سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهد م.م. د بشري حقونو شورا د افغانستان پر بشري وضعیت غونډه...

د م.م. د بشري حقونو شورا د افغانستان پر بشري وضعیت غونډه کوي

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۶ مه) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۹مه ناسته به د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې ډول د جنسیتي تبعیض او آپارتاید موضوع وڅېوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۵۹مه ناسته به نن (د دوشنبې په ورځ، د جون په ۱۶مه) په جینیوا کې پیل شي. د دې ناستې په اجنډا کې د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ارزونه شامله ده، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بینېټ، له لوري د یوه تازه راپور پر بنسټ ترسره کېږي.

د بشري حقونو فعالان له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان پېچلي او نازک بشري وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

دا ناسته، چې نن د جون له ۱۶ څخه د جولای تر ۹ پورې کوي، هر څلور میاشتې وروسته (کال کې درې ځله) د نړۍ پر مهمو بشري مسایلو غور کوي.

د رېچارډ بینېټ تازه راپور چې عنوان یې دی: «عدالت ته د ښځو او نجونو لاسرسی او د څو اړخیز تبعیض اغېز»، د افغان ښځو او نجونو وضعیت ډېر سخت ښودلی دی.

په راپور کې د ښځو پر ضد چلند د جنسیتي آپارتاید بڼه بلل شوې او غوښتنه شوې چې دا چلند باید د نړیوالو جرمونو په توګه وپېژندل شي.

د بشري حقونو فعالان تمه لري چې دا ناسته به د افغانستان د ښځو بحراني وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ځکه چې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. هغوی وايي وخت تېرېږي او د سیستماتیک تبعیض، د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي، او د مدني حرکتونو د ځپلو له امله باید بېړنی اقدام وشي.

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته، د ښځو پر حقونو سخت محدودیتونه لګېدلي دي — د هغوی پر زده‌کړې او کار له بندیز څخه نیولې، تر آزاد تګ راتګ پورې. زیاتره کتونکي او فعاله کسان دا چلند د بشري حقونو یوه بحراني نښه بولي، او د جنسیتي آپارتاید یو سیستماتیک مثال ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...