Home+د افغان ماشومانو یو میلیون ډالري تصویر

د افغان ماشومانو یو میلیون ډالري تصویر

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲ مه) دوو امریکايي عکاسانو د افغان ماشومانو داسي تصویر چمتو کړی چې د دوی په وینا یو میلیون ډالره ارزښت لري او غواړي د دې تصویر له درکه ترلاسه کړې پیسې پر جنګ خپلو افغان ماشومانو ولګوي.

ټامس راموس او کین اوسبرن چې له کلونو راهیسې په ټکساس ایالت کې په خپله ستودیو کې د عکسونو پر جوړولو کار کوي، دا ځل د افغان ماشومانو یو ځانګړی تصویر جوړ کړی چې په جګړه او کړاونو کې ښکېل دي.

دا تصویر د عکاسۍ او انځورګرۍ ګډوله ده.

دوی دواړه څلور کاله پخوا د دې تصویر لپاره افغانستان ته لاړل او د هغه پر جوړولو یې دوه کاله کار وکړ.

کین اوسبرن وايي:«موږ غوښتل چې یو نړیوال سمبول جوړ کړو چې په افغانستان کې د کورنیو او جنګ ځپلیو ماشومانو د ژوند سختۍ انځور کړي. موږ له ماشومانو سره د مرکو لپاره ډېرو خطرناکو سیمو ته سفرونه وکړل او هغوی مو له نژدې ولیدل.»

توماس راموس او کین اوسبرن په ۲۰۱۹ کې د افغانستان شمال ته لاړل او د هغو ماشومانو بوټونه یې راټول کړل چې د کورنۍ غړي یې وژل شوي او دوی د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي وو.

دوی له دغو بوټونو څخه د جنګ ځپلیو ماشومانو د سمبول په توګه عکسونه واخیستل او بیا یې له هغو څخه تصویر جوړ کړ.

تامس راموس وايي:«په دې تابلو کې له ۲۴ تولې سره زرو، پلاتونیم او پلاډیم څخه کار اخیستل شوی او د جوړښت او ارزښت له نظره د نړۍ تر ټولو ستر انځور دی.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...