شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهد مسکو غونډه: د ایران استازي طالبان د امنیت او داعش خلاف...

د مسکو غونډه: د ایران استازي طالبان د امنیت او داعش خلاف د مبارزې په خاطر وستایل

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲مه) د ایران استازي نن د مسکو په غونډه کې طالبان د تروریزم پر ضد د مبارزې او د امنیت د راوستلو په خاطر وستایل.

د ایران استازي په خپلو خبرو کې د غونډې برخوال، چې د طالبانو مخالفان پکې راټول شوي وو او طالبان یې غندل، حیران کړل.

د ایران استازي په ځانګړي ډول د داعش پر ضد د طالبانو اقدامات وستایل، ویې ویل، د داعش پر ضد په مبارزه کې له طالبانو سره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو همکارۍ ښه نتیجه لرلې ده.

ده زیاته کړه:«د دغو همکاریو په نتیجه کې د دې تروریستي ډلې ځینې مشران له منځه وړل شوي او فعالیتونه یې محدود شوي دي.»

ده همداراز وویل، د سیمه ییزو او ځايي تروریستي ډلو په وړاندې د طالبانو د مبارزې دوام رغنده او هیله بخښونکی دی او پراختیا به یې د طالبانو د مسوولیت منلو نښه وي.

ده د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې د امنیت د ټینګېدو ستاینه هم وکړه.

د ایران استازي د افغانستان اقتصادي ستونزو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه. خو ده په عین حال کې په افغانستان کې د طالبانو له لوری د جهادي مدرسو پر زیاتېدو اندېښڼه وښوده، ویې ویل چې دا ډول مدرسې د اسلام ځانګړی تقسیر او تعبیر ترویجوي او دې مسلې ایران ته اندېښنه پیدا کړې ده.

د مسکو غونډه د روسیې د عدالت ګوند په نوښت جوړه شوه. خو د سیاسي چارو کتونکي وايي چې په روسیه کې دا ډول کارونه د حکومت له دخالته پرته نه شي کېدای او نه ګوندونه له بهرنیو مسایلو سره دومره لېوالتیا لري.

تر دې وړاندې هم احمد مسعود ته د مسکو بلنه ورکړل شوې وه.

د طالبانو یو شمېر نورو مطرح مخالفانو لکه عطامحمد نور، جنرال عبدالرشید دوستم، امرالله صالح او کریم خلیلي د مسکو په غونډه کې ګډون ونه کړ.

1 COMMENT

  1. روسانو ته وا که مو بیا افغانستان ته شوق کیږي خدای مو راوله کنه دا تښتیدلو ته مه خوشحالیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب