Homeخبرونهپه هرات کې دوه دیني عالمان وژل شوي

په هرات کې دوه دیني عالمان وژل شوي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲ مه) سیمه ییزو سرچینو په هرات ولایت کې د ۲ دیني عالمانو د وژل کیدو خبر ورکړی.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دغه دیني عالمان د ناپېژانده وسله والو لخوا د هرات ولایت په دولسمه امنیتي حوزه کې وژل شوي دي.

ولسي سرچینو ویلي چې دغه دیني عالمان نن (پنجشنبه) ماسپښین د هرات په جبرئیل سیمه کې، د موټرسیکل سپرو وسله والو په ډزو کې وژل شوي دي.

د طالبانو ځایي امنیتي مسوولینو تر دې مهاله د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په بېلابېلو سیمو کې یو شمېر دیني عالمان وژل شوي.

د وژل شویو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي اخو ځینې سرچینې وايي چې دا کسان شعه ګان دي او د هرات په یوه شیعه مېشته مېنه کې وژل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د مصر د ښکلا ملکه د سرطان له کبله فلج شوې

تاند (جمعه، د غبرګولي/ جوزا ۸ مه) انجي عبدالله اعلان کړی چې د دماغي تومور د پیچلتیاوو له امله پرې ړ فلج حمله شوې...