د ۲۰۱۹ تر اګست مخکې مې نیمروز کې دولتي ماموریت پیل سو، د دې لرغوني زرنج، زرنګیانه او سیستان د تمدن کیسې او حماسې په کتابونو او تاریخونو کي خورا اوږدې او ډېري په زړه پوري دي، د تاریخي ابداتو شمېر ئې د افغانستان تر نورو ولایتونو زیات بریښي شاوخوا ۴۶ تاریخي ابدې لري.
نیمروز (زرنج) مرکز کې د ګډو قومونو یوه داسي د ګلونو دسته او ټولګه پرته ده، چي سړی حیرانۍ ته دروي، چي څنګه کېدای سي، د افغانستان له ۳۳ ولایتونو څخه دي، له هر قوم و قبیلې، له هرې ژبې او مذهب څخه دي دا ښار داسي مالامال وي، چې د کلتورونو په رنګارنګۍ کي نو هغه د خوند و رنګ او د تنوع خبره دلته اطلاق کېدای سي، نیمروزۍ پښتو (ځانګړې لهجه) چي ځان ته خاص وینګ او رنګ لري، د بلوچي، براهوي، نیمروزۍ دري (ځانګړې لهجه)، ازبکي او درهيي د فراه یوه بله خاصه دري لهجه ده، چي ډېر شمیر ویونکي او کورنۍ لري، د ژبو د دې رنګارنګۍ تر څنګ کلتوري ځلا یې بېل کیف او ښکلا لري، چې ځانګړي لباسونه، خوراکونه، د خبرو انداز او کرکټرونه، یا هم د خلکو سټېروټايپونه او عادتونه و تکیه کلامونه خورا مزه کا، ادیبان، شاعران، لیکوالان او مبارزین، علماء او روحانیون هم ښه په پېخر لري. دا چي موضوع راڅخه دلته اوږده نسي نو؛
مهاجراباد – زرنج ښار لوېدیځ لوري ته په ۴ کېلو مترۍ کي د خلکو یو اباد او د ګڼې ګوڼي یو ډیر لوی او پراخ کلی دی، اوسېدونکي ئې اکثریت یوسفزي او نورزي قبېلې څخه دي، د یوسفزیو د قبیلې په اړه استاد شهسوار سنګروال داسي وايي🙁یو شمېر تاریخپوهان په دې ترڅ او لړ کې د مستر بیلو او سرالف کېرو په څېر ځنې لرغون پېژندونکي په دې اند او فکر دي، چې د سکندر پر وړاندې «اسپه زېیو» خلکو او وګړو ډېر مقاومت وکړ.په دې تړاو انګېرنې داسې دي چې دغه لرغوني اسپه زي، ښایي اوسني یوسف زي وي او ځنې بیا همدغه وګړي ساپي ګڼي… دا چې اسپه یان څوک دي اواسپه کورنۍ له چاسره تړاو لري؟) – که د یوسفزو په اړه نور او ښه وضاحت غواړئ نو د شهسوار سنګروال اوسني یوسفزي او یا ساپي مقاله کتلای سئ ـ https://taand.net/?p=232069 ) دا چي په مهاجراباد کي اکثریت یوسفزي پراته دي، او یوسفزۍ قبېله د استاد سنګروال د مقالې پر بنیاد خورا لرغونې مخینه لري او د اریایانو د وختونو پاته او د مقاومت یوه جالبه قبیله ده، د تاریخي برخي څخه ئې راګرځم او غواړو د مهاجراباد دا اوسیدونکي پر څو کټګوریو تقسیم کړو:
الف: مشران یا سپینژري یې لا هم په مالدارۍ، بزګرۍ او وطني کارونو مصروف دي،
ب:- ځوانان ئې اکثریت تجارت، دوکانداري، یونیم یې ګاونډي هېواد کې مسافرۍ او مزدورۍ خوړلي دي، ډېر لږ ځوانان ئې تعلیم او تحصیل ته مخه کړې ده، او هغو چي تعلیم و تحصیل ته مخه کړې ده نو تر ټولو پکښي ټاپ و خاص وتلي دي، او تر یو ښه او عالي موقفه ئیې ښه ځان رسولی دی،
ج:- ښځینه یې لا هم محدودیتونه لري، خو د نیمروز د نورو تعلیم خوښوونکو قبېلو او د ګاونډي هېواد د مهاجرت تاثیر څه ناڅه ئې افکار مثبت لوري ته تغیر کړي او سوق کړي دي او یونیم کورنۍ ئې ښځینه تعلیم او لوړو زده کړو ته پرېږدي، چي دا زما لپاره خورا خوښوونکې خبره وه/ده، چي د ځينو اوسیدونکو ژوند ئې خورا غریبانه او حتی د فقر تر کرښي لاندي هم ژوند درلود خو؛ بیا هم هغوی خپلي لوڼي، خویندي او ورېرېګاني زده کړو ته هڅول چي په هغو کي ئې هره ښځینه خورا ښه وتلې او مشهوره سوې هم ده.
