Homeخبرونهایران د خپلو نورو وژل شویو جنرالانو نومونه خپاره کړل

ایران د خپلو نورو وژل شویو جنرالانو نومونه خپاره کړل

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د سپاه پاسداران د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې د هغو جګپوړو قوماندانانو نومونه خپاره کړي چې د اسراییل د وروستیو هوايي بریدونو په ترڅ کې د سپاه د هوافضا ځواک له قوماندان امیرعلي حاجي‌زاده سره یو ځای وژل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې، چې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه (جون ۱۵مه) خپره شوې، ویل شوي چې دا کسان د هغه برید پر مهال له حاجي‌زاده سره وو، کوم چې د اسرائیلي ځواکونو له خوا پر یوې تر ځمکې‌لاندې اډې ترسره شو.

د جمعې په ورځ، یوه اسراییلي امنیتي مقام ویلي و چې په یوه تاکتیکي برید کې یې د حاجي‌زاده، په شمول یو شمېر لوړپوړي نظامي چارواکي، په نښه کړي. وروسته، د اسراییل ۱۲ نمبر کانال راپور ورکړ چې دغو قوماندانانو د ایران له خاورې د اسرائیل پر ضد د احتمالي برید د چمتووالي لپاره غونډه کړې وه، چې د اسرائیل جنګي الوتکو د هغوی پټ مرکز وپېژاند او ویې ویشت.

په دې برید کې، د راپورونو له مخې، دا جګپوړي چارواکي وژل شوي دي:

  • امیرعلی حاجي‌زاده: د سپاه د هوافضا ځواک قوماندان
  • محمدباقر طاهرپور: د بې‌پیلوټه الوتکو د قطعې مشر
  • داوود شیخیان: د هوايي دفاع قوماندان

د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۴مه، د ایران رسنیو د هغو اته جګپوړو پوځي چارواکو نومونه خپاره کړل چې په دې برید کې وژل شوي:

  • محمدحسین باقري: د ایران د ټولو قواوو لوی درستیز
  • حسین سلامي: د سپاه پاسداران عمومي قوماندان
  • غلامعلي رشید: د خاتم‌الانبیا قول اردو مشر
  • امیرعلي حاجي‌زاده: د هوافضا ځواک مشر
  • مهدی رباني: د عملیاتو مرستیال، درستیزوال
  • غلامرضا محرابي: د استخباراتو مرستیال، درستیزوال
  • داوود شیخیان: د هوايي دفاع مشر
  • مسعود شانه‌يي: د سپاه د عمومي قوماندان دفتر مشر

د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه، سپاه د نورو شپږو هغو پوځیانو نومونه هم اعلان کړل چې د حاجي‌زاده له ډلې سره وو او تر دې وړاندې یې نومونه نه وو افشا شوي:

  • محمود باقري
  • محمدباقر طاهرپور
  • منصور صفرپور
  • مسعود طیب
  • خسرو حسني
  • جواد جرسرا

د سپاه عامه اړیکو دا نومونه د هغو له وژل کېدو درې ورځې وروسته خپاره کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...