شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د پروین ملال څو تازه شعرونه

د پروین ملال څو تازه شعرونه

وړانګې په یبلو پښو

ځنګل کې لاره وهي

ونو کالي د دوبي وکښله د مني سره

د طلايې جشن پرپلونو ناڅي

د وچو پاڼو غژ، غژ، د نجلۍ هر قدم ته

ښکلی تصنیف جوړوي

هلک سندرې وايي

 مسرۍ ‎يې جوړې د نګهت د تورو

وړانګې په یبلو پښو

ځنګل کې لاره وهي

زمردي دره خوبونه ویني

غرونو لمن ده غوړولې، د نجلۍ لمن یې

د سارايي ګلونو پښو ته لویږې

هلک ور ږغ کړل، پاس د غرونو په رګونو کې

د ژوندون ساه خپره شوه

وړانګې په یبلو پښو

ځنګل کې لاره وهي

لار ده اوږده، د هلک ساه تږې ده

څیله د دوبي مسته شوې په اور لوبې کوي

نجلۍ د وړانګو سپین شراب چښلي

د سپیدو سپینې ملکې، د چینو پل ورکړی

پر دواړو شونډو یې د څاڅکو الماس

دانه، دانه ځلیږې

هلک  نجلۍ ته ورنیژدې شو پر دوو شونډو یې

باران راشین شو

وړانګې په یبلو پښو

ځنګل کې لاره وهي

په لیرو غرونو کې یو څوک شپیلۍ وهي

ږغ یې د سپینو سیورو ښکلي کیسه کوي

هلک نجلۍ ته پر کاغذ باندې

د نرمو  نرمو وږمو، د اوسیدولو د ښار نوم ولیکي

د نجلۍ سور پوړني ، پر سر، څپې  څپې شو

د شپیلۍ ږغ یې په څپو کې واخیست

۲۰۳۲ / ۱۱ / ۳

نومبره!

نومبره، زړه مې څانګې، څانګې سوزي

نومبره، زړه مې پاڼې، پاڼې ژاړي

نومبره، ته به دلته شهزاده یې

دغرب لوڼې به دې ناز په اننګو وړي

یوسف مخې زلمکیان به دې د اور رنګ،

پر اوږو وړي

ته به دلته د زرینو وږمو ورور یې

ته به دلته لپې، لپې بارانونه د ښکلا کړي

ته به دلته، د بیدیا غاړې ته اخلي د سرو زرو امیلونه

 ته به دلته د رنګینو پاڼو زړونه

د بې باکو نجونو پښو کې نذرانه ږدي

ته به دلته د ځوانانو هوسونه

د ماښام د څو ګلرنګو پر سینه ږدي

زما وطن کې لالهانده ستړي اوسې

چې ترتلو یې وتلي دي ټپونه

په هر ټپ کې په څو رنګه خزانونه

په هردرد کې یې د ستړو، ورځو پلونه

د زګیرویو دوږخ تا لیدلي نه دی

د رنځونو بلا هلته په خزان کې لنګه کیږي

لکه ستا دلته رنګینې ښکالو ګانې

هلته دا ډول  په سل رنګه رنځونه

هلته تمه د یوې ډوډۍ خیالونه

نومبره، ته به دلته شهزاده یې

د غرب لوڼې به دې ناز په اننګو وړي

۲۰۲۳ / ۱۱ / ۱۰

د تانیث توري

اسمان خپلواک دی سندرې وایې

هیلۍ په ډنډ کې بربنډ مخونه

په سپینو، سپینو تتېو سپینو

 دډنډ پر دړه انځورګري کړي

 د لمر ښکالو شوه بڼ ته راکښته

ونې  یې لمس کړي

مڼو ته لولي د نګهت سیوري

پاڼو ته وړانګې په اتڼ راغلي

نیم کښ مخونه، سپین، سپین لاسونه

پر لمن ایښې د پاولو زړونه

اسمان خپلواک دی سندرې وايي

کوڅو اغوستي د شور کالي دی

د خنداګانو، ږغ پر اوږو وړي

له مکتبونو زلمیا ن ستنیږي

چمن احساس کړئ، چمن میین دی

ښایست یې ایښې د لمر په پښو کې

شبۍ ښکلا ده ارزانه کړی

حسن اراده جلوه نما ده

پیروتې خاندې

د دیوال سرته ورو، ورو غځیږې

اوبه جاروزي تر سپینو کاڼو

 بیا یې په غیږ کې اړوي را اوړي

تر سپین بدن یې آئینې راوځي

د نیلي رنګه تشیال له سترګو

 ستوري په ورځ کې مچکې اخلي

اسمان خپلواک دی سندرې وايي

 د نڅاګرو وږمو په پښو کې

د پایزیب شرنګ دی ورو  ورو ږغیږې

لارې  پل لارې ټولي میینې

د زلمکیانو د پښو ګردونه

په لپو واخلي په ناز یې کښیږدي

د خلقت کور کې توري میین دی

کلمې لیکي بې شمیر عشقونه

د خپلواکیو پر واټ تیریږې

د دیوالونو سرونه لوړ دی

د کړکۍ شاته د ساه نیستي ده

زموږ له ښاره، د وړانګو توري

چیری ورک شوی تیاره، تیاره ده

زموږ په ښارکې د تانیث توري ژبو هیر کړي

پیالي نسکوري
انګور په تاک کې سوزي خوږیږې

د ساقۍ واړه ګوتې پري شوي

دروازه نشته

د دیوالونو سرونه  لوړدي

د کړکۍ شاته ورځ نه رسیږې

د کړکۍ شاته ورځ نه رسیږې

۲۰۲۳ / ۱۱ / ۱۸

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب