضوع دا نه ده، چې موږ شاعران فرمایشي روږدې کړو او موږ کره کتونکي او څیړونکي له شاعرانو د داسې تخلیقونو غوښتنه نه کوو، بلکې موږ یې ور ښکاره کوو، چې د ښې شاعرۍ معیارات په دې ډول دي.
البته دا ردولی شو، چې ځینې تخلیقي شاعرۍ، که څه هم شعر وي، خو چې د زیاتې بربنډتیا له امله ګمراه کوونکي وي، باید چې د شعر په مضمون او تفکر یې بد وویل شي، ځکه چې دا زموږ د ټولنې معیارات نه دي.
زه فکر کومه، چې شونډې، سینې، اننګي او داسې نورې شهوت امیزې کلمې دي، خو مسله دا نه ده، چې موږ دې له شعره شونډې او داسې نورې کلمې وباسو.
اصل کې تخلیق خپله یو لوړ معیار لري، چې شرابو ته هم یوه تخلیقي تجربه ورکوي او کولای شې، چې په شعر کې راشي.
زموږ موخه دا نه ده، چې ګوندې شاعري دې پوره د ممبر مسلې کړو او یا مو دا هم موخه نه ده، چې شاعري دې پوره د یوې ډمې اندامونه کړو، چې ویې نڅوو. مسله بیا هم د تخلیق ده او تخلیق خپله په یوه سنتي تهذیب کې نغښتل شوی دی.
اصل کې سالک صیب، چې د درویش درانۍ په شاعرۍ کې د ذهني عیاشۍ د نشت خبره کوي د هغه مطلب دا دی:
له شونډو نه وه، له بڼو او له رخساره نه وه
زما ګیله له خپله بخته وه له یاره نه وه
یانې په پورته مسره کې شونډې که څه هم همدا انساني وجود ته منسوبه خبره ده، ولې ډېره سنتي او تهذیبي ده.
زلفې مې ښکل کړې ستا چې تا به ویل
چې د سودا دې څه دوا وکړه
په دې بیت کې که څه هم زلفې بیخي د یوه انساني وجود ښکاري، مګر په ژبه کې ددې مفهوم اپوټه یوه بله استعاره ښکاري، ځکه چې سودا د سالک سره ملګرې وي. یانې خدای تعالی(ج) سره د نزدیکت او محبوب جوړېدو لومړنی کیفیت ته منسوبه خبره ده، ځکه چې سودا په روایتي ډول صوفیانه مزل دی او دا ډول روایت د شاعرۍ لپاره یو معیار دی او دا ډول معیارات باید څرګند شي او ښکاره شي، تر څو اوسپنه او زر سره توپیر کړای شوو.
زه فکر کومه، چې هره ژبه خپل ادبي سنتونه او معیارات لري او د هر کلتور خپله ځانګړنه ده، شاید دا مو ډېره اورېدلې وي، چې د ځینو تورپوستو هیوادونو وګړي د غوا سترګې ښکلې ګڼي او په رنګونو کې تور رنګې نکیریزې د مخ لپاره ډېره د غورې ښکلا معیار دی، خو زموږ په ټولنه کې دایم ښکلي مخونه، پیمخي، لمرمخي، شمعه رویه او داسې نور سپینچګو رنګونو ته ترجح ورکړل شوې ده. یانې ددې څخه مو موخه دا ده، چې په هره ټولنه کې خپل کلتوري معیارات موجود وي.
دا ډول په ایران او افغانستان کې پتنګ د عاشق لپاره معیار ټاکل شوی دی، خو په عربي ادبیاتو کې پتنګ د بې عقل لپاره معیار دی:(احمق من فراشه)( احمق تر از پروانه[1])
دا ډول روایتونه او معیارات په لویو مکتبونو کې هم څرګند دي، په هندي سبک کې غنم د پرې شوي بدن په اساس د تبسم معیار دی، خو د حمزه بابا په شاعرۍ کې به دا پورته معیار د رنګ معادل شوی وي، یانې غنم د رنګ، نهر لپاره راوړل شوی او په دې ډول غنم رنګ لپاره معیار دی.
