پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونه افغان ښځينه څارنوالانې: پاکستان دې هغه افغانان نه وباسي چې ژوند یې...

 افغان ښځينه څارنوالانې: پاکستان دې هغه افغانان نه وباسي چې ژوند یې له ګواښ سره مخ دی

خبریال: عبدالله هوډ (پنجشنبه، د قوس ۲ مه)

په پاکستان کې د افغان ښځينه څارنوالانو ټولنې د يوې مطبوعاتي ناستې په ترڅ کې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې له پاکستان څخه د افغان څارنوالانو بیرته ستنول به ناورین رامنځته کړي.

د دې ټولنې غړو د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته په افغانستان کې د جموريت د مهال څارنوالانو د وژنو بېلګې وړاندې کړې چې وروستۍ پېښه يې همدا يوه ورځ وړاندې د کابل- جلال اباد پر لاره د يوه پخواني څارنوال د وژلو وه.

د دې ټولنې غړې ماریا ساپۍ په مطبوعاتي کنفرانس کې خبریالانو ته وویل: «افغان څارنوالانو په تیرو شلو کلونو کې د طالبانو زرګونه دوسیې تعیب کړي چې په ترڅ کې یې دوی زندان ته استول شوي، څنګه ممکنه ده چې طالبان دغه عقده ونه پالي او خپل غچ وانه خلي؟»

د دې ټولنې بله غړې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي وايي چې طالبان څو ځله د دې په نيولو يا وژلو پسې د دوی کور ته ورغلي، خو په لاس نه ده ورغلې.

نوموړې وويل: « ان د جمهوريت پر مهال به موږ د وژلو هدف ګرځېدو، ځکه چې موږ د مجرمينو او جنګي جنايتکارانو پر دوسيو کار کاوه».

يو شمېر افغان ښځينه څارنوالانې چې دا مهال په پاکستان کې د نورو هېوادونو د مهاجرت په تمه شپې سبا کوي د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو په وړاندې د پاکستان د حکومت وروستۍ پرېکړه په اړه انديښنه ښيي او وايي چې افغانستان ته د دوی بيرته ستنول به د دوی په مرګ تمام شي.

د ماريا ساپۍ په وینا په پاکستان کې افغان څارنوالان له ډول ډول مشکلاتو سره مخ دی، نوموړې تاند سره په خبرو کې زیاته کړه: «د اکثره څارنوالانو د ویزو تاریخ ختم شوی، دوی په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمېشنرۍ سره راجسټر دي، خو بيا هم پولیس تنګول کوي، دوی نیول کیږي او پیسې ترې اخیستل کیږي».

نوموې وایي تر هغو چې د دوی د مهاجرت دوسيې څېړل کېږي، باید نړیواله ټولنه د پاکستان په حکومت فشار راوړي چې له خپلې پرېکړې لاس په سر شي او په پاکستان کې د هغو افغانانو بيرته ستنول ودروي چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخ دی.

د دې ټولنې د معلوماتو له مخې په پاکستان کې نږدې درې سوه افغان څارنوالان د انتظار شپې سبا کوي چې شپږ دیرش یې ښځينه دي او نږدې ټول یې د نورو هیوادنو د کډوالۍ دوسيې لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب