سه شنبه, جولای 15, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونههند افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو صادرات کموي

هند افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو صادرات کموي

تاند「دوشنبه د غبرګولي ـ جوزا ۲۶مه」‏هندي رسنۍ راپور ورکوي، چې ښایي په ۲۰۲۶ مالي کال کې، هند افغانستان ته د خپلو کرنیزو محصولاتو صادرات کم کړي.

په راپورونو کې ویل شوي چې د هند له لوري افغانستان ته د کرنیزو محصولاتو صادرات، چې د طالبانو د حکومت د رسمیت نه‌ پېژندنې سربېره هم دوام درلود، کېدای شي سږ کال د پاکستان له لارې د بندېدو او د ایران له لارې د احتمالي بندېدو له امله نور هم راکم شي.

د هندي رسنیو له‌ لوري خپرې شوې شمېرې ښيي چې هند افغانستان ته خپل صادرات په ۲۰۲۵ مالي کال کې هم د تېر ۲۰۲۴ کال پرتله له ۲۰ سلنې زیات راکم کړي دي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي، چې په افغانستان کې په زیات شمېر خلک له ناچارۍ سره لاس او ګریوان دي.

تازه د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب مرحلو د بشپړې طبقې (IPC) وروستي موندنې ښيي، چې نږدې ۵ میلیونه افغان ماشومان، چې د هېواد د ماشومانو شل سلنه جوړوي، د خوړو له بحراني حالت سره مخ دي.

تر دې ور اخوا ملیونونه نور افغانې کورنۍ مرستو ته اړتیا لري، چې د نړیوالو مرستو له بندېدو سره به د دوی حالت نور هم کړکېچن شي.

کارپوهان وايي، چې د طالبانو حکومت د خپلو ناسمو تګلارو له امله د هېواد اقتصادي حالت په ځانګړې توګه د ماشومانو، میندو او د ټولنې نورو زیانمنوونکو وګړو خوندیتوب ته خنډونه پېښ کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

د ځانگړي‌سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب غمجنه مړینه

آصف بهاند په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ځانگړي سبک خاوند شاعر مطیع‌الله تراب له ژوند، د ژوند له ناخوالو، گران افغانستان سره...