عمري حسن دې روزي شه غنمرنګه
خیر که زه دې د دیدن عمري نهر شم
زه دا خبره کوم، چې که چیرې په تخلیقي معیار خبره وي، هغه ذهني عیاشي نه ده او که چیرې د تخلیقي معیاراتو اپوټه مسله وي او بربنډه هم وي، نو دا ډول شاعرۍ په ذهني عیاشۍ ککړې ده.
دا ډول شاعرۍ زموږ په ځوانو شاعرانو او طنز لرونکو شاعرانو کې ډېره د پام وړ ده. موږ دا نه شو ویلای، چې د دوی ټوله شاعري ذهني عیاشي ده، بلکې زموږ موخه په دغو راوړل شویو شعرونو باندې ده، چې پوره د ذهني عیاشۍ درلودونکي دي.
اصل کې د شعر تخلیقي بصیرت دا دی، چې ټول معیارات، چې د شعر د لطافت سره تړلي وي باید په پام کې ونیول شي. تاسې دغه لاندې بیت را سره ولولئ:
زه په تاباندې ډېر ګرم یم اې ښکلیه
خدای د سږ کال ژمی راوله لوګر ته
مولانا بسمل
د پورته شعر یوه لویه کمزوري د ژبې ده، یوه وجه دا ده، چې (ای) ندایي ادات دی، چې زیاته کمزورې یې په مسره کې راوستې ده، که چیرې یاد حالت فعلي ندایي(یمه) حالت شوی وی، نو یو ډول به ضعف تالیف څخه خوندې شوی و؛ هغه داسې:
زه په تاباندې ډېر ګرم یمه ښکلیه
نو په دې لحاظ به هم د تورو کمښت، چې په شعر کې ډېر مهم دی رامنځته شوی و، له بل پلوه به د بحر اهنګ جوړشوی و، هم به غزیز انسجان مترنم شوی و. یانې دوه توري په یوه توري بدل شول، تر څو بیت له ضعف تالیف څخه وژغورل شي. نور مثالونه، احمد نوم دی، خو چې احمده! ووایو نو ندایي حالت کې نوم راغی، همداسې (یم) کومکي فعل دی، خو که (یمه) شي، نو په ندایي حالت کې کومکي فعل رامنځته شو.
بل دا د ګرمېدو مسله ډېره عامه ده، چې د رواستو مسلې لا نور هم ذهني عیاشۍ ته زمینه سازي کړې ده. د ګرم او ژمي ترمنځ د تضاد اړیکه شته، خو دلته دا احسن صفت ډېر بربنډوالي منسوخ کړی دی، چې لوستونکی نه ورته متوجې کیږي. تاسې دا بیت هم ولولئ:
کړې؛ انګور خلتو، د شوق مچۍ خمارې
بیا یې ځوړند په ګرېوان ډکې سینې شوې
محمود دلګیر
د دلګیر صیب دا بیت د تالیف په لحاظ ډېر خوندور دی، خو د مضمون او مفهوم په لحاظ ذهني عیاشي پکې له ورایه ښکاري. اصل کې که موږ شاعران د شعر روایتي نما ته ځیر شو، نو دوی به پر دې پوه شي، چې یوه خبره څنګه وکړو او له کومې زاویې یې وکړو؟ خو په پورته شعر کې محترم بسمل صیب کټه مټه عامه خبره کوي، چې هم لوڅه ده او هم ادبي روایت نه لري، خو دلګیر صیب خبره د تالیف په لحاظ شاعرانه ده. د پښتو شاعرۍ د رومانتيک او عاشقانه بیان په سبک کې ده، خو د مضمون او مفهوم له اړخه پکې یوه ډول ذهني عیاشي یا احساساتي او خیالي مبالغه لیدل کېږي. په دې مسره کې د (انګور خلتو) د معشوق د بدن د مهمو او پاروونکي جاذبیت سره تړل شوی یو نوی ترکیب دی. د شوق مچۍ خمارې یوه بله استعاره ده، چې د عاشق د شوق او تندې حالت د مچیو له خمار (مستۍ) سره پرتله کوي. دا ترکیب د عاشق د بې قرارۍ او جذباتي شدت انځور وړاندې کوي، نو په دې لحاظ کټه مټه هغه د بخاري صیب خبره د بدن دریده[2] مسله ده. دا داسې لکه یو مجرد، چې په بې صبرۍ سره خپل احساسات بیانوي.
