د اسراییل او ایران د روانې جګړې انکشافات دلته بیا بیا تازه کېږی.
د ایران له خوا پر اسرائیل د توغندیو برید د یکشنبې ماښام پیل شو
د اسراییل پوځ د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې ایران پر دغه هېواد د توغندیو د یوه بل نوي پړاو بریدونه پیل کړي دي.
ایران په تېرو درېیو ورځو کې، د «وعدهٔ صادق ۳» تر شعار لاندې، د سلګونو بالستیک توغندیو په ویشتلو سره د اسرائیل مرکزي ښارونه په ځلونو ویشتي دي.
راپورونه ښيي چې د اسراییل په بېلابېلو سیمو کې د خطر زنګونه غږېدلي دي.
د ایران د وسلهوالو ځواکونو یوه ویاند د یوه ویډیویي پیغام له لارې د اسرائیل اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې له دغه هیواده ووځي، او ویې ویل:
«د دې اشغال شوې خاورې پرېښودل یوازینۍ لاره ده چې ستاسو ژوند ژغوري.»
رویټرز خبري آژانس د عیني شاهدانو له قوله راپور ورکړی چې د اورشلیم او تلابیب په اسمان کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
بنیامین نتانیاهو د آیتالله خامنهيي د ترور د پلان د ردولو په اړه د ټرمپ د دریځ له تائید یا ردولو ډډه کړې
د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د رویټرز خبري اژانس د هغه راپور په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه چې پکې ویل شوي، ډونالډ ټرمپ د ایران د مشر آیتالله خامنه يي د ترور د پلان مخالفت کړی دی.
نتانیاهو په دې اړه د رویټرز د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل:
«تبصره نه کوم.»
تر دې وړاندې، رویټرز خبري آژانس د دوو امریکايي چارواکو له قوله (چې نومونه یې نه دي افشا شوي) راپور ورکړی و چې ډونالډ ټرمپ د اسرائیل له هغه پلان سره مخالفت کړی دی چې غوښتل یې په وروستیو ورځو کې د ایران مشر خامنهيي ترور کړي.
د دغو سرچینو له ډلې یوې، چې د رویټرز په وینا د امریکا د حکومت یو جګپوړی چارواکی دی، ویلي:
«ایا ایرانیانو کوم امریکایی وژلی دی؟ نه. تر هغه چې هغوی دا کار ونه کړي، موږ د رهبر د ویشتلو په اړه حتی خبرې هم نه کوو.»
د عراق «کتائب حزبالله» امریکا ته د ایران او اسراییل د جګړې په تړاو خبرداری ورکړ
د «کتائب حزبالله» ډلې، چې یوه ایران پلوه شیعه وسلهوالو ډله ده، د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې که امریکا د اسرائیل او ایران ترمنځ په جګړه کې مداخله وکړي، دوی به یو ځل بیا په سیمه کې د امریکا پر ځواکونو بریدونه پیل کړي.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، د دې ډلې سرمنشي ابوحسین الحمیداوي په یوه بیان کې ویلي:
«موږ د دښمن امریکايي پوځ تحرکات په سیمه کې له نژدې څارو، او که امریکا يه جګړې کې ښکېله شوه، موږ به پرته له کوم تردیده، په ټوله سیمه کې د دوی پر ګټو او اډو مستقیم اقدام وکړو.»
ډونالډ ټرمپ: امکان شته چې امریکا د ایران او اسراییل په جګړه کې مداخله وکړي
د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي چې امکان لري متحد ایالتونه د ایران او اسراییل تر منځ په روانه جګړه کې مداخله وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د ایبيسي نیوز له خبریالې راشل سکات سره په مرکه کې وکړې او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې امریکا دا مهال په دې جګړه کې دخیل نه ده.
هغه همداراز وویل چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له منځګړتوب سره کومه ستونزه نه لري.
