Homeخبرونههند کې یوه بله الوتکه غورځېدلې، ۷ تنه پکې مړه دي

هند کې یوه بله الوتکه غورځېدلې، ۷ تنه پکې مړه دي

تاند「یکشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۵مه」هندي رسنۍ په دې هېواد کې د یوې بلې الوتکې د غورځېدو خبر ورکړی دی.

یادې رسنۍ زیاتوي، یوه الوتکه چې د پيلوټ په ګډون اووه تنه په کې سپاره وو، د هند په اوتراکند ایالت کې غورځېدلې او ټول مسافر یې وژل شوي دي.

د الوتکې د غورځېدو علت نه دی معلوم شوی. هندي چارواکو هم لا په دې اړه څه نه‌ دي ویلي.

تر دې وړاندې د هند په احمداباد کې یوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې وه.

په یاده پېښه کې تر ۲۷۰ تنه مړه او ژوبل شوي وو.

د احمداباد د الوتکې د غورځېدو پېښه کې له ۲۴۶ سپرلیو یوازې ۱ تن ژوندی پاتې دی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...