بیا یې ځوړند په ګرېوان ډکې سینې شوې
په دې کې د جینۍ د فزیکي جسمي جذابیت یوه واضحه او رومانتيکه انځورګري ده، چې د مضمون له پلوه دا بیت د ذهني عیاشۍ او احساساتي اړخ لري، چې د داخلي بې قرارۍ او جذبې انعکاس ښکاره کوي. په دې کې د ذهني عیاشي د دې بیت په مبالغهآمیزه بیان او د معشوق د فزیکي حسن په ډېر احساساتي او خیالي توصیف پورې تړلې خبره ده. تاسې د ایوب صابر ددې بیت ذهني عیاشي وګورئ:
اوس خو زلفې را خورې کړه
ګوره ټکنده غرمه ده
ددې شعر روایت ډېر کلیشه او په دې ډول کمزوری ګڼل کیږي، خو په ذهني عیاشۍ یې یو څه پرده غوړولې ده، ځکه چې صابر صیب د خپل شعر لپاره روایتي ژبه پيدا کړې ده، مګر دا روایت هم ډېر زوړ دی، خو زموږ موخه دا ده، چې ووایو، راځئ د بربنډو مسایلو ته تهذیبي ژبه ورکړو. یانې په غرمه کې د هر څه شي سایه که وي، ډېره خوندوره وي. دلته غرمه او د زلفو سیوری یو روایتي معیار دی، چې د مطالعې خاوندان دا معیار ډېر ښه پېژني او ډېر کلیشه هم دی.
یانې دا پورته د صابر صیب شعر هم ذهني عیاشۍ یو جوت مثال دی، خو په دې مثال کې تهذیبي ژبه موجوده ده او دغه ژبه د غرمې او سیوري رامنځته کړې ده.
یانې روایتونه یا ممکن تاریخي ارزښت ولري او یا ټولنیز، خو شاعرانو په ډېر مهارت ترې استفاده کړې ده. یانې په شعر کې روایتونه د یوې ټولنې کلتوري او تاریخي حافظه ده، چې د پخوانیو نسلونو فکرونه، احساسات او ارزښتونه را انتقالوي. موږ په تصوف کې د وحدت مسله لرو. رحمان بابا ویلي دي:
لکه متن له معنی معنی له متنه
یار هم هسې دی زما په دل او جان کې
یانې دلته د واحد مسله خپله د وحدت الوجود روایتي نما ده او دا خپله یو روایتي مسله ده، چې لوستونکی هم هغه د وحدت مسلې ته بیایي او یاهم د سالک صیب دا بیت:
دا د وحدت خبره تشه شاعري هم نه ده
ګني نو ولې په هر مخ کې پټېدله جینۍ
یانې په دې بیتونو کې د شهود او وجود روایتونه شتون لري، نو په دې وجه دا بیتونه پوره صوفیانه بیتونه کڼلی شو. یانې په دغو دوو بیتونو کې د مانا کثرت موجود دی، چې دا خپله د روایت یوه دریڅه خلاصوي.
یانې که موږ غواړو، چې نوښت رامنځته کړو، نو له روایته بغیر نوښت زیاتره وخت زلفې د لرګي سره تشبیه کول دي، چې دا نوښت نه دی، بلکې یوه لویه نیمګړتیا ده. که چیرې یو شاعر د شاعرانه روایتونو څخه خبر نه وي، نو اغیزمن نوښت نه شي کولای. د شعر په ژبه کې د روایت رول ډېر مهم او سحرګر دی. اصل کې نوښت د روایت له مخې شکل اخلي.
