پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد پوهنتونونو په کتابتونونو کې د جمهوريت دورې پر کتابونو بندیز

د پوهنتونونو په کتابتونونو کې د جمهوريت دورې پر کتابونو بندیز

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲ مه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم د پوهنتونونو په کتابتونونو کې د جمهوري دورې پر کتابونو بندیز لګولی.

نوموړي د پوهنتونونو په نوم یوه استولي مکتوب کې لیکلي، چې د یادې دورې د کتابونو پر ځای دې د سیرت النبي اړوند اثار په کتابتونونو کې ځای پر ځای کړي.

طالب وزیر په مشخص ډول د سلفیانو، تحریریانو، شیعه ګانو، حزبیانو او د جمهوري نظام پر مهال د دوی د مخالفانو د اثارو یادونه کړې او ویلي، له کتابتونونو باید اېسته کړل شي.

ندا محمد ندیم د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله له تر ټولو نیږدې کسانو څخه دی چې د ورته افراطي دریځونو له امله د یو شمېر هېوادونو د بندیزونو په لېست کې هم شامل شوی.

د طالبانو ځینې مخالفان دوی تورنوي چې افغانستان یې په طالبستان بدل کړی او هر هغه څوک چې طالب نه وي، دوی پرې په فزیکي، سیاسي، اقتصادي او فکري لحاظ کړۍ تنګوي.

طالبانو د خپلو داسې پریکړو دلیل نه دی روښانه کړی، خو معمولاً ورته د اسلامي شریعت د تطبیق نوم ورکوي.

3 COMMENTS

  1. دا ښه خبره ده که موږ د هر يو ګوند او ډلې ټپلې ريښو او بهرنيو اړيکو او ملاتړيو ته يې وګورو، نو هر يو بلا ستونزې لري.
    که موږ د جهاديانو او همدې طالبانو او نورو مخينې ته وګورو، نو د ټولو استاذ يو دی او يو مشترک (ګډ) استاذ/انو روزلي دي چې هغه له نصيرالله بابر، حميدګل کرنيل امام او نورو سرچينه اخلي.
    منزل د ټولو يو دی، خو سفر جدا جدا
    اګر چې دا زموږ وستاسې د ټولو د فاني ژوند پورې تړاو لري چې مرګ د ټولو مخې ته دی، خو دومره ده چې څوک مخکې او څوک وروسته او څوک په يوه ورځ سره په ګډه ځي.
    ارواښاد الفت :
    ډېر تفاوت دی په انسان کې د معنی په خاطر
    واړه لګيا دي څوک خپل ځان او څوک جهان جوړوي
    د نړۍ په هر ملک بېلابېلې ډلې ټپلې او ستر او واړه حزبونه شته، خو په ټوله کې د خپل وطن له ملي ګټو په ګډه دفاع (ساتنه) او ملاتړ يې کوي، خو موږ په پيل کې پوه نه شو او د خلکو د خولو پسې ولاړو. دا سوچ مو هېڅکله له ځان سره ونه کړ چې همدا زموږ په خوا اسلامي ګاونډيان په خپله خاوره کې يهود ونصاری او سيکولر او ان پر مذهب او دين معتقد خلک زغملی شي، خو موږ د مسلمان او مجاهد په نوم سره د اسلامي دعوې په بېلابېلو نومونو يو بل سره پخپلو مينځو کې وجنګېدو. تاريخ او تجربو جوته کړې ده چې هېڅوک په چورلټ ډول څوک له مينځه وړلی نه شي تر څو چې ويې نه زغمي. حکومتي اډانه او حکومت د هر چا حق دی ولو که معتقد هم نه وي، خو په هغه خاوره کې ږېږېدلی وي. حکومت يې د ساتنې مکلفيت لري او د اصلاح او سمون لپاره ورسره کار کولی شي. د انبياو د راتګ موخه همدا ده چې له خپلې ټولنې او خلکو سره د هدايت لوري ته کار وکړي، نو موږ لږ زورور شانته يو. خلک په زور سموو نه د سمون او اصلاحي لارې او زور تر پايه نه چليږي او نه يې تر پايه کار ورکړی.

  2. دوی خبری :
    ۱ – ندیم مدیم او مشران ئی په کتابخانو کی د پرتو کتابونو په ماهیت او محتوا څه، چی حتی دوه طالبان به هم د سیرة النبی په باب د دوو کرښو په اندازه مطلب نه ولیکلای سی او نه بیان کړای سی.
    ۲ – اغا رسول الله ص کومه ورځ په افسون او ډک ستونی وفرمایل :
    داسی ورځ به راسی چی زما پر منبر به بیزوګانی پورته کښته کیږی.
    د اغا رسول الله دا غمګینه وینا ډیر ژر تعبیر سوه او پر منبر ئی د ابوسفیان د خبیثی کورنی غړی پورته او کښته سوه او دا غمګین حالت تر نن ورځی پوری دوام لری.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب