Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد افغانستان بانک له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم کړل

د افغانستان بانک له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم کړل

تاند (دوشنبه، د غبرګولي/ جوزا ۱۶ مه) د افغانستان بانک اعلان کړی چې له بانکي حسابونو د پیسو ایستلو محدودیتونه کم شوي دي، او اوس خلک کولای شي له خپلو حسابونو (اکاونټونو) څخه د پخوا په پرتله زیاتې پیسې وباسي.

د دې نوي پرېکړې له مخې:

  • د افغانیو حساب لرونکي کولای شي په اوونۍ کې تر ۳۵۰ زره افغانیو پورې او په میاشت کې یو ځل تر ۱ میلیونه افغانیو پورې پیسې وباسي.
  • د ډالر حساب لرونکي کولای شي په اوونۍ کې تر ۵،۰۰۰ ډالرو پورې او په میاشت کې یو ځل تر ۱۵،۰۰۰ ډالرو پورې پیسې وباسي.

همداراز:

  • هغه انفرادي حسابونه چې تر ۲ میلیون افغانیو یا ۳۰،۰۰۰ ډالرو پورې موجودي لري، د ایستلو محدودیت نه لري.
  • همداراز، هغه شرکتي حسابونه چې تر ۳.۵ میلیون افغانیو یا ۵۰،۰۰۰ ډالرو پورې موجودي لري، د ایستلو محدودیت پرې نه لګیږي.

د۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته، د افغانستان بانکي سکتور له سختو ستونزو سره مخامخ شو. د افغانستان بانک له هماغه وخت راهیسې په انفرادي او شرکتي حسابونو سخت محدودیتونه لګولي وو، چې دا پرېکړه اوس تر ډېره نرمه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...