ډاکټر محمد اقبال نسیم خټک د دردانې کتاب په ۱۷۹ مخ کې د ایوب صابر ۲۵ بیتونه را اخیستي دي او ورسره لیکلي یې دي: ((صابر صاحب د مجازي مینې خوندونه اخیستي دي او که عملاً نه وي، نو ذهني عیاشي خو یې ضرور کړې ده. د زلفو، شونډو او سترګو تعریفونه یې ډېر په اخلاص سره کړي دي))
خو زه فکر کومه، چې دغه ۲۵ بیتونه، چې نوموړي را اخیستي دي په دې کې ډېر کم د ذهني عیاشۍ مثالونه کیدای شي.
یانې زموږ په پښتو شاعرۍ کې که چیرې هم لویو او استادو شاعرانو مجازي جمال لیدلی، نو په پوره ډول یې پټ ساتلی، چې هم خوند لري او هم کیفیت او دا د شعر لپاره، په ځانګړي ډول د پښتو د شاعرۍ لپاره ډېره مهمه مسله ده.
یانې په شعر کې جمالياتي مفکره د خپلو فطري عواملو په بنیاد زرغونیږي. د یوه شاعر فطرت د خپلې ټولنې سره په تړاو کې وي. په شعر کې سوچه جمالیاتي مفکره د انساني جمال زیږنده وي او یا د جلالي صفاتو پیداواره وي.
دا به څرګنده کړو، چې انساني جمال یوازې فزیکي بشر نه شي کېدای؛ ځکه چې شاعري د مضامینو رنګ او خوند لري او مضامین د ذوق خړوبونې چاره ده، نو څه بایده شي، چې په شعر کې جمالیاتي تناظر یوازې د عیني مشاهدې زیږنده وبولو؟
مسله هم همدا ده، چې شاعرانه ژبه یوازې تر لیدنې نه شې منسوبېدای. ځکه چې په شاعرانه ژبه کې تخیلي تجربې وي او تخیلي تجربې د لېدنې باعث کېدای نه شي.
موږ دا نه وایو، چې د جینۍ حسن دې د شاعرۍ ژبه نه شي. زموږ دا خیال دی، چې دغه حسن دې د سوچه مسلمانۍ په تناظر کې راوستل شي.
دا استاد ناګار د شاعرۍ ښکلاییزه تجلا د همدې نادر کیفیت څخه زیاته برخمنه ده. که داسې ووایو، چې د استاد ناګار د شعر جمالي تناظر د سوچه مسلمانۍ ښکارندويي کوي او بېشکه، چې حسن یو روحاني لذت هم کېدای شي. یانې په چاکې چې نیکي پیدا شی، په په یقیني توګه هغه دده! جمالي تابلو ده او بیا هر سړی په خپلو بدو اعمالو، بدرنګ او کثیف یادېده شي.
د جناب ناګار د شعر مضمون، چې څه ډول د ښکلا څرګندویي کوي، تر ډېره د مسلمانۍ مظهر وي او دا شی یوازې انساني فزیکي بشر نه شي کېدای. همدې تناظر د استاد ناګار شعر ته مفکوره ور دننه کړې ده. په دغه لاندني بیت کې یې دا مفکوره ښه څرګنده شوې ده:
دبنګړو په شرنګ سجده شوه سندریزه
موسیقي یې کړه حلاله په لمانځه کې
په لمانځه کې د بنګړیو شرنګاه د لېدنې له اغیز څخه نه ده برخمنه؛ بلکې د اورېدنې په لحاظ ډېره زیبایي لري، ځکه چې له یوه دروني لذت سره مخامخیږو او دا شی د انسان د جمال زیږنده ده، ځکه چې د کردار په لحاظ په انسان کې هم جمال واقع کېدای شي، نو د استاد شاعري د یو داسې کردار جمالي حیثیت دی. ښه خبره دا نه ده، چې په شعر او شاعرۍ کې دې سکسي جمال یو نمایان شکل پیدا کړو؛ نو که دا جمال خوندور هم راغلي وي، نو موږ ته د مننې وړ ځکه نه دی، چې دا شی زموږ له فطري تمیلاتو نه دی او که هر ډول یې ولیکو په لوستلو به یې شرمیږو.