مهاجراباد خړ-پړ ، د نهر لشکري او هلمند رود ته نژدې او یا هم د اېران سرحدي کرښي ته نژدې کلی دی، چي له فضا څخه یې وګورئ نو حیران به سئ، چي ایران خواته پر همدې مسیر پروت کلی څوندي یو تک شین کړوم دی، ته چي وا ارغنداب ته ګورم او مهاجراباد ته چي وګورې نو سم دم سړي ته هغه وخت ورپیادوي، چي کله افغانان مهاجر سوه، نو د بلوچستان/ شالکوټ ځنګل، سرانان، سرخاب، پښين او یا په پېښور کي حیات اباد او نور کمپونه چي له خاورو خام جوړ سوي کورونو غوندي فقط د شپه تېر ځایونه وي.
ولي مهاجراباد ورته وايي، ما پوښتنه وکړه، چې دلته خو ټول اوسیدونکي د همدې وطن دي، دې سیمي ته ولي مهاجراباد وايي، د ډېرو نظر او خبر دا و، چي د وخت مشرانو او په نوم د بومي خلکو ځکه دې خلکو ته مهاجر ویل، چي موږ د نژدې همسایه ولایت څخه یوځای څو کډي راوړې او دلته مو واړول- ممکن د هغه وخت البته د ځینو مشرانو به دا نه وه خوښه؛ خو تر اوسه خلک دلته په خوشالۍ ژوند کوي او هره کورنۍ په کورونو بدله سوې ده او همداسي کورونه په کلیو بدل سوي دي، چي اوس شاوخوا څو کلي دلته ژوند کوي او ټول خلک ورته مهاجراباد وايي.
په مهاجراباد کي د سترګو لیدلی حال، چي ماته ډېر جالب و، یوه ورځ د یوه مشر لیدلو ته مو قصد وسو، غوښتل مو یو څو نور ځوانان هم پوښتني ته یوځای راسره ولاړ سي، په یوه کنار کي په تمه یم، که ګورم، د یوه کور مخي ته د وخت ښه ماډرن او نوی ماډل لوکسل ودرېد او یو ماشوم د کور مخي ته لکه چي ورته په تمه و، د موټر ښېښه کښته سوه، لومړی ئې ماشوم ته په لاس کي (غالبن) چي پیسې به وې ورکړې، او ماشوم په لاس کي یوڅه (سم نه مالومېدل) ورته وسپارل او موټر په ډېر سرعت ولاړئ، څو شیبې نه وې، تېري چي بل همداسي موټر راغی او همداسي څه وسوه، درېم موټر دولتي (زرغون رنجر) راغی او همداسي تکرار پېښه وسوه، نور مي نو شک په واقعیت واوښت او په دې پوه سوم، چي د نشهيي توکو کاروبار پرخپل سر مخي ته نه ځي بلکي هغه ته پرده او لاري جوړول او سنجول د دولتي او نظامي افرادو په توسط ورکول کېږي، چي داسي په ډاډه زړه په یوه فرعي غټ سړک کي په ماشومانو کاروبار کوي. ددې وشاته یو ډیر غټ د پردې تر شاه یوه شبکه کار کوي او د هغې شبکې ځيني افراد خورا ښه پيژنم؛ اوس ئې لا نومونه نه سم یادولای. په ولایت کي په رهبرۍ او ولایتي غونډه کي همدا کسان پر میز خورا په ادب ناست او خبري کوي او د خپل ریاست او آمریت خورا ښه راپور وړاندي کوي.
کاش دې سیمي ته مهاجراباد نه وایی ویل سوی، ځکه نومونه چي کښېښول سي، ډیره مشکله ده، چي نوم دي د خلکو له خولې بیا تغیر او یا تبدیل سي او واوړي، اوس د هغه مهاجراباد هغه ځوانان چي تعلیم او تحصیل یی کړی دی، شاوخوا د نیمروز په ډیرو دولتي او غیر دولتي ارګانونو کي کار کوي او ډیر په ویاړ وايي چي نیمروز ته خدمت کوم او ځان یو نیمروزی بولي، زما د پاره دغه هر تعلیمیافته او فارغالتحصیل ځوان د ویاړ او زیار ځوان دی، وطن په داسي خلکو ابادېږي، موږ ځیني نومونو ته له اوله باید پام وکړو، هر مهاجر چي وطن ته راځي په وطن کي مهاجر نه دی، هر افغان وګړی چی له یوه ولایت څخه بل ته راځي هغه مهاجر نه دی د دې وطن وګړی دی- دا وطن د ټولو کور دی.
یادونه: یاده لیکنه مي په ۲۰۱۹ کي کړې وه، هغه وخت د یاد مهاجراباد تصویر همداسي و، البته دا د نیمروز د یوې سیمي کیسه او انځور و؛ خو اوس (۲۰۲۵م) کال کي چي په کندهار کي د مهاجر ښارګوټي په نوم ځای جوړېږي ماته د مهاجراباد تصویر او لیکنه راپه زړه سوه.