ایا اسپه کورنۍ سره تړاو لري؟
۱۵مه برخه
هغه مهال چې سکندرپه کونړبریدوکړ، له کونړ نه تر باجوړ پورې خلکو د سکندر پر وړاندې پاڅون ته لاره اواره کړه او ان تر دې چې سکندرپه پښه ټپي شو، تر هغې چې د اباسین په شاو خوا کې د ټکسلاپاچا «امپي» سره ولیدل.
یو شمېر تاریخپوهان په دې ترڅ او لړ کې د مستر بیلو او سرالف کېرو په څېر ځنې لرغون پېژندونکي په دې اند او فکر دي، چې د سکندر پر وړاندې «اسپه زېیو» خلکو او وګړو ډېر مقاومت وکړ.
په دې تړاو انګېرنې داسې دي چې دغه لرغوني اسپه زي، ښایي اوسني یوسف زي وي او ځنې بیا همدغه وګړي ساپي ګڼي… دا چې اسپه یان څوک دي اواسپه کورنۍ له چاسره تړاو لري؟ په دې اړه یوې لنډې یادونې ته تم کېږو.
د کیاني کورنۍ له واک او ځواک نه وروسته، یوه بله نامتو کورنۍ، چې د افغانستان په لرغوني تاریخ کې د اسپه پنوم نامتو ده د باختري دولت واګې تر لاسه کړې.
د اسپه کورنۍ د واک په مهال یو داسې ستر کلتوري انقلاب مینځته راغي، چې د هېواد په لرغوني تاریخ کې لږ ساری لري، هغه د بلخ د ستر متفکر او لوی ریشی «زردشت» زوکړه وه چې موږ یې د افغانستان په تاریخ کی یوه لویه تاریخي او کلتوري پېښه او دب دبه ګڼلی شو.
د اسپه کورنۍ بنسټ «لهراسپه»، چې په اوستا کې «اروت اسپه» بلل شوی ایښی دی. لرغونپوهان انګېري، چې دی د تیزو او چالاکو اسونو څښتن وو، نو ځکه خو دغه نوم ورته کارول کېده.
د اریایانو د واک او سلطنت لومړنی ټبر «پاراداتا» يا پيشدادیان ول، چې له دوئ وروسته واک «کاوي» کورنۍ ته ولېږدید. د دغو دواړو تبرونو د واک او ځواک موده، د باختري اریایانو له کډوالۍ نه دمخه وه، په دې مانا چې له تاریخ نه دمخه پېر په ګوته کوي او د لیک د پيدایښت نښې نښانې لا تر دغه دمه ندي تر سترګو شوي.
د نښو نښانو او روایتونو له مخې ان د اسپه کورنۍ یانی د «لهراسپه» د واک په مهال هم داسې توکي تر ګوتو شوي نه دي، چې بشپړ مستندې وي، یوازې د «ویشتاسپه» د واک پېر، چې د ده د سلطنت په موده کې «اوستا» د غوایانو په پوستکی ولیکل شو… د لیک د پیدایښت یو ځانګړي مستند لاسوند ګڼلی شو.
دلته دی چې د اسپه د کورنۍ دغه واکمن، د پاراداتا او کاوي ټبرونو په پرتله داستاني او اسطوروي ځانګړتیاوې تر شا پرېږدي او په پرتلیزه توګه تاریخي پېر ته نږدې کېږي.
ګشتاسپه (ویشت اسپه)، چې د بلخي زرتشتر سپنتمان او د اوستا معاصر دي، په دې بنسټ داسې انګېرل کېږي، چې د ده دواک موده د «۱۰۰۰» مخزیږدي کال په شاوخوا کې وټاکل شي.
ګشتاسپه د لهراسپه زوی وه او ده دخپل عمر په پاې کې د بلخ د پاچاهي تاج د خپل زوی ګشتاسپه په سر کېښود او خپله د «ازربرزین» په اورتون (اتشکده) کې د څښتن تعالی په عبادت او نمانځنه بوخت شو. د دوئ د واک په مهال د «واحد خدای عبادت کېده، چې د «مزدیسنا» د مذهب پنوم یادېده.
نه یوازې اوستايي پېر، د ویدي پېر له ارزښتونو سره ورته والی او شباهت لري، بلکی «ګاتونه»، چې د زرتشت خپلې خبرې دی هم د ویدي پېر د «ریشیانو» له شعرونو سره ډېر نږدې دي.