موږ چې شاعري مطالعه کوو، نو ټول خوند په مضمون او لفظ کې وي او د مضمون له تنوع د جمال ښه هنداره په شاعرۍ کې بله نه شته. په شاعرۍ کې د لېدنې صحنه سازي نه وي، بلکې د لوستنې صحنه سازي موجوده وي او په لوستنه کې تر ټول حسین شکل د انسان په صداقت کې وي. موږ به هیڅ وخت متکبر ته حسین و نه وایو. استاد ناګار که څه هم روماني مزاج خپلوي، نو ناز ته د تقوا لباس اخوندي:
وسوسه دې دحیا اخیر تقوا شوه
ماچې خوله درنه غوښته تا استغفارکړ
کله چې موږ د خپلې ټولنې له سماجي حیثیت مطابق خوند واخلو، نو فطري تمایل مو ښکاره کړي دي او زموږ کلتور دا نه دی، چې ودې وایو: سپینې سینې ته یې ماهیان غوټې وهینه.
په کار دا ده، چې د خپلې ټولنې کلتوري مفکوره ولرو. بیشکه چې دین زموږ په کلتور کې یوه لویه احاطه لري. او موږ چې د کومې حیا شالید لرو، هغه د دین له یوې لویې برخې څخه ګڼل کیږي او په کار دا ده، چې یو څه په فطري لحاظ ژمن اووسو. د استاد ناګار دغه رومانوي انداز وګورئ، چې هم کیفیت دی او هم جمال:
بس دی دومره پرهرونه به یې بس وي
نور د زړه په میوند مه را ځه ملالې
…
اننګي دې له خندا رنګیني اخلي
په لالونو کې ږلۍ ده را ایساره
…
د زړه جام مې ډک د شونډو له سره خیاله
چا په دې دنیا کوثر اخیستی دی
استاد ناګار
په ذهني عیاشۍ کې خوشحال بابا هم له چا کم نه دی پاتې شوی، خو خان بابا دا کار په ډېر لوړ شاعرانه انداز کې کړی دی. تاسې یې د حسن اختتام لپاره دا بیت وګورئ:
که زه نه وای تابه ځان لره بلل څوک؟
په پالنګ به دې دا هسې درختل څوک؟
پای
اخځلیکونه:
۱ـ کدکني، دکتر محمد رضا شفيعی.(شاعر اینه ها). پنځم چاپ: (۱۳۷۸). چاپ: کتابخانه ملی ايران، تهران.
۲- خټک ډاکټر محمد اقبال نسيم.(دردانې). چاپ: حرم پرنټرز محله جنګي پيښور.(۲۰۰۰ م).
۳ـ غضنفر، اسدالله.( د ژبې ښکلا). ۱۴۰۳ . چاپ: صداقت خپروندویه ټولنه، کندهار.
۴ـ فاران، فیصل.(لاکلام).۲۰۱۶. چاپ: محکمه ثقافت خیبر پښتونخوا.
[1] شاعر ایینه ها، مخ ۳۲۱، عنوان: فرهنګ تداعی ها.
۲((د فیصل فاران په شعري ټولکه(لاکلام) په سریزه کې، چې جناب طاهر بخاري لیکلې ده، یو ځای کې د بدن دریده شاعرۍ په اړه لیکلي دي: د مولانا محمد حسین ازاد او مولانا الطاف حسین حالي د تبلیغاتو نه پس ترقي پسندي راغله او کیدی شي، چې په دې کې د مولانا حالي فیکټس بیانولو تلقین هم شامل وي، چې په اردو کې زنانو لیکوالو هم دومره ترقي وکړه، چې بدن دریده شاعري او یا لحاف قسم افسانې یې پېش کړې او په اردو کې د لب جويبار قسم نظمونه تصنیف شول.
