سه شنبه, جولای 15, 2025
Home+ولی د احساساتو څرګندول او درک کول په پښتنه ټولنه کي بې...

ولی د احساساتو څرګندول او درک کول په پښتنه ټولنه کي بې غیرتي ګڼل کیږي

تورپیکۍ مهري 

په هر انسان کي یوه نا پیژندل شوې نړۍ پټه ده، چي یوازې د فکر احساس او تجربې له لاري رڼا مومي. احساس د انسان د وجود يو نه بيلیدونکی اړخ دى، چي د خوښۍ، خپګان، مينې، ویرې او نورو عاطفي حالتونو له لاري ځان څرګندوي. د احساس څرګندول نه يوازي زموږ د دنني حالت انعكاس دى، بلكي دا زموز د اړيكو، تفاهم او انساني پيوستون بنسټ هم جوروي. 

 ډیر كله داسي احساسونه لرو چي د بيان لپاره يې مناسبي كلمې نه پيدا كوو، خو زموږ حركات، سترګي، غږ او حتا چوپتيا هم كولى شي دا احساسات نورو ته ورسوي 

فلډمن بارت په خپل کتاباحساس څنګه جوړیږيکي وایي: 

«احساس د انسان یو دروني حالت دی چې د یوې پېښې، فکر، یا تجربې په وړاندې رامنځته کېږي. احساسات لکه خوښي، غم، قهر، ویره، حیرانتیا، یا مینه زموږ د ذهني او بدني غبرګونونو برخه ده. دا غبرګونونه زموږ د افکارو، حافظې، هورمونونو، او ټولنیزو اړیکو له لارې تجربه کېږي.»  

زه په دي لیکنه کي غواړم د احساس هغه شي ته اشاره وکړم چي اغیزه یې زموږ په اړیکو ډیره ده زموږ په پښتنه ټولنه کي د احساس د نه څرګندولو او درک کولو یوه ډیره لویه تشه شته. ځینی حتا په یوه داسي غلط فهمي کي دي چي ان د یو چا د احساس څرګندولو ته د نه درناوي په سترګه ګوري دلته داسي یوه بیلګه راوړم چي بدبختانه زموږ په زیاتره پښتنو کورنیو کي اوس هم شته: که اولاد پلار ته ووایي زه په فکري نارامي کي یم اول خو به یې ریشخند کړي او ورسته به هم ورته ووايي چي ته دومره شوې  چي ماته دا خبره وکړي او دا خبره یې د ځان په مقابل کي بې احترامي بولي. دلته لیدل کیږی چی د احساس شریکول شته خو درک کول او اوریدل یې نشته 

 د همدې مثال په توګه که یوازی د احساس شریکول وي او درک کول یې نه وي  دا په یوه ډیر لوی غټ ناهیلتوب اوړي او د دي ناهیلتوب د پټیدا لپاره هغه کس ترجیح ورکوي چي احساس شریک نه کړي او مقابل نفر چي د احساس درک کول او اوریدل نه کوي د هغه بل نفر  نه اوریدونکي احساساتو ته که هغه درد وي، ژړا وي، خپګان وي، خوشحالي وي او مینه وي د غیرت او ځواک په سترګه وګوري. 

د همدې فرهنګي شاته فکر له امله زموږ د ټولنی ښځه او نارینه د دې فکر قربانیان وه او اوس هم دي، هغه دا چي هڅه کوي خپل فزیکي او رواني درد پټ کړي چی کم ځواکه (کمزوره) معلوم نه شي، مینه او خوشحالي یې د یو څه په مقابل کي پټه کړي چي بې اړتیا ځان څرګند کړي سره له دې چي د مینه ورکول او اخیستل دواړه د انسان حق دي. د بیلګه په توګه امید واري میندي د امید واری او زیږون په وخت کي خپل روحي او فزیکي درد نه څرګندوي که څرګند کړي وایې دا سسته او ټګماره ده که یې څرګند نه کړي وایې ډیره غیرتمنه او زړوره ده. نارینه که د خپل مينې احساس په خبرو او کړنو کي ښکاره کړي هغه ته هم بدبختانه د یوه بیغیرته نوم ورکول کیږي 

حتا د« مننه» او «بخښنه» په ډول نوري نرمي ظریفي کلمی او جملې په خوله راوړلو کي  لا شرم احساسسوي ان پیژنی یې لا نه. همداسي ډیر بې شمیره بیلګي دي چی دلیل یې کیږي د اړيكو، تفاهم او انساني پيوستون بنسټ له منځه یوسي. او د ویره ، حکم  ،اقتداره ډکه او د نرمي، احساس او بیان نه تشه د کړنو یوه نړي رامنځ ته کړي. 

 که احساس واقعا درک او واوریدل شي هغه د بی غیرتي او شرم فکر به د احساس په نه درک کولو او نه اوریدلو کي پیدا شي، نه په ښکاره کولو کي. د احساس بیانول او اوریدل د اړیکو د قوي کولو، تفاهم زیاتولو، او د انساني همغږۍ د لوړولو لپاره حیاتي دي. هرڅومره چې موږ په صراحت او مهربانۍ سره خپل احساسات شریک کړو او وایې ورو، هغومره به زموږ اړیکې په کورنۍ او ملګرو کي ژورېباثباتهاو با درکه وي. 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

په کابل کې د کتاب دوه ورځینی فیستوال پرانیستل شو

تاند (دوشنبه، د چنګاښ/ سرطان ۲۳ مه) د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مطالعې ارزښت ته د پاملرنې او په ټول هېواد کې د...