ومو وېل چې زرتشترا د «ویشتاسپه» معاصر دی، او په اوستا کې هم یادونه شوېده، چې دی یو ستر واکمن دی. ولې یوه خبره باید له یاده ونباسو، چې یو شمېر ختیځپوهانو «وشتاسپ» د «داریوش» پلار ګڼلی دي، حال دا چې د اوستا زمانه اودوشتاسپه دواک او ځواک موده سوونه کاله د هخامنشیانو له واک نه دمخه ده او نه هم د دوئ یادونه شوېده او بله دا چې د داریوش پلار پاچا نه وه او نه یې سلطنت کړی دی.
بلخي واکمن «ویشتاسپه» او د هغه میرمن هوتوسه hutaosa وه اوداسپه سلطنتی کورنۍ او په ټوله کې باختري اریایانو ډیر ژر د اوستا او زرتشترا ښودنې ومنلې او خوله په خوله یې هر چیرته او هر چاته ورسولي.
پدې تړاو داسې روایتونه تر سترګو شویدی، چې ویست اسپه (ګشتاسپه=ګشتاسپ=ویشتاسپه) یو زړور جنګیالی وو او د زرتشت مذهب او اوستا موسس زرتشترا سپنتمان او د دېرشو تنو (۳۰) په شاوخوا کې باختري پوهان ښي اړخ او ۳۰ تنه کین اړخ ته په یوه شاهي مجلس کې د درې ورځو لپاره جرګه کړل او په پای کې زرتشت ټول پوهان پدې قانع کړل، چې د ده مذهب ته غاړه کېږدي.
که څه هم ویشتاسپه زړه نا زړه وه، ولې ملکه، چې د هغه په خوا ولاړه وه پخپل مېړه یې فشار راووړ، چې د زرتشت مذهب ته غاړه کېږدي. نه یوازې ویشتاسپه، بلکې زوی یې، چې په اوستا کې «سپنیتوداتا» راغلی دی، چې له «اسفندیار» څخه عبارت دی، د ویشتاسپه ورور «زري واري» چې د «زریر» پنوم نامتو وه د سلطنتی کورنۍ نور غړي او نور ګڼ مشران… هم دېته ژمن شو ل . (په یوشمېر لرغونومتونو کې اسفندیار د کرساسپه زوې بلل شوی چې دمور نوم یې کتایون وه… دډېرو معلوماتو لپاره د ګرشاسپ یا کرساسپ عنوان ته مراجعه وکړۍ.)
دا ټول د نوي باختري مذهب پیروان او پلویان وواو هغه کورنۍ چې پدغه مهال ډېره نامتو وه «هوګوا» نومېده چې د دې کورنۍ یو نامتو وزیر «جم اسپه» او ورور یې «فراشو سترا» چې د ویشتاسپه په واک کې د ډېر باور وړ کس ګڼل کېده اود زرتشترا سپنتمان مذهب ته یې غاړه کېښوده.
له دې وروسته د زرتشت مذهب یو رسمي دین وبلل شو او ویشتاسپه سپارښتنه وکړه، چې اوستا د غوایانو په پوستکو، په طلا یي اوبو ولیکل شي او په ټول هېواد کې خپور شي.
ویشتاسپه (ګشتاسپ) د اور تونونو (اتشکدو) په جوړولو پيل وکړ، چې د «ازربرزین مهر« یا مهر برزین د بېلګې په توګه یادولی شو.
د اوستا هغه نسخه چې په سمرقند کې تر لاسه شوېده، د شاترو ها shatroiha په ۸-۹ فقره کې د ویلیم جکسن په اند، د ویشتاسپ زوی، «سپیند دات spand-dat» په بخل بامیک bakhl-bamik کې د نوازک navazak پنوم د یوه ښارګوټی بنسټ کېښود او بیا یې هلته د «وهران vahran» زړه راښکونکی اورتون (اتشکده) جوړ کړ.
د «بنداهش» په هندي نسخه کې کښل شویدي او داسې انګېرل کېږي چې د «ازربرزین مکهر» او «ازرمزیغ» د اور تونونو (اتشکدو) نسبت ویشتاسپه ته کیږي.