د امریکا ولسمشر زیاته کړه: «هغه چمتو دی، له ما سره یې تماس ونیو، موږ اوږدې خبرې وکړې.»
ښاغلي ټرمپ تر دې وړاندې هم ویلي و چې امریکا په روانه جګړه کې هېڅ لاس نه لري، خو تهران ته یې خبرداری ورکړی و چې که د امریکا پر پوځي اډو برید وکړي، بیا به له پوره ځواک څخه کار واخلي.
د اسرائیل پوځ: له پرون راهیسې مو په تهران کې پر ۸۰ هدفونو بریدونه کړي
د اسراییل پوځ ویلي چې له پرون راهیسې تر اوسه پورې یې لږ تر لږه ۸۰ هدفونه په تهران کې په نښه کړي دي.
دغه پوځ زیاتوي چې د «پاڅېدلي زمري» په نوم د عملیاتو په لړ کې، چې لا درې ورځې یې نه دي پوره شوي، تر ۱۷۰ زیات هدفونه او د ایران ۷۲۰ پوځي تاسیسات ویشتي دي.
پر اسرائیل د یکشنبې په ورځ د ایران د توغندويي بریدونو پیل
د اسرائیل پوځ د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې ایران په تازه بریدونو پر اسرائیل توغندي توغولي دي.
د اسلامي جمهوریت دولتي تلویزیون هم ویلي چې د «وعده صادق ۳» تر نامه لاندې د ایران توغندويي بریدونه له بېلابېلو سیمو څخه پیل شوي دي.
د اسرائیل پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: «اوس مهال زموږ هوايي ځواکونه د ګواښونو د شنډولو او د هدفونو د مخنیوي لپاره په عملیاتو بوخت دي.»
له اسرائیلي وګړو څخه غوښتنه شوې چې پناه ځایونو ته لاړ شي.
په یورشلیم، تلابیب، او نورو مرکزي ښارونو، او د لوېدیځې غاړې په شمالي سیمو کې د توغندويي برید له کبله د خطر زنګ (سایرن)غږول شوی دی.
پزشکیان: که د اسرائیل بریدونه دوام وکړي، د ایران غبرګون به سخت وي
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان، ویلي چې که د اسرائیل «دښمنانه اقدامات» دوام ومومي، د ایران غبرګون به «لا شدید او پرېکنده» وي.
هغه دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په ناسته کې وکړې او ویې ویل: «لکه څنګه چې زموږ وسلهوال ځواکونه، که اردو وي یا سپاه، تر اوسه مناسب او قوي ځوابونه ورکړي، که دښمنانه اقدامات دوام پیدا کړي، ځوابونه به هم پرېکنده او سخت وي.»
هغه متحده ایالات هم تورن کړل چې اسرائیل لپاره ته یې شنه اشاره (شین حراغ) ورکړې او دې هېواد ته یې اجازه ورکړې چې په سیمه کې هر ډول جنایت ترسره کړي».
اسراییل د بې پېلوټه الوتکو پرزې ایران ته څنګه لېږلې وې؟
والاستریت ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړی چې د اسرائیل بهرني استخباراتي او جاسوسي سازمان، موساد، توانېدلی و چې په څو میاشتو په لړ کې د بېپیلوټه الوتکو پرزې او چاودېدونکي توکي د خپلو عملیاتو لپاره ایران ته انتقال کړي.
دا راپور چې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲۵مه خپور شو، ادعا کوي چې اسراییل د سوداګري کانالونو له لارې د کوادکوپټر الوتکو پرزې، د نورو موادو ترڅنګ، ایران ته وړل شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند: ایران هیڅ پیغام د هیڅ هېواد له لارې اسرائیل ته نه دی لېږلی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د دې راپور په غبرګون کې چې ګواکې ایران د قبرس له ولسمشر څخه غوښتي چې اسرائیل ته کوم پیغام ورسوي، وویل: «ایران هېڅ پیغام د هېڅ هېواد له لارې اسرائیل ته نه دی لېږلی.»
