پنجشنبه, اکتوبر 23, 2025
Homeخبرونهپه کابل کې هغه کس نیول شوی چې له یوه چینايي سیلاني...

په کابل کې هغه کس نیول شوی چې له یوه چینايي سیلاني سره یې ناوړه چلند کړی و

تاند (یکشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۵ مه) د طالبانو د “امربالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت” په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په کابل کې یې هغه کس نیولی چې له یوه چینایي سیلاني سره یې ناوړه چلند کړی و.

دا کس وروسته له هغه ونیول شو چې په ټولنیزو رسنیو کې له یوه بهرني وګړي سره د خورا ناوړه او شرموونکي چلند وډیو خپره شوه. په دې ویدیو کې لیدل کېږي چې څو کسان یو سیلانی، چې چینایي ښکاري، د یوه موټر دننه ځوروي او توهینوي.

په بیان کې ویل شوي چې شکمن کس د یکشنبې په ورځ، د جون په ۱۵مه (۲۵ غبرګولی)، نیول شوی، خو د نیول شوي کس د هویت، د پېښې د دقیق ځای او د قضیې د اوسنی وضعیت په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

دغه ویډیو چې په فېسبوک، ایکس (پخوانی ټویټر) او نورو ټولنیزو رسنیو کې پپه پراخ ډول خپره شوې، د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ شوې ده.

ویل کېږي چې دا ویډیو د چین په خواله رسنیو کې هم خپره شوې ده.

په ویډیو کې یو ځوان، چې ګومان کېږي چینایي سیلانی وي، په خپل موټر کې ناست دی، خو څو کسان یې لفظي سپکاوی کوي او ځوروي یې. د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکو دا چلند “شرموونکی” او “د مېلمه پالنې له فرهنګ سره په ټکر کې” بللی، او د عاملانو لپاره یې د سزا غوښتنه کړې. ډېر خلک اندېښنه لري چې دا ډول پېښې نه یوازې د بهرنیو سیلانیانو حضور ته تاوان رسوي بلکې د افغانانو د بدنامۍ سبب کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

ویده یږه Sleeping Bear | عزت الله شمسزی

عامو خلکو کې یوه اصطلاح ده وایي جنت کې هرڅه شته خو د دنیا هوا په کې نه شته. په نړۍ کې رښتیا هم...