په اوستا کې له ویشتاسپه نه وروسته دغه سلسله یو څه تته بریښې او په څرګنده توګه نشو پوهېدلی چې د دي کورنۍ شمېر په ګوته کړو، ښایي ددې لامل داوي چې دزرتشت له مړینې وروسته داوستا لیکنې سلسله نه وي تعقیب شوي ،خو په پهلوي لاسوندونوکې د دې کورنۍ غړي، نر او ښځې د دېرشو (۳۰) تنو په شاوخوا کې ښودل شوي دي.
د فردوسې د وینا له مخې، په «شهنامه» کې هم یادونه شوېده، چې د ده د کورنۍ ۳۸ تنه له تورانیانو سره په جګړه کې وژل شویدي… په اوستا کې هم د ویشتاسپه د کورنۍ یو شمېر غړي یاد شوېدي، چې پدغه لړ کې د هغه د مشر زوی «سپنتوداتا» یانې اسفندیار یادولی شو، چې له ده وروسته په بلخ کې پاچا شو.
که څه هم جرمنی لرغونپوه «دونکر» له اسنفدیار پرته د ویشتاسپه د نورو زامنو یادونه هم کړېده، دی پدې اند دی، چې د ویشتاسپه د ټولو زامنو شمېر نه ویشت (۲۹) تنو ته رسېده او ده پدې هم ټینګار کړیدی، چې اوستا یوازې د «سپنتوداتا» یانې د اسفندیار نوم یادونه کړیدی او دغه نوم په رښتنې بڼه «سفید داد» وه، چې اسفندیار شویدی.
اسفندیار نه یوازې یو اوښیار کس وه بلکې زړور او جنګیالی هم وه، چې له تورانیانو سره یې په جګړه کې اتلولي وښوده او د ژوند تر پایه د یوه بشپړ واک او ځواک څښتن وو.
په اوستا کې، چې کومو واکمنو او د جغرافیوي سمیو یادونه شوې ده، دا ښيې چې د دغو سیمو پلاز بلخ یا باختر وو، ولې یو شمېر کسان له دې څخه سترګې پټوي.
دا چې اوستا د «مدیا» او پارس نومونه نه پېژنی، نو بیا ولې د اوستا ظهور او پیدایښت د هغې سیمې پورې تړي؟
له لرغوني اوستا سربېره په «نوي اوستا» کې چې د «پارتي ساسانی» په مهال تدوین شویدی، هم د هخامنشي او مدیا واکمنو یادونه نده شوې که له یوې خوا «ویدی» سرودونو مذهبي رنګ او خوند درلود، همدغسې که اوستا هم له یوې خوایو تاکلی فکر ي ارزښت په ګوته کاوه، خو له بلې خوا د افغانستان د لرغوني، افسانوي او اسطوروي تاریخ دب دبه هم پکې پټه وه.
د دغو کتابونو دیني او کلتوري ارزښت چې په بیلابیلو بڼو او دودونو یې نمانځنه کېده په بېلابیلو نومونو یادېدل، ځنو د پوروش اسپه زوی «زرتشتر» د «زو استري» پنوم تلفظ کاوه، ډېرو به «اهورامزدا» په «مزدییزم» یادوه .
ګڼ شمېر وګړو د ښو او بدو توکو د تقابل له امله د «دوالیزم» «اصطلاح کاروله او یو شمېر نورو د اوستایي دین له مخې د اورتون او اتش پرستي نوم ورکاوه، کوم چې بنسټ یې د پوروش اسپه زوی زردشت له خوا شوې وه. د ده څلورم نیکه هیچت اسپه او دریم نیکه یې سپنتمان وه چې د سپین په مانا دی.
د ویدي او اوستایې سرودونو نه پرته د «ویلسن Wilson» دڅېړنو او انګېرنو له مخې، د اریایي وګړو، ژبو او قومونو ستر پلاز باختر دی. . .دی زیاتوي دغه ټاټوبی د اصلی وګړو استوګنځاې دی.
دلته د ژبو خبره یاده شوه، د نړۍ ډېرې ژبې به تېره هندو اروپایي ژبې پخپلو کې خپلوي لري. ویلیم جونز، فرید کلدل، جیمز، سي، پریچرد او نور، سنسګرت، یوناني، لاتین، سلتیک جرمني او سلوتیک ژبو کورنۍ یوه بللی ده.