دې ضمن کې یو ترقي پسند ممتاز حسین لیکي: د نشاط ثانیه د ادب لوی خدمت دا دی، چې د وسطي دوربنیادم یې د روحاني جیل خانې نه را بهر که او د مادي خوندونو او د جسماني حوشحالو سېل یې پرې وکه. دغه ادب بنیاد مو د هغو ګناهونو طرف ته قدم اخیستو حوصله ورکړه، د کومې په اوریدو، چې په پخوا تسبیح په ړقیدو راتللې.)) مخ: ۲۱ او ۲۲.
قدرمن ورور حلیم تنویر صاحب سلامونه می ومنه. ستا یو کتاب چی په دری ژبه و د (خربی فهرنګ) په نوم می لوستلی و. ښه کتاب و. دا مقاله دی هومره ښه نده لکه چی پښتو لیکل دی نوی بیل کړی دی؟ ما یو څو کرئې ولوستی، خو ډیر یې ستړی کړم، نوره لیکنه را څخه پاتې شوه، زه کوم ادیب و شاعر نه یم یو معمولی باسواده یم خو دشاعرانو کتابونه لولم د مولانا بسمل کتاب هم لرم نوی نشر شوی دی، زه په شعر کی دخپلی ناپوهی او کمی مطالعی اقرار کوم ، خو دغه یو څو ټکیو ته دې پام رااړوم
دلته درایت بیځایه راعلی د دی پر ځای دقت ولیکه
کولی / کولای
مسله/ مسئله
ردولی/ردولای
کس/ لیکوال – شاعر، نقاد، کره کتونکی ( دا ځکه چی کس سمه مانا نه لری)
غیرشاعرانه معیارات قایمیږی ؟؟ هیڅ یې په مانا پوه نشوم. هم معیارات او هم بیا غیرشاعرانه؟؟
پښو کې د (ولې) په ځای خو یا مګر لیکو، ځکه چی ولې د پوښتنی په جمله کی راځي
استعاره جلا مانا لری، څه چی تا استعاره ویلی هغه استعاره نده
ترجح/ ترجیح
انسجان؟
پوره د ممبر مسلې کړو؟
ککړې/ ککړ
…. پاتې لیکنه ټوله کوم پاخه لیکوال ته وښیه
خدای وکړی خپه نشی . عکس دی د کوم کال دی؟ خر بی فرهنګ برابر دیرش کاله مخکی نشر شوی و او اوس خو ډېر کلونه وتلی.
سلام،
دغه یونس تنویر ځوان لیکوال دی، پښتو به یې د انشا او املا ځینې ستونزې لري، مګر لیکنه یې ډېره اړینه او ګټوره ده! نو بیا نوره هم باید وسپړل شي! عنوان یې (ذهني عیاشي) یو ډېر مهم ټولنیز ریزونانس لري، چې نور لیکوال یې باید پسې وغزوي.
د (خر بی فرهنګ) کتاب بیا ښاغلي حلیم تنویر چې په هالند کې ژوند کوي او د امریکایي یرغل په ترڅ کې د کلتور یا فرهنګ د وزارت معین او مشاور وو او ځان یې ریاست جمهوري ته هم کاندید کړی وو! هغه له یک بام او دو هوا پر بنسټ ژوند کوي! د شوروي اتحاد یرغل یې اشغال ګاڼه مګر له امریکایانو سره پخپله په لوبه ورګډ شو، نو دغه دواړه بېل اشخاص دي. ړسلام
لمر خانه ستاسو خپلې لیکنې له املايي غلطیو مالامالې دي.
همت
ښاغلی همت صاحب ته درناوی! زه پروفیشنل لیکوال نه یم! ښوونځی مې په فارسې لوستی او وروسته له ښوونځي بهر ته تللی یم او مسلک مې هم ژبه يا ادبیات نه دي، ما لنډه تبصره د مخکنۍ تبصرې په اړه لیکلې وه، نو که زما د کومې لیکنې غلطۍ راته په ګوته کړی، هرو مرو به یې اصلاح کړم او خپله لیکبڼه به پرې بهتره کړم! ستاسو د هوساینې او بري پر تمه! وسلام