تاند (پنجشنبه، د قوس ۲ مه) د طالبانو خلاف د یوې جنګي ډلې (ملي مقاومت جبهې) مشر احمد مسعود نن په مسکو کې د طالبانو خلاف یوې غونډې ته د وینا پر مهال طالبان تورن کړل چې افغانستان یې په «طالبستان»بدل کړی.
نوموړي په هر اړخیز ډول د طالبانو افراطي پریکړو ته په اشارې وویل، دغې ډلې د افغانستان د تېرو سلو کلونو قوانین یو مخ لغوه کړي او پرځای یې خپل فکر، سلیقه او خوښه په زوره پر افغانانو حاکمول غواړي.
احمد مسعود زیاته کړه چې افغانستان اوس نه اساسي قانون، نه مشروعیت، نه ملي بیرغ، نه اقتصاد او نه د افرادو او خاص ډول د ښځو ازادي لري.
د ده په باور، طالبانو نېمایي افغانان یانې ښځې زنداني کړي او نورو خلکو سره هم د غلامانو او وینځو په شان چلند کوي.
په دې غونډه کې د هزاره ګانو یوه مشر محمد محقق هم پر طالبانو توندې نیوکې وکړې او ویې ویل چې تېرو دوو کلونو کې طالبانو سره د سولې د خبرو هڅو کومه پایله نه ده ورکړې.
طالبانو په مسکو کې جوړې شوې دغې غونډې ته غبرګون نه دی ښودلی.
یاده غونډه د عدالت په نوم د روسیې د یوه ګوند له لوري جوړه شوې.
د دغه ګوند مشري د روسیې د پارلمان مرستیال کوي.
یاده غونډه په داسې مهال شوې چې ملګرو ملتونو تر ډېره د لویدیز په همکارۍ د طالبانو د په رسمیت پېژندلو لپاره یوه طرحه جوړه کړې او طالبانو هم له دغه فرصت سره د ځان برابرولو لپاره د نرمښت ځینې نښې ښودلې دي.
د مسکو د غونډې پر مهال احمد مسعود پر یادې طرحې نیوکې وکړې.
ځینې شنونکي باور لري چې روسیه او لویدیز په هم مهاله توګه طالبان او مخالفان یې دواړه ځانته نیږدې ساتل غواړي، څو د خپلو ګټو په محور یې وڅرخوي او نیابتي استفاده ورڅخه وکړي.
طالبان بیا ټینګار کوي چې افغانستان بې طرفه غواړي وساتي او د چا د سیالۍ مرکز یې ونه ګرځوي.
احمد مسعود هم په نننۍ غونډه کې همداسې خبره لرله او ویې ویل چې دوی د بې پرې افغانستان غوښتنه لري او په یوه بلاک کې یې هم د ښکېلیدو پلوي نه دي.
دا ښه ده چی په طالبستان تبدیل شوې ستا نجس پلار خو په فاحشه ستان تبدیل کړی وه او موردی اوس هم لندن کی هندوستانی لونډه لری کوشش وکړه چی روس په تاجکستان کی کومه ولسوالی د کولابیانو په نوم در کړی افغانستان نور د چړو او کولابیانو او همجنسبازانو جای نده
دغه ستاجواب ورته کافي دی کنه غیرت خو یې جهان ولیدی