بریتانوي تاریخپوه ویلسن پخپل کتاب کې کښلي دي، د پرژیا او انډیا په مینځ کې د اریایانو (۱۹۹ مخ) سیمه ده.
«اف – پوټ » د اریایانو وطن د هندوکش د غرونو درې په ګوته کړی دي.
« پکټټ »(۱۸۵۹-۱۸۶۳ ز کال) په ډاګه کړېده، چې د اریایانو پلرنی هېواد باختر (بلخ) دی. ایراني تاريخپوهان هخامنشیان اریایان ګڼي، خو په اوستا کې یادونه نده شوي، ښایي لامل یې همداوي، چې مدیان او هخامنشیان، له اواستایې پېر نه لږ تر لږه د درې سوه کالو په شاوخوا کې وروسته واک ته رسېدلي دي.
د اوستا او زرتشت مذهب له خپل پیدايښت (۱۰۰۰ م ز کال) نه تر راوروسته پورې او د اسپه کورنۍ د سلطنت په مهال په ټوله اریایي خاوره کې خپور شو. د اشوریانو، مادیانو او هخامنشیانو په مهال یې مخ پر لویديځ یې پراختیا ومونده.
ولی د هخامنشیانو د واک په مهال، چې د یوې لوی ټولواکمنۍ بنسټ یې کېښود، تر یوه بریده له«سامي» عقایدو سره ګډ شو، چې د «ستور» لمانځنې او د سامي مفکورې نور توکي پکی ورننوتل.
د سکندر د برید په مهال ډېر زیان اوستا ته ورسېد، د اریانا په هره سیمه کې چې نسخې وې، هغه د اور د لمبو خوراک شوې…د سکندر له پېر نه وروسته د اوستا سرودونه چې د خلکو په سینو کې خوندي ول، له سره ورغول شو.
د موریا د کورنۍ ستر واکمن اشوکا بیا په فکري لحاظ د اوستا مذهب ته زیان ورسوه اوهغه د بودیزم خپرول وو، چې د بودایي مبلغینو له خوا ان تر افغانستان راورسېد، ولې بیا هم اوستا له مینځه لاړ نشو، دا ځکه چې باختري پارتیانو، له یادو بریدونو وروسته، چې کوم خپلواک حکومت جوړ کړ ورورو یې د اوستا په راټولولو پيل وکړ او تر پارس پورې وړاندې لاړل، چې له دوئ وروسته په ساساني پېر کې هم د دغې هڅې پخلی وشو.
موږ دمخه د «سامي» عقایدو خبره وکړه، چې تر یوه بریده پورې په هخامنشیانو اغیز پروت وه.
له تاریخ نه وړاندې پېر کې د «ایلام» اریايي توکمه وګړو په لویدیزه اسیا کې یو غوړیدلی مدنیت درلود، خو په ختیزی اسیا یانې په باختري اریایانو یې ځانګړی اغیز ځکه نه درلود، چې له سامي توکمو ګډ شوي نه ول.
همدا ډول «میتاني» اریایي ټبر یادولی شو، چې په مخزیږدي پنځلسمې (۱۵ م ز) پېړۍ په شاو خوا په لویدیځې اسیا کې ودان ول، چې د مدنیت نښې نښانې د کوچنۍ اسیا په «بوغازکوي» دهیتي (پتریوم) په پلازمېنه کې موندل شوي او د افغانستان په لرغونواوسېدونکو اریایانو یې نیغه په نیغه اغیزه نه وه.
ولې د مادیانو او هخامنشیانو د واک او ځواک په موکه، د دوی د کړو وړو او کلتور اغیز د افغانستان په اریایانو څه نا څه بې اغیزې نه وو…
له مادیانو اووروسته له بابلیانو، اشوریان، کلدانیانواو له نورو، هغوټبرونوچې په دجله اوفرات کې دواک اوځواک خاوندان وو، په هخامنشانو بیا ډېر اغیز درلود او کله چې هخامنشیان واک ته ورسېدل ډېر څه یې د حکومت په چارو کې له مادیانو زده کړي ول.
سنګروال صاحب د ژوندی وي ، چې مونږ د خپل وطن او شاوخوا د تاریخ له زرینو پاڼو خبروي .