تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۲۶ مه) د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د دې ادارې شریک بنسټ ګلوبل هیلت کلستر راپور ورکړی چې د افغانستان لپاره د امریکا د بشري مرستو تر بندېدو وروسته، په ټول هېواد کې ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.
له دې امله، د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې تر درې میلیونو زیات خلک له اساسي روغتیايي خدماتو بېبرخې شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان او ګلوبل هیلت کلستر (چې د نړیوالو روغتیايي بنسټونو یو شبکه ده) په خپل تازه راپور کې، خبرداری ورکړی چې د امریکا د حکومت دا پرېکړه، چې ټول بهرني مرستندوی پروګرامونه یې بند کړي، پراخ او زیانرسوونکی اغېز کړی دی ــ په ځانګړي ډول پر هغو زیانګالو وګړو چې په ژغورونکو روغتیايي خدمتونو پورې تړلي دي.
دا بودجه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ د فرمان پر بنسټ بنده شوه، چې په لړ کې هغه ویلې و: د امریکا بهرنۍ مرستې نور د امریکا له ګټو سره سمون نه لري، ځکه د بوروکراټیکو نیمګړتیاوو له امله مؤثرې نه دي. دې پرېکړې د نړیوالو روغتیايي ادارو سخت غبرګونونه پارولي دي، ځکه سمدستي او پراخ ناورین یې رامنځته کړی، په ځانګړي ډول د افغانستان د روغتیا په برخه کې.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د افغانستان روغتیايي نظام چې لا له وړاندې د جګړو له امله کمزوری شوی و، اوس له یوه سخت ناورین سره مخامخ دی. د بودجې کمښت د سلګونو روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ګډوډ کړي او دا وضعیت کولی شي چې دا نازک سیستم نور هم سقوط ته ورنژدې کړي.
د مې په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق (UNFPA) هم اعلان وکړ چې د بودیجې د کمښت له امله، شاوخوا ۶.۳ میلیونه افغانان به ــ چې ډېری یې ښځې او نجونې دي ــ له بنسټیزو او حیاتي روغتیايي خدمتونو بېبرخې شي.
همداراز، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) سخت خبرداری ورکړی: که د تمویل روان حالت همداسې دوام وکړي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه پورې به، د افغانستان تر ۱،۹۰۰ زیات روغتیايي مرکزونه وتړل شي.
دا وضعیت د افغانستان د روغتیايي خدمتونو د راتلونکي په اړه سختې اندېښنې راپورته کړې دي، او دا څرګندوي چې ملیونونه افغانان چې له خطر سره مخامخ دي، سمدستي او دوامدارو نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، څو حیاتي روغتیايي خدمتونه وژغورل شي.