تر دې څرګندونو څو ساعته مخکې، د قبرس ولسمشر نیکوس کریستودولیدس خبریالانو ته ویلي و چې ایران له دوی غوښتي چې یو پیغام اسرائیل ته ورسوي او زیاته یې کړه: «موږ دا کار کوو.»
د اسرائیل د پوځي کارپوهانو په وینا: ایران لا هم خپلې درانه ستر توغندي نه دي کارولي
یو شمېر اسرائیلي پوځي متخصصان وايي چې ایران لا هم، د اسراییل پر ضد له اووه پړاوه غچ اخیستونکو بریدونو سره سره، خپل اصلي درانه توغندي نه دي کارولي..
د یدیعوت آحرونوت ورځپاڼې لیکوال یوآف زیتون لیکلي، ایران په وروستیو بریدونو کې شاوخوا ۳۰۰ بالیستیک توغندي توغولي، خو تر ټولو درانه توغندي یې، چې سروکي (خولۍ) یې یو ټن یا تر هغه زیات وزن لري، تر اوسه په جګړه کې نه دي کارولي.
دغه پوځي متخصص زیاتوي چې د ایران چټک کروز توغندي، چې تر اوسه یې پېژندنه او درجهبندي ممکنه نه وه او ښایي مخنیوی یې هم ډېر سخت وي، لا هم د ایران له خوا نه دي کارول شوي.
اسرائیلي نظامي کارپوهانو احتمال څرګند کړی چې ایران ښايي خپل درانه بالیستیک او کروز توغندي، چې شمېر یې ډېر نه دی، د ممکنه بحران د پراخېدو لپاره ساتلي وي. سرچینې وايي چې د ایران د «خرمشهر» توغندي د تولید لګښت د اسرائیل د «غشي ۳» توغندي تر تولید دوه تر درې برابره ډېر دی.
د یدیعوت آحرونوت د راپور له مخې، له هغو ۳۰۰ بالیستیک توغندیو څخه چې تر اوسه د اسرائیل پر لور توغول شوي، شاوخوا ۲۰ سلنه یې پر اسرائیلي اهدافو لګېدلي. دا اندازه د هغو دوو بریدونو پرتله، چې ایران تېر کال د وري او تلې په میاشتو کې د اسراییل پر ضد کړي وو، ډېره ده.
په تبریز کې پر پوځي مرکزونو د اسراییل په بریدونو کې ۳۱ کسان وژل شوي دي
د ایران په اسلامي شورا (پارلمان) کې د تبریز استازي ویلي چې د تبریز پر پوځي مرکزونو د اسرائیل په بریدونو کې، ۳۱ کسان وژل شوي، چې “ډېری یې نظامیان وو”.
روحالله متفکر آزاد، د ایلنا خبري آژانس سره په خبرو کې دا خبر تائید کړ، خو نور جزییات یې ورنه کړل، یوازې یې وویل: «د خدای په فضل جدي زیان نه دی رسېدلی.»
د راپورونو له مخې، د تبریز پوځي هوايي ډګر د اسرائیل د بریدونو یو اصلي هدف دی.
ایران د دوو اسراییلي او اسراییل د دوو ایراني جاسوسانو د نیولو ادعاوې کړي دي.
د ایران د پوځ ویندوی نن وویل چې د اسراییل د استخباراتي ادارې، موساد د یوه ټیم دوه غړي یې تهران ته نژدې په کرج کې په یوه کور کې نیولي دي.
هغه ویلي چې دغو کسانو بمونه جوړول، او الیکترونیک وسایل یې ترتیبول.
له بلې خوا اسراییل هم وايي چې امنیتي ادارو یې خپل دوه اتباع ایران ته د جاسوسۍ په تور نیولي دي.
اسرایلي رسنۍ وايي چې له نیول شویو کسانو څخه پوښتنې – ګروېږنې روانې دي.