تاند (پنجشنبه، د قوس ۲مه) د طالبانو دفاع وزارت وايي، د هیواد د امنیتي او دفاعي اورګانونو په یوه ګډه غونډه کې به د راتلونکي لمریز کال لپاره امنیتي طرحه جوړه شي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو لومړنۍ ګډه غونډه به د ۱۴۰۳ لمریز کال لپاره ګډ امنیتي پلان چمتو کړي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي چې د دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو ریاست چارواکو په دفاع وزارت کې د یوې غونډې په ترڅ کې د ۱۴۰۳ کال لپاره پر امنیتي پلان غور وکړ.
دفاع وزارت وايي، د ۱۴۰۰ لمریز کال له دوبي راوروسته دا لومړی ځل دی چې د افغانستان امنیتي اورګانونه دا ډول غونډه دایروي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې دا ګډه غونډه د افغانستان د امنیت او د امنیتي اورګانونو ترمنځ د همږغۍ د زیاتېدو لپاره ګټوره ده.
یوه تعلیمی طرحه نشی جوړولی د خرو ځامنو ورځ تر بلی د خلکو د نفرت وړ ګرځی کچیری دا ځلی ورک شوی خو په والله که به نور څوک ملا پسی لمونځ هم ونکړی. ستاسو ښځی پدی